صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | ملت د ولسمشر او اجرائيه رييس له دريځه ملاتړ كوي!

ملت د ولسمشر او اجرائيه رييس له دريځه ملاتړ كوي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملت د ولسمشر او اجرائيه رييس له دريځه ملاتړ كوي!

د بلخ د پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند د مهم غړي عطا محمد نور استعفا د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا منل شوې او په دې كې د تا ويلي او ما ويلي هېڅ كوم دليل نه شته او نه هم دا كومه ټكه ده ،چې د ملت پر سر را پرېوزي! سره له دې ،چې عطا محمد نور او د ده پلويان پر ولسمشر نيوكې كوي او تر څنګ يې په دې كې د حكومت اجرائيه رييس ملامت بولي ،چې ګنې عطا محمد نور به دنده پرې نږدي ،نو دا ګواښونه څوك نه شي وېرولى او نه هم د حكومت تصميم په شا تمبولى شي، د ولسمشر محمد اشرف غني دا تصميم چې د عطا محمد نور استعفا يې منلې، د ولس له تاوده هركلي سره مخ شوى او دا يې قانوني صلاحيت دى. د افغان حكومت اجرائيه رييس هم د دې پرېكړې ننګه او ملاتړ كوي، ده پرون د وزيرانو شورا په غونډه كې په زغرده د ښاغلي نور څرګندونې او ناسم دريځ رد كړ او زياته يې كړه ،چې د اسلامي جمعيت له ګوند سره يې په مشوره د ښاغلي نور استعفا منلې ده،

اجرائيه رييس ډاكټر عبدالله عبدالله زياته كړه ،چې د ښاغلي نور ګواښونه او له واكه يې ګوښه كول به پرملت تندر را ونه غورځوي! په هر حال د نظام مخالفين تيار په كمين كې ناست دي او د ناروا واك ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي ،دوى د ښاغلي نور د استعفا مسئله جنجالي كړې او د ځان په ګټه يې ترې كړكېچ جوړ كړي، له دې ډلې د هرات پخوانى والي او د حامد کرزي په کابينه کې دانرژۍ او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان،چې يو وخت يې ځان د ښاغلي نور په څېر د لوېديځ امير باله ،وايي چې ګنې د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور دې په خپل ځاى پاتې شي. اسماعيل خان چې په هرات کې يې خبري غونډې ته د يکشنبې په ورځ خبرې کولې وويل چې حکومت د اساسي قانون پر خلاف رامنځته شوى!؟ ده ويلي چې د ولسمشرغني له خوا د عطامحمد نور د استعفا منل او يا په دې برخه کې د هغه حکم د قرآن ټکي نه دى چې په ماتولو يې څوک کفر ته وځي. اسماعيل خان وويل چې حکومت د جهادي څېرو په بې واکه کولو سره د حکومت له داخله د حکومت پر ضد جبهه پرانيستې او غواړي چې په دې توګه خپلې ناکامۍ پټې کړي. اسماعيل خان د عطامحمد نور دا خبره تکرار کړه چې د ده په حذفولو سره به په شمال کې د طالبانو او داعش نفوذ زيات شي، خو په شمال کې د ۷۰۷ پاميرقول اردو قوماندان جنرال بابه جان وويل چې دوى د سيمې کنټرول په لاس کې لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په شمال کې ناامنۍ جوړې کړي.‌ اسماعيل خان په هېڅ توګه دا واك نه لري ،چې ولسمشر ته ګواښ وكړي او يا يې هم قانوني تصاميم تر پوښتنې لاندې ونيسي. نور يو جګړه مار شخص دى او د افغان مجاهد ملت په پلمه يو ځل بيا د واك جريزه نه شي رامنځته كولى. اسماعيل خان دې په ځان وډار شي ، د ملت ورسره ډېر ډېر حسابونه دي چې بايد تصفيه شي. ښاغلى اسماعيل خان او عطامحمد نور دوه له هغو افغان جنګسالارانو څخه دي چې ويل کېږي په تېرو ۱۶ کلونو کې يې د نړيوالو مرستو او د افغانستان د داخلي عوايدو ډېرې برخې لوټلې او پانګې يې زرګونو ميليونو ډالرو ته رسولې دي.‌ په هر حال ملت د ولسمشر او اجرائيه رييس دريځ ستايي او دا د موازي جوړښتونو او د غير قانوني واكمنو جزيرو او لوټمارانو پرضد لوى اقدام بولي، د ملت او نړيوالې ټولنې ستره غوښتنه دا ده چې دا ډول كسان بې واكه او صلاحيتونه يې هغو كسانو ته وسپاري ،چې ملي مفكوره او هوډ ولري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha