صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ترهګرو د ځپلو لپاره دې د نړيوالې امنيتي غونډې پرېكړې هرو مرو پلې شي

د ترهګرو د ځپلو لپاره دې د نړيوالې امنيتي غونډې پرېكړې هرو مرو پلې شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترهګرو د ځپلو لپاره دې د نړيوالې امنيتي غونډې پرېكړې هرو مرو پلې شي

دبشر د ډېر ستر او گډدښمن په توګه دداعش ،القاعده ،طالبانو او د حقاني شبكې په ګډون د ترهګرو دځپلو اود پاكستان په څېر دهغوى دملاتړ كوونكو، توليد وونكو اوصادروونكو هېوادونو دشومو توطئو او ناوړو موخو دشنډولو اوناكامولو لپاره دنړۍ دبېلابېلو هېوادونو دغوڅو او رښتينو مبارزو دلاسختوالي او زياتوالي او د داسې نورو امنيتي ګامونو د پورته كولو په موخه وړمه ورځ دكاناډا په هېواد كې نړيواله امنيتي غونډه جوړه شوه چې دافغانستان په ګډون دنړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوړيوړو چارواكو اود بين المللي سازمانونو اونورو نړيوالو بنسټونو استازو په كې برخه اخيستې وه چې دترهګرو له شره دافغانستان ،هند ،سوريي،عراق، سوماليې، نايجيريا، بنګله دېش، پاكستان او آن دامريكا، فرانسې، بريتانيې، جرمني،بلجيم او دغه راز د سيمې او نړۍ د نورو هېوادونو د خلكو دژغورلو اوداسې نورو نړيوالو امنيتي تدبيرونو دنيولو لپاره داغېزمنو پرېكړو په صادرولو سره پاى ته ورسېده. د دغې غونډې په پرېكړو كې له ټولو برخه والو هېوادونو څخه په كلكه غوښتنه شوې چې په سيمه كې دې دترهګرو د ځپلو اودهغوى دملاتړكوونكو، توليدوونكو،صادروونكو، روزونكو او وسله وال كوونكو هېوادونو دشومو توطئو دبيخي شنډولو او ناكامولو لپاره ديادې نړيوالې امنيتي غونډې دصادروشويو پرېكړو دپلي كولو په موخه له خپل ټول ځواك او امكاناتو څخه كار واخلي اوپه دې برخه كې دې خپلو شويو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندي اوله دې لارې دې

د سيمې او نړۍ امنيتي،اقتصادي اوسياسي ثبات پرځلېدو راولي اوپه دې توګه دې بشرته د سترو او رښتينو خدمتونو د سرته رسولو جوګه شي اود سيمې او نړۍ كوم هېوادونه چې ددغې نړيوالې امنيتي غونډې دپرېكړو د پلي كولو لپاره له خپلو ژمنو څخه سرغړونه وكړي بايد دهغو پرضد د زياتو اقتصادي بنديزونو له لګولو اوداسې نورو پوځي اوسياسي فشارونو څخه كار واخيستل شي او له نړۍ څخه دې ګوښه كړاى شي . او آن تردې پورې چې دپاكستان په څېر دنړۍ په دغه ډول خپلسرو ،پاروونكو، مخربو اوتېرى كوونكو هېوادونو كې دې ترهګر اودهغوى ځالې او روزنځايونه په نښه شي ،نيست او نابود دې شي او د سيمې او نړۍ دهېوادونو د خلكو د وژلو او داسې نورو فجيعو او شنيعو عملونو پرسختې جزا دې ورسيږي. دافغانستان اجرائيه رييس ډاكتر عبدالله عبدالله هم په دې نړيوالې امنيتي غونډه كې په خپلې ويناكې په سيمه اونړۍ كې اوپه سركې يې دافغانستان دكلونو كلونو په دغه جګړه ځپلي هېواد كې د پاكستان،روسيې او ايران په څېر دترهګرو دملاتړ كوونكو هېوادونو دكلونو كلونو دوحشي صفتو روزل شويو تروريستي ډلو، پيرودل شويو اجيرانو اومزدورانو دځپلو اوټكولو لپاره يوه نړيواله اجماع جوړه كړي اودهغې په اډانه كې دې د ترهګرو دځپلو اودهغوى دملاتړو هېوادونو د په نښه كولو، رسوا كولو اوبربنډولو لپاره يوه هراړخيزه ،جامع، ګټوره اواغېزمنه طرحه اوستراتېژي جوړه كړي او په پوره جديت ،قاطعيت ،اخلاص اوصداقت سره دې دعمل جامه ورواغوندي، نوهله به له دې سيمې او آن له ټولې نړۍ څخه دبشر د ډېر ستر او ګډدښمن په توګه دترهګرو تور ټغر ډېر ژر ټول شي، نه داچې دافغانستان په ګډون دسيمې دسولې لوړ هدف ته درسېدلو لپاره دترهګرو دځپلو او دهغوى دملاتړو هېوادونو د په نښه كولو، رسواكولو او بربنډولو په اړه د تېرولسګونو سيمه ييزو اونړيوالو غونډو دپرېكړو او اعلاميو په څېر پر اوبو لاهو شي او د عمل جامه وروانه غوستلاى شي. غوښتنه داده چې روسيه،پاكستان او ايران دې له دې وروسته دترهګرو ترمنځ له توپير كولو څخه ډډه وكړي، دطالبانو، حقاني شبكې ،القاعده اوداعش په ګډون ټولو تروريستي ډلو ته دې دبشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه وګوري، د ټولو ترهګرو او اورپكو پرضد دې غوڅې اورښتينې مبازرې ته ودانګي اوله دې لارې دې ټول بشر دترهګرو د ځانمرګو اوغلچكي بريدونو،بمي چاودنو اودهغوى دداسې نورو اسلامي ضد او انساني ضد عملونو له شر اوخطره وژغوري اوپه دې توګه دې د ترهګرو پر بيخي ماتولو اوله منځه وړلو سره بشر د تل لپاره له سوكاله ،هوسا اوبسيا ژوندانه څخه برخمن كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha