صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | امريكا دې له پاكستان سره د خبرو او نرم چلند پاليسۍ ته د پاى ټكى كېږدي

امريكا دې له پاكستان سره د خبرو او نرم چلند پاليسۍ ته د پاى ټكى كېږدي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريكا دې له پاكستان سره د خبرو او نرم چلند پاليسۍ ته د پاى ټكى كېږدي

پرون غرمه پاکستان ته د امريکا د دفاع د وزير جېمز مټېس لاړ او د اسلام اباد له چارواكيو سره يې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړتيا خبرې وكړې. د دغه د سفر تر څنګ افغان چارواكو هيله ښكاره كړه ،چې اسلام اباد ته دې دغه سفر ښې پايلې ولري او امريکا دې اسلام‎اباد اړ كړي ،چې د ترورېزم له ملاتړه لاس په سر شي. دا په داسې حال كې ده ،چې د افغانستان او جنوبي اسيا د هېوادونو لپاره د امريكا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلام شوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې پوره شوې، خو پاکستان د ترورېزم پاللو پالېسي نه‎ده بدله کړې. په افغانستان كې ګڼ ترهګر بريدونه پاكستان پلان كړي او دغه راز يې د طالب ،داعش او ترهګر په جامو كې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره ملېشې په دوامداره توګه را استولې دي. خو ښاغلي مټېس اسلام اباد ته د سفر په درشل کې ويلي، لازمه نه‎ده چې پر اسلام اباد فشار راوړي، خو تمه‌يې هم ښکاره کړه چې له ترورېزم سره په مبارزه کې پاکستان بايد په خپلو ژمنو ودرېږي.

دوې مياشتې وړاندې هم ښاغلي مټېس په تُنده لهجه ويلي وو، امريکا يو وار بيا په دې هڅه کې ده چې له هر ضروري اقدام وړاندې له د ترهګرۍ له ملاتړي هېواد پاکستان سره خبرې وکړي. په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي ځينو رسنيو ته ويلي، امريکا غواړي پر پاکستان فشار راوړي چې تر راتلونکي پسرلي پورې طالبان د افغان دولت سره خبرو ته کېنوي.دغه چارواكي ويلي: (( د ډونالد ټرمپ له اعلام شوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې تېرېږي، خو پاکستان له ترورېزم سره په مبارزه کې هېڅ مثبت اقدام نهدى کړى. )) دا مسئله د اندېښنې وړ ده، ورسره په څنګ كې پاكستان هغه حافظ سعيد، له بنده خوشى كړى ،چې امريکا د ترهګر په توګه پېژندل و او پر سر يې۱۰ ميليونه ډالره جايزه ټاکل شوې ده. د پاکستاني چارواکو دغه اقدام په هندوستان کې هم غوسه راپارولې ده ،حافظ سعيد د جمعيت الادعوا سازمان مشري کوله چې ډېر کسان يې د لشکر طيبه ياغي ډلې، وړاندې کېدونکې څېره بولي. هندي چارواکي باور لري چې لشکر طيبه په ۲۰۰۸م کال کې د هند په ممبي کې بريدونه پلان کړي وو چې په کې ۱۶۸ کسان ووژل شول.پاکستان په ممبي کې له بريدونو راهيسې څو وارې حافظ سعيد نيولی او آزاد کړی دی.سعيد په عام محضر کې په کشمير کې د هنديانو د حاکميت پر ضد جنګېدونکو ياغيانو ملاتړ کړی دی. د کشمير په هغه برخه کې چې د هندوستان تر کنټرول لاندې ده، ډېر کسان د دې پر ځای چې له پاکستان سره يوځای شي، د خپلواکۍ پلويان دي. دغه راز پاكستان د حقاني ډله چې په افغانستان كې پرې ترهګر بريدونه كوي، د خپل پوځ (( ښى مټ )) بولي. همدارنګه نورې ډلې هم شته چې پاكستان يې د خپلو ناوړو موخو او په افغانستان كې يې د تپل شوې جګړې د دوام لپاره كاروي.نو ګرانه به وي، چې په خبرو دې پاكستان له دې ناوړې پاليسۍ لاس په كړل شي. پاكستان د خبرو له لارې په هېڅ توګه نه شي اړ كېداى ،چې ترهګري پرېږدي، ځكه د ترهګرۍ پر مټ په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان كې بدماشي كوي او پر ملكي ،پوځي او ديپلوماتيكو موخو پر له پسې بريدونه كوي او پر افغانستان يې يرغلونو ته زور، وركړى دى. له همدې امله له امريكا غوښتنه كېږي ،چې له پاكستان سره د خبرو او نرم چلند پاليسۍ ته د پاى ټكى كېږدي او لكه څرنګه يې چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ستراتيژي اعلام كړې، په عمل دې لاس پورې او د ترهګرۍ ځالې او ملاتړې كړۍ يې دې له منځه يوسي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha