صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | سياسي سيالۍ او سوله ييز خوځښتونه د ولسواكۍ يو مهم اصل دى

سياسي سيالۍ او سوله ييز خوځښتونه د ولسواكۍ يو مهم اصل دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سياسي سيالۍ او سوله ييز خوځښتونه د ولسواكۍ يو مهم اصل دى

دحكومت پروړاندې سوله ييزې مظاهرې، اعتراضونه، غونډې اولاريونونه دخلكو، سياسي گوندونو او مدني ټولنو مسلم حق دى او دحكومت دسياسي سيالانو دا ډول سوله ييز خوځښتونه د يوې سترې ملي وثيقې په توګه د افغانستان داساسي قانون له حكمونو سره اړخ لګوي او پرداسې سوله ييزو سياليو او خوځښتونو دجرمونو او تورونو دلګولو اطلاق نه شي كېداى اونه داسې سياسي سيالۍ او رقابتونه په هېواد كې دسياسى يې ثباتيو په معنې كيداى شي دحكومت سياسي سيالان داحق او اجازه لري، چې دولسواكۍ ديوې سترې لاس ته راوړنې په توګه دبيان له آزادۍ څخه په ګټې اخيستلو سره دحكومت پركړنو نيوكې اواعتراضونه وكړي او حكومت دې ته اړ كړي چې دخپلو كړنو اصلاح كولوته ودانګي اوله دې لارې په خپلو كړنو كې نور هم پوره اصلاحات راولي. لكه چې دافغانستان جمهوري رياست هم په دې اړه داسې ويلي دي: سىاسي رقابتونه د دېموکراسۍ ىو مهم اصل دى او په هېڅ وجه د سىاسي بې‌ثباتۍ په معنى نه‌شي کېداى.جمهوري رىاست وايي: سىاسي اختلافات د اندېښنې وړ نه‌دي او حکومت د بىان آزادۍ ته درناوى لري.د جمهوري رىاست د وىاند د دفتر سرپرست شاه‌حسىن مرتضوي په دې اړه آزادۍ راډىو ته ووىل: افغان حکومت د اساسي قانون پر اساس د سىاسي ګوندونو فعالىتونه تضمىن کړي او بېلابېل لىد لوري د سىاسي بې‌ثباتۍ نه، بلکې د سىاسي آزادۍ په معنى کېداى شي. (( موږ د سىاسي رقابتونو مىدان پرانىستى پرېښى او اساسي قانون هم د سىاسي احزابو او د بىان د آزادۍ تضمىن کړى دى. په افغانستان کې بېلابېل لىد لوري له وضعىته د اندېښنې د څرګندولو نه، بلکې د بىان او د سىاسي فعاليتونو د آزادۍ ښکارندويي کوي.))جمهوري رىاست په داسې حال كې دا څرګندونې کوي چې تازه رويټرز خبري آژانس د ىوه مطلب په خپرولو سره وىلي ، چې افغانستان له سىاسي بې ثباتې سره مخامخ دى

د افغانستان د اساسي قانون د (۳۴) مې مادې د حكم له مخې د بيان آزادي د سياسي ګوندونو ،مدني ټولنو رسنيو او آن د هر افغان مسلم حق دى او دا اجازه او حق لري چې سوله ييزي غونډې، مظاهرې، مارشونه، لاريونونه ،خپرونې او تبليغات وكړي او په هغو كې د ولسواكۍ د يوې سترې لاس ته راوړنې په توګه د بيان د آزادۍ له ارزښتونو څخه په ګټې اخيستو سره په پوره ډاډمنه فضا كې آزادې او سپيني خبرې وكړي او په ترڅ كې يې شواهدو او اسنادو ته په كتو سره د اجرائيه ، مقننه او قضائيه قواوو په ګډون د ټولو دولتي او خصوصي ادارو پر نيمګړوكړنو اعتراضونه او نيوكي وكړي د اصلاح او سمون لارې چارې يې په ګوته كړي او د اړوندو ادارو د چارواكو پوره پام ورته راواړوي ،نه دا چى له مغرضوكورنيو او بهرنيو مافيايي كړيو سره د ناوړو معاملو ، جوړښتونو او سازشونو له مخې خپلو شخصي ګټوته په پام د هغوى په بې شرمانه ،مذبوحانه او مغرضانه لمسونو او هڅونو دافغانستان د نظام دتېرو شپاړسو كلونو د لاس ته راوړنو په څېر د واكمن نظام ،ولسواكۍ او نورو ملي ګټو پرضد پاروونكي او ويجاړوونكي تبليغات او خپرونې وكړي ،غونډې جوړې كړي، مظاهرو او لاريونونو ته سازمان وركړي او له دې لارې د هېواد ملي ګټې او نورې لاس ته راوړنې له خپلو ناوړو شخصي ګټو ښكار كړي او په دې توګه د دېموكراسۍ اساسي اواخلاقي اصول تر پښو لاندې او پر اوبو يې لاهو كړي اوواكمن نظام وګواښوي


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha