صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د وړ،ژمنو او رښتينو شخصيتونو ګومارنه د نظام ستره غوښتنه ده

د وړ،ژمنو او رښتينو شخصيتونو ګومارنه د نظام ستره غوښتنه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وړ،ژمنو او رښتينو شخصيتونو ګومارنه د نظام ستره غوښتنه ده

د افغانستان د خلكو د يوې سترې ملي وثيقې په توګه د اساسي قانون د حكمونو له مخې،چې لومړي د اسلام د سپيڅلي دين د حكمونو او بيا د ولسواكۍ سترو ارزښتونوته په كتو سره جوړ او نافذ شوى دى د هېواد د اوسني دموكراتيك ، ولسواك ،وګړني او ولسي نظام ډېره ستره غوښتنه داده چې د ټولو قومونو،قبيلو،توكمونو او نورو بېلابېلو پرګنو په ګډون دافغانستان د خلكو د ارادې دښكارندويې قوې په توګه د منتخب او ټاكل شوي جمهور رييس په مشرۍ افغان حكومت بايد داسې اشخاص او افراد پر دولتي اوحكومتي دندو وګوماري چې په خپلو ورسپارل شويو دندو او چاروكې له پوره پوهې ،درايت،مديريت ، وړتيا ،مهارت او زياتې تجربې څخه برخمن وي ، د خلكو پروينو يې لاسونه سره نه وي او يا داسې كسان نه وي.چې پخوا يې په آسمان كې ستوري او پرځمكه سيوري نه درلود او اوس په داخل او آن په بهر كې د ډېرو آسمان څكو برجونو ، دنگودنگو ماڼيو ، سترو او كوچنيو ښارګوټو او نورو زياتو لوړ پورو ودانيو او شتمنيو خاوندان دي، په داسې حال كې چې د بيكارو لوستو او نالو ستوځوانانو ،يتيمانو ،بې وزلو،وږو،تږو ،بربنډو،كونډو رنډو ،بوروښځو،معلولينو او معيوبينو په ګډون دافغانستان نور زيات لالهانده او سرګردانه خلك آن د يوې مړي وچې ډوډۍ د ترلاسه كولو وس نه لري،

 نوپردې بنسټ يادو واقعيتونو ته په پام سره ډېره اړينه برپښي چې د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ دافغانستان حكومت د دولت جوړولو اصولوته په كتو سره د هېواد وزارتونو، قضايي او عدلي ارګانونو او دغه راز سيمه ييزو او نورو ادارو ته داسې كسان غوره كړي او ويې ټاكي چې د خپلې دغې جګړه ځپلې خاورې د كلونو كلونو ځورېدلو كړيدلو،بيكارو، بې وزلو،بې ځايه شويو او راستنو شويو كډوالو ،معيوبينو او معلولينوته درښتينو خدمتونو د سرته رسولو جرګه شي او له دې لارې د قدرت د ګدۍ او پيسو د لېونيانو، ټېكه دارانو،جنګسالارانو،قوماندانسالارانو  ،زورواكانو او جنګي جنايتكارانو د ځان غوښتنې او قدرت پالنې  زياتو ناندريو او داسې نورو د خندا وړ ناوړو عملونو او دواك تر لاسه كولوبې ځايه جزيرو ته د پاى ټكى كېږدي او له دې لارې د خپلو هغو ټولو ښه زړو،پاك زړو او ساده زړو خلكو باور راخپل كړي چې د وطن او سولې ددښمنانو له ګواښونو سره سره يې د ټاكنو پر مهال رايې وركړي او باوريې پرې كړى دى، لكه چې د بلخ ولايت ته د نوي والي د ټاكلو پر سر د رامنځ ته شويو ناندريو او ناروسورو په غبرګون كې دافغانستان د جمهوري رياست په يوې خپرې شوې خبرپاڼه كې هم په زغرده دا ويل شوي دي چې دبلخ په څېر د هېواد سيمه ييزو او نورو اداروته د وړكسانو د مقرريو واك يوازې او يوازې د افغانستان د حكومت له مشرتابه  سره دى چې د نظام د يوې سترې غوښتنې په توګه د ژبې،قوم، قبيلې او سمت په نومونو د توپير پالنې د ډېر ناوړه چلند له كارولو پرته د هېواد پاك،صادق،وړ،پوه،ماهر ،مسلكي او آزمايل شوي كسان غوره كوي او پر دولتي دندو يې  ګوماري چې له دې پرته به ديوې ډېرې ښې لاس ته راوړنې په توګه د هېواد اوسنى وګړنى او ولسواك نظام دړې وړې شي او ځاى به يې استبدادي نظام ونيسي ،لكه چې داسلامي جمعيت د انسجام  شورا غړيو دافغانستان له ولسمشر سره په كتنه كې هم يادو ټكوته ګوته ونيوله او په زغرده يې دا وويل، چې دافغانستان له اساسي قانون سره سم په دولت كې تقرر، تبديلي او تقاعد يو مهم اصل او دنظام ستره غوښتنه ده چې ولسمشر غني يې هم هر كلى وكړ او په دې اړه يې دافغانستان د اساسي قانون پر پلي كولو ټينګار وكړ.وړانديز دا دى چې د بلخ د پخواني خپلسري او مستعفي والي عطا محمد نور په څېر د دولتي كاركوونكو د تقرر، تبديلۍ او تقاعد په اړه له اساسي قانون څخه له سرغړوونكو سره بايد د ياغي او باغي په توګه داسې سخت قانوني چلند وشي او په جزا دې ورسېږي چې د نورو خپلسرو ياغيانو او باغيانو د پوره عبرت سبب وګرځي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha