صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | ترهګريز بريدونه د افغانانو ترمنځ درځ نه شي اچولی!

ترهګريز بريدونه د افغانانو ترمنځ درځ نه شي اچولی!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ترهګريز بريدونه د افغانانو ترمنځ درځ نه شي اچولی!

وړمه ورځ پنجشنبه يو ځل بيا ترهګرو ستر جنايت وکړ او په خونړي بريد سره يې لسګونه کورنۍ د وير او ماتم پر ټغر کېنولې؛ ترهګرو دا ځل فرهنګي او رسنيز مرکز په نښه او تر ۴۱ تنو پورې يې هېواد وال شهيدان او ۴۸ نور يې ژوبل کړل، د دغه بريد مسووليت د داعش ډلې پر اوږو ور اچول شوی دی، دې ډلې ويلي ،چې ګنې دغه بريد هغوی کړی دی. دغه بريد په کور د ننه او نړيواله کچه په سختو ټکو غندل شوی دی، د افغانستان ديني عالمانو ،افغان حکومت، مدني ټولنې ،رسنيو او دغه راز عامه ولس غندلی دی، هغوی ټولو د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښکاره کړې ده، دغه ارز په نړيواله کچه هم دا بريد غندل شوی او له افغان حکومت او ولس سره ګڼو دوستو هېوادونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو ،غمشريکي ښکاره کړې ده. افغان حکومت دا بريد په سختو ټکو غندي، له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې دا ستر جنايت دی او دښمن به د افغانانو ملي يووالي ته په دغه ډول بريدونو سره کوم زيان ونه شي رسولی، بلکې افغانان دا ډول بريدونه لا سره متحد او يو موټی کوي! په اصل کې هر ډول ترهګر بريد ،چې په هر ځای او د هرې موخې لپاره وي، ستر او نه بښوونکی جنايت دی.

 له بده مرغه دښمن په پرله پسې توګه دا ډول جنايتونه تر سره کوي. دښمن دا ځل بيا هغه بې ګناه او بې دفاع کسان په نښه کړل، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل د ورځې د غندنې لپاره راټول شوي وو ، د کابل په لوېديځ کې د تبيان پر کلتوري – ټولنيز مرکز او اوا خبري اژانس په داسې حال کې ځانمرګي ترهګر بريدونه وشول، چې په کې مدني فعالين پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل د غندنې لپاره راټول شوي وو. په دغه مرکز تر غرمې مخکې درې ځانمرګي بريدونه وشول. ډېر به دا وايي،چې ګنې د تبيان کلتوري مرکز د ايران په مرسته جوړ شوی،خو په اصل کې دا د دښمن هغه ناوړه هڅه ده ،چې په دا ډول بريدونو سره د افغانانو ترمنځ توکميز اختلافونه را ولاړوي، خو دښمن دې پوه شي ،چې دا ډول بريدونه د افغانانو ملي وحدت ته کوم زيان نه شي اړولی او نه هم د افغانو ملي هوډ ماتولی شي! دلته د شيعه او سني ترمنځ توپير نه شته ،بلکې ټول يو متحد او سرلوړی ملت دی، چې تل يې د دښمن پرضد په ملي يووالي غږ پورته کړی او د دښمن تر پښو لاندې يې مځکه سور اور اړولې ده، خو دلته مهمه مسئله دا ده چې بايد د دغه راز دښمن مخنيوی وشي، ملي امنيت بايد د دښمن هر ډول خوځښتونه کشف او وځپي، دا چې د تبيان کلتوري او رسنيز مرکز ولې په نښه شو او په دغه مرکز کې د شوروي د سرو لښکرو د يرغل د ۳۸ مې کليزې د غندنې لپاره پر راغونډو شويو خلکو د دغه بريد لپاره ولې زمينه برابره شوه؟ بايد په دې اړه دقيقې څېړنې وشي، څوک په کې لاس لري او ولې د يرغلګرو مخنيوی ونه شو؟  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغه بريد د سختې  غندنې تر څنګ امر کوي ،چې د دې پېښې په اړه ژور او هر اړخيز تحقيقات وشي. د ولسمشر په پيغام کې ويل شوي ((تروريستي ډلې او د هغوی ملاتړ کوونکي بايد پوی شي چې افغانان متحد دی او د خپلو دښمنانو هرې دسيسې په وړاندې يوموټی ولاړ دی؛ دا وحشيانه بريدونه به د افغانانو اراده کمزورې نه کړي.)) په هر حال دا بريد يو ځل بيا په سختو ټکو غندو او پر امنيتي او کشفي ځواکونو غږ کوو ،چې د دغه ډول دښمن مخنيوی وکړي او خلکو ته د ژوندانه خوندي او ازاده فضا برابره کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha