صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د آسيا د کرېکټ جام ګټل او د افغانانو ستره تاريخي بريا !

د آسيا د کرېکټ جام ګټل او د افغانانو ستره تاريخي بريا !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د آسيا د کرېکټ جام ګټل او د افغانانو ستره تاريخي بريا !

ځوانو افغان اتلانو پرون د آسيا دکرېکټ لوبو جام پورته او د هېواد په نوم کړ. دا لومړی ځل و ،چې له۱۹ کلونو کم عمره ځوان افغان اتلان د آسيا د کرېکټ پر سياليو ورګډ شول، په کې په حيرانوونکې توګه ولوبېدل او تر پايه په ستره مېړانه د لوبو په ډګر کې پاتې او خپل سيال پاکستان ته يې په شرموونکې ماتې سره د دغو اتلوليو جام پورته کړ! دا لومړی ځل دی ،چې د افغانستان له ۱۹ كلونو کم عمره ملي لوبډله د آسيا د خپلو همځولو د کرېټ په سياليو کې ګډون کوي او دغه جام ګټي. افغان اتلان له دې وړاندې چا په دغو لوبو کې پرېښودل هم نه، خو اوسنيو اتلوليو يې وښوده چې په سيمه کې يې د سيالۍ ساری نشته! افغان تنکيو ځوانانو په دغو لوبو کې يوازې يوه لوبه بايللې ،خو نورې ټولې يې په ستر توپير وګټلې. د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د افغانستان ملت ته د دغې سترې او تاريخي بريا مبارکي وايي. ده ويلي: (( د افغانستان ځوانې لوبډلې په پاىلوبه کې د پاکستان د نولس کلنو د كرېكټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده چې د خپل هېواد لپاره د اتلولۍ جام وګټي. ))

 د آسيا د ۱۹ کلنو لوبډلو د کرېکټ لوبې په ماليزيا کې وشوې، افغان لوبډله په پاىلوبه كې له پاكستان سره مخ شوه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره يې په پنځوس اوريزه لوبه کې د پاكستان په وړاندې ۲۴۸ منډې جوړې کړې. د دې لوبې لومړى بيټنګ افغان لوبغاړو وکړ او ۲۴۷ منډې يې جوړې کړې. په ځواب کې پاکستاني لوبغاړي د ۶۳ منډو په جوړيدو وسوځېدل. د افغانستان له لورې اکرام علي ۱۰۷ منډې جوړې کړې او افغان ټيم يې پر پښو ودراوه، ده ته د غوره لوبغاړي جايزه هم وركړل شوه. د بالنګ په برخه کې مجيب ځدارڼ يو ځل بيا د پاکستان لوبغاړي داسې وسوځول چې د لوبې پر مهال بهرني تبصره کوونکي ويل چې د افغانستان له خوا دغه يو مجيب د پاکستاني لوبغاړو لپاره بس دى. مجيب ځدراڼ د پاکستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل او د جايزې وړ وګڼل شو. په همدې اتلولۍ کې په خپل ګروپ کې هم افغان لوبغاړو پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه، هغه پلا هم مجيب د پاکستان ۶ لوبغاړي سوځولي وو. په دې لوبو کې مجيب له لويه سره ۲۰ ويکټې واخيستې. په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سليزه وکړه، رحمن الله ګوربز ۴۰،ابراهيم ځدراڼ ۳۶ او دروېش رسولي ۱۸ منډې وکړې. د پاکستان لوبډلې ټاکلي هدف پوره نه کړ او سخته ماتې يې وخوړه. د کرېکټ کارپوهان دې سترې بريا حيران کړي دي، دوی وايي: (( افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو پاکستان ته په تاريخي ماتې ورکولو سره داسې پړاو رامنځ ته کړ، چې د کرېکټ نړۍ ته يې د نوي نسل اتلان وړاندې کړل.)) په دې سياليو کې افغانستان نيپال ته په ماتې ور کولو سره پايلوبې ته ووت او له پاکستان سره مخ شو. د افغانستان لپاره د آسيا جام پايلوبې ته وتل هم تاريخي برى بلل شوی دى، ځکه دا لومړى ځل دى چې افغانستان د دغو اتلوليو پايلوبې ته وځي او دا لوبه ګټي. په دې سياليو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له پاکستانه په ستر توپير ګټلې، دويمه يې سريلانکا ته بايلوده، خو درېيمه يې له اماراتو په لوى توپير وګټله. د آسيا کپ د ۱۹ کلنو لوبډلو سيالۍ په ماليزيا کې د نومبر پر ۱۱ مه پيل شوې وې. په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، هند، سريلانکا، بنګله دېش، متحدو عربي اماراتو، نيپال او د کوربه ماليزيا لوبډلو ګډون درلود. دغه اتل ځوانان له لويې بريا سره هېواد ته راځي، دا د افغانستان لپاره ستر وياړ او د لوبو په ډګر کې ستره بريا ده او د دوی سترې او تاريخي برياوې دې تلپاتې وي ،له همدې امله د دې سترې بريا مبارکي وايو او پر خپلو مشرانو او ملي پانګوالو غږ  کوو چې دا اتلان وستايي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha