صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په بندرونو کې دې د توکو د انتقال لپاره تاسيسات جوړ شي

په بندرونو کې دې د توکو د انتقال لپاره تاسيسات جوړ شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په بندرونو کې دې د توکو د انتقال لپاره تاسيسات جوړ شي

دا ريښتيا ده چې د پلازمېنې كابل ۷۵ سلنه ودانۍ او ښارګوټي غير معياري دي او د ولسمشر محمد اشرف غني په خبره پر دې غير معياري ودانيو او كارونو په سمه توګه كار نه دى شوى، له همدې امله دا د سترې ستونزې مسئله ده او د ژوندانه خنډونه يې ډېر كړي دي، له بده مرغه دا د تېرو نظامونو ستره ستونزه ده چې اوسني نظام ته په ميراث ورپاتې ده، د كابل ښارګوټي يا په غصب شويو مځكو جوړ شوي ،يا غير معياري دي او يا هم په كې د خوندي ژوندانه ارزښتونه له سره ليدل كېږي هم نه! هر چا لاس ټيټ كړى او وهنه يې كړې ده. كه هر زورواكي او هر چارواكي د پيسو د خوړلو او يا د مځكو د غصب او په كې د پيسو د سپينولو لپاره ودانۍ جوړې كړي، بس حكومت هم نه دي پوښتلي. دغه راز موږ وليدل چې د كابل سړكونه به له پخولو وروسته بېرته خامېدل او داسې څوك نه و، چې د دغو شركتونو له څښتنانو حساب وغواړي او يا هم اړ شي، چې لږ ترلږه يې چارې معياري او د ولس ژوند په كې خوندي وي!؟ دغه حالت د سترې اندېښنې وړ دى، خو اوسني حكومت ته د نه منلو دى، وايي : (( د دولت مال ، درد لري، خو مرګ نه! ))

وړمه ورځ  د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد د عالي شورا په غونډه كې چې په ارګ کې جوړه شوې وه. د افسوټر شرکت د استوګنې بلاکونو د ارزونې، د مخابراتو په برخه کې د خصوصي سکتور د ستونزو، له پاکستانه د افغانستان د عوايدو د لېږد او د هېواد د خصوصي ترانسپورټ د ملاتړ او هڅونې د راپورونو  په اړه بحث وشو. ولسمشر د افسوټر شركت په غير معياري ودانيواندېښنه وښوده ،ده وويل ،چې په خير خانه مېنه كې د افسوټر د بلاکونو ټولې ساختماني نقشې غيرمعياري او نيمګړې دي،ستره غوښتنه دا وه  هغه مسوولين چې مخکې يې د يادو بلاکونو د غيرمعياري او د قانون خلاف جوړولو اقدام کړى ، بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل او محاكمه شي. د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي د کابل د خېرخانې مېنې په لومړۍ برخه کې د افسوټر شرکت د استوګنې بلاکونو په اړه معلومات ورکړل او د يادو بلاکونو عمده تخنيکي نېمګړتياوې يې مطرح کړې او وې ويل، د افسوټر د استوګنې د بلاکونو ټولې ساختماني نقشې غيرمعياري او نيمګړې دي او مخکې هم د دې پروژې کاري بهير نه دى کنټرول شوى. ده زياته کړه، هراړخيزې مطالعې او ارزونې ته اړتيا ده او هغه مسوولين چې مخکې يې د يادو بلاکونو د غيرمعياري او د قانون خلاف جوړولو اقدام کړى و او په قضيه کې شامل دي، بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شي. جمهوررييس غني په دې اړه وويل، بايد په ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ کې د ودانيو جوړولو په برخه کې لازم ظرفيتونه رامنځته شي. ده له اړوندو ادارو وغوښتل چې د ودانيو د کنټرول او نقشې په اړه دې جامع راپور ترتيب او وړاندې کړي. ده له حقوقي اړخه د افسوتر موضوع پر هر اړخيزې ارزونې ټينګار وکړ وې ويل: د حکومت لپاره اساسي مسئله د خلکو د ځان او مال ساتنه ده او د خلکو د ژوند د خوندي ساتلو په خاطر د معياري ودانيو د  جوړولو تدابيرو او پلانونو ته اړتيا ده. جمهوررييس غني څرګنده کړه، د افسوټر د بلاکونو په اړه دې له متخصصې او تجربه لرونکي کمپنۍ سره خبرې وشي او د هغو پر جرمي برخو، حقوقي او تخنيکي ابعادو دې غور او څېړنه وشي. دغه راز ډېرې مسئلې تر بحث لاندې دي ،د ولسمشر غني دې كور ودان وي ،چې پر دغو ستونزو بحث كوي او له خلكو سره پر حساب كولو ټينګار لري. دا پر حكومت د باور فضا ټينګه ساتي او ولس ته هيلې وركوي،چې حكومت يې د ژوندانه د خونديتوب هلې ځلې پراخې ساتلې دي. سربېره پر دې ناړامه او د چور او تالان خلك او څېرې هم بربنډوي او مالومېږي ،چې چا د خپلې واكمنۍ پر مهال د ملت لپاره څه كړي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha