صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په افغانستان کې د داعش په اړه د روسيې اندېښنې د څه لپاره؟

په افغانستان کې د داعش په اړه د روسيې اندېښنې د څه لپاره؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې د داعش په اړه د روسيې اندېښنې د څه لپاره؟

له ډېرې مودې را په دې خوا روسانو د افغانستان د امنيت او ثبات پرضد خوله پرانيستې او په دې اړه له حقيقته لرې څرګندونې كوي، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير كابلوف يوځل بيا ويلي چې ګنې په افغانستان كې لس زره !؟داعشيان فعاليت كوي او د ده په خبره آن شمالي سيمې يې هم ناامنې كړې او وايي چې داعش د افغانستان له شماله روسيه او په منځنۍ اسيا كې د دوى متحدين ګواښوي، خو روسان دا نه وايي چې داعش ډلې افغانستان ته له كومه ځايه راځي؟ پاكستان چې د داعش په شمول يې لسګونه ترهګرې ډلې روزلي او افغانستان ته د داعش په نامه ترهګره ډله هم رالېږي ،خو همدا پاكستان بيا د روسانو دوست هېواد دى!؟ ضمير كابلوف په همداسې حالت كې بيا د پاكستان پر دې كړنو سترګې پټوي. افغان حكومت د كابلوف خبرې ردوي. د ملي دفاع وزارت وايي چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او اوس‌يې شمېر له زرګونو، سلګونو ته راښکته شوى دى. د دغه وزارت وياند جنرال دولت وزيري آزادۍ راډيو ته ويلي ،چې د ضمير کابلوف دا څرګندونې ردوو. ضمير کابلوف ريانويستي خبري اژانس ته ويلي چې په افغانستان کې څه ناڅه ۱۰ زره داعش جنګيالي فعال دي، په سوريه او عراق کې مات شوي داعشيان افغانستان ته راتښتېدلي او له تاجکستان او ترکمنستان سره په پوله كې ځاى پر ځاى شوي چې دغه کار روسيه اندېښمنه کړې ده :

(( په افغانستان کې د داعش جنګياليو مرکزونه د مرکزي اسيا او د روسيې د جنوبي سيمو لپاره ستر ګواښ دى. )) کابلوف دا هم ويلي چې له ناټو يې د هغو هيلکوپټرو په اړه ځواب نه‌دى ترلاسه کړى چې په افغانستان کې داعش جنګياليو ته وسلې لېږدوي، خو د افغانستان ددفاع وزارت وايي ،روسيه له فضا د عکس او وېډيو اخيستلو پرمختللې سپوږمکۍ لري او کولى شي چې د دغو ادعاوو د ثابتولو په تړاو اسناد راټول او په دې توګه د داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي. د ملي دفاع وزارت ځواب سم او پر ځاى دى، خو روسيه ناوړې موخې لري او دا ډول ناسمې څرګندونې وخت او ناوخت كوي. روسيه د پخواني شوروي اتحاد د وژل شوې واكمنۍ د بېرته را ژوندۍ كولو هڅې كوي!؟  د دې لپاره ستره پلمه داعش ډله ده، په لومړي ګام كې د روسيې سترګې د منځنۍ اسيا پر هغو هېوادونو ور خښې دي، چې په افغانستان كې يې د سرو لښكرو له ماتې وروسته له شوروي اتحاده آزادي اخيستې ده،

 د روسيې ولسمشر پوتين هم وايي چې ګنې له افغانستانه روسيه په خطر كې ده، په دې پلمه به د منځنۍ اسيا د لاندې كولو لپاره خپل عسكر په بېلابېلو هېوادونو كې ځاى پر ځاى  كړي او خېټه به پرې واچوي او دليل به يې هم دا وي ،چې ګنې د ترهګرۍ مخنيوى كوي، خو روسيه بيا هم تاوان كوي، شورويان په دې كې مات شوي او لويه امپراتوري يې هم دړې وړې شوې ده، خو روسيه كولى شي، چې د ترهګرۍ د ځالو په له منځه وړلو كې له افغانستان او نړيوالو ځواكونو سره مرسته وكړي. دا د ترهګرۍ د خطر د له منځه وړلو لپاره غوره اقدام دى، نه دا چې په لوى لاس د ترهګرۍ ملګري هېوادونه دوست وګڼي او د خپلو ناوړو موخو لپاره د خلكو سترګو ته خاورې ور وشيندي. روسيه دې پوه شي چې اوس په زور د ملتونو د لاندې كولو او پرې د خېټې اچولو وخت پاى ته رسېدلى او ځاى يې تل پاتې ګډو ګټو او له يو بل سره همكاريو نيولى دى. افغانستان له روسيې سره د دغو همكاريو ښه فرصتونه را منځته كړى، په دې كې سيمه شريكه شوې ،خو روسيه دې هم په كې راګډه شي او تل پاتې ګټې دې ترې پورته كړي.


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha