صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د مخدرو موادو د توليد په کارخانو بريدونه

د مخدرو موادو د توليد په کارخانو بريدونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخدرو موادو د توليد په کارخانو بريدونه

په افغانستان كې د امريكا ،ناټو او افغان ځواكونو له خوا د مخدرو موادو د توليد پر كارځايونو سخت بريدونه پيل شوي دي،افغان حكومت د دغو بريدونو تود هركلى كوي، د ارګ غوښتنه دا ده چې د مخدرو موادو د توليد او قاچاق ټول ځايونه دې په نښه او له منځه يووړل شي. په افغانستان كې د ناټو ځواكنو عمومي قوماندان هم د دې پديدې د كارځايونو د له منځه وړلو لپاره د سترو عملياتو خبره كړې ده، جنرال نيكولسن ويلي، چې د مخدرو موادو د كارخونو د له منځه وړلو پر نيت يې نوي او پراخ پوځي عمليات پيل كړي دي. جنرال جان نيکلسن وايي له افغان ځواکونو سره په ګډه دا عمليات د طالبانو پر ضد او په خاص ډول د هغوى د مالي سرچينو د ختمولو لپاره پيل شوي دي. نوموړي وويل په دغو عملياتو کې په لومړي ځل له B-52 الوتکو څخه هم کار واخيستل شو داسې رپوټونه هم وركړل شوي ،چې په دغو عملياتو كې اف ۲۲ جنګي الوتكې هم كارول شوې او د مخدرو موادو ټول اته مرکزونه يې ويجاړ کړل. نيكلسن وايي افغان ځواکونو هم د طالبانو د نېشه يي توکو څلور فابريکې ويجاړې کړې.

 جنرال نيکلسن وويل چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د توليد کارخانې د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ دي، خو ژمنه يې وکړه چې په راتلونكې کې به دا مرکزونه هم ختموي. ده وويل عمليات دقيق وو او هڅه وشوه چې ملکيانو ته زيان وانه اوړي. دغه امريکايي جنرال وويل په کومو سيمو چې بمباري شوې، له ډېره مخکې تر څار لاندې وې او په اړه يې استخباراتي معلومات راټول شوي وو.ده وويل په يوې کارخانې کې د بمبارۍ پر مهال ۵۰ بيلره مخدر مواد موجود وو.
د افغانستان د ولسمشر
ۍ ماڼۍ د دغو بريدونو او مخدرو موادو پر ضد د ګډو عملياتو هركلى كوي، د افغانستان حکومت په ډاګه کړې چې اوسنۍ جګړه د نېشه‌يي توکو جنګ او د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو د تمويل اساسي سرچينه بلل کېږي او ترورېستان له دې نه په استفادې فعاليت کوي. افغان حکومت د مخدرو موادو د پروسس د سرچينو په نښه کولو کې جدي دى او تدابير هم ورته نيول شوي دي. افغان حکومت په هېواد کې سوله او ثبات د مخدرو موادو پر وړاندې په جدي مبارزې پورې تړلې بولي. دا د افغان حكومت پوخ او نه ماتېدونكى دريځ دى او تر څو يې چې د مخدرو موادو مخنيوى نه وي كړى، هېڅكله به هم له دې مبارزې په شا نه شي. دا چې په دې كې د امريكا تر مشرۍ لاندې د ناټو ملاتړ هم ورسره دى، د دې مبارزې بريا يقيني كوي. مخدر مواد يوازې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مالي منابع نه دي، بلكې د انساني ضد كړنو او سترو سترو جنايتونو لامل هم دي، ګڼې كورنۍ او نړيوالې كړۍ او په تېره يو شمېر هېوادونه د افغانستان له مخدرو موادو خپلې عايداتي زېرمې ډكوي، يعنې د جګړې دوام د مخدرو موادو د عوايدو لپاره هم دى، دا تپل شوې جګړه هم د دې ګټو لپاره روانه ده. موږ داسې شمېرې لرو چې يو شمېر هېوادونه له دغو مخدرو موادو ستر كلني عوايد تر لاسه كوي. كه څه هم دا جګړه به اسانه نه وي، خو دا چې پياوړى هوډ موجود دى، دا به بريالۍ كېږي. د امريكا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ستراتيژۍ كې هم د سويلي اسيا لپاره دا ځاى لري او هم افغان حكومت د خپل هېواد د عزت د خوندي كولو لپاره لاس په كار شوى دى. مخدرو موادو چې افغانستان په نړيواله كچه بدنام كړى، د حكومت ستر مسووليت دى، چې د بدنامۍ دا داغ د هېواد له لمنې پاك كړي، دې ته جدي اراده شته او دا مبارزه به په ښه توګه پر مخ ځي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha