صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | كه په پاكستان كې ترهګر نه وي نو دا تپل شوې جګړه به څوك پر مخ وړي !

كه په پاكستان كې ترهګر نه وي نو دا تپل شوې جګړه به څوك پر مخ وړي !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
كه په پاكستان كې ترهګر نه وي نو دا تپل شوې جګړه به څوك پر مخ وړي !

د پاکستان ددفاع وزير هڅه كړې ،چې پاكستان له ترهګرو خوندي او پاك ځاى وښيي او په دې توګه د ګردې نړۍ سترګو ته خاورې ور وشيندي، چې نړۍ ړنده شي او بيا پر پاكستان پړه وانه چوي او ونه وايي ،چې پاكستان ترهګر روزي او يا په كې د ترهګرو ځالې دي. د پاكستان د دفاع وزير وايي: د نړۍ هغه غوښتنې ناسمې دي ،چې په پاكستان كې دې د ترهګرۍ ځالې په نښه او له منځه يووړل شي. ده په پاكستان كې د ترهګرۍ ضد جګړه ،د افغانستان لپاره بللې او زياته كړې يې ده،چې ګنې د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له چا سره جګړه نه شي کولى!؟ د پاکستان ددفاع وزير انجنير خرم دستګير دا خبره وړمه ورځ /شنبه/ له پاكستاني خصوصي تلوېزيون سره په مركه كې وکړه. د پاکستان ددفاع وزير ادعا وکړه چې په خپله خاوره کې يې د ترورېستانو ټولې شبکې له منځه وړې او دا تصور ناسم دى چې لا هم په پاکستان کې د ترورېستانو خوندي پناهځايونه شته.ده زياته کړې، پاکستان امريکا ته په زغرده ويلي چې له ترور سره جګړه دې د افغانستان په خاوره کې وکړي، نه په پاکستان کې، ځکه چې «موږ په خپله خاوره کې د ترور عوامل له منځه وړي دي.» ده همداراز ويلي:

د افغانستان د خاورې لويه برخه د حکومت له کنټروله وتلې، نو په کار ده چې د افغانستان حکومت په خپله د تروريزم پر ضد جګړه وکړي. د پاکستان د دفاع وزير وويل: پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکى دى او که افغانستان د پاکستان په خاوره کې د سختدريځو د موجوديت او د پناهځايونو په اړه معلومات لري، له پاکستان سره  دې شريک کړي؛ پاکستان به يې پر ضد اقدام وکړي.دده خبرې ناسمې دي ،افغان اتلو ځواكونو د هغو ترهګرو تر پښو لاندې مځكه سور اور اړولې ،چې پاكستان د خپلې جګړې د دوام لپاره دلته را استولي دي، د پاكستان ټول چارواكي دې واوري ،چې په دغه راز څرګندونو سره نه ځان ته برائت وركولى شي او نه هم د نړۍ له سترګو ځان پټولى شي! د ترهګرو شتون اوس څه پټه خبره نه ده ،چې پاكستان يې په افغانستان او كشمير كې د خپلو ناوړو ګټو او د خپل غاصب پايښت لپاره جنګوي، بلكې اوس خبره رسوا شوې ده. له همدې امله هم نړيواله ټولنه له پاكستان څخه د ترهګرۍ ضد جګړه غواړي او هم افغان حكومت ګڼ شواهد پاكستان ته وړاندې كړي او نور هم وړاندې كولى شي، چې ترهګرې ډلې روزي او د خپلو ناوړو موخو لپاره يې په افغانستان ،كشمير او سيمه كې جنګوي. دغه راز د نړۍ نورې شبكې داسې اسناد هم لري ،چې آن د داعش ډله هم پاكستان روزلې او د قطر له لارې يې سوريې او عراق ته انتقال كړې او هلته يې پرې غوبل جوړ كړى دى. اوس هم پاكستان له افغان جګړې لاس نه اخلي او د دې كارلپاره په هر ځاى كې پر ناوړو اعمالو لاس پورې كوي. د افغانستان جګړه د پاكستان يوازنى پاليسي ده ،چې په دوام كې يې خپل پايښت ګوري. د دې جګړې د دوام لپاره هم ترهګرې ډلې لري چې رالېږي يې او د اړتيا او فرصت په وخت كې خپل پوځيان هم دې جګړې ته رالېږي. افغان حكومت په اسنادو او شواهدو ولاړه دا مسئله مطرح كوي او په ځلونو يې له پاکستان سره دا ډول معلومات شريک کړي ،خو پاکستان هېڅ اقدام نه دى کړى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha