صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ملت د دوکه کولو لپاره د ناکامو سياستوالو هلې ځلې!

د ملت د دوکه کولو لپاره د ناکامو سياستوالو هلې ځلې!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملت د دوکه کولو لپاره د ناکامو سياستوالو هلې ځلې!

افغان حکومت په اوسني وخت کې د لويې جرګې را بلل مناسب نه بولي او نه هم دا وخت د لويې جرګې د رابللو دی، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د هرې هغې ډلې د هڅو مخالفت کوي، چې د لويې جرګې د را بللو لپاره يې روانې ساتلې دي! لويه جرګه د افغانستان ملي ارادې تمثيلوي او په هغه وخت کې را بلل کېږي ،چې هېواد له سخت بحران سره مخ وي، خو نن د افغانستان نظام پر ښه روان دی او ډېرې داسې سترې سترې لاسته راونې لري ،چې ولس يې ارمانجن و. ملت د ولسمشر محمد اشرف غني د هڅو له امله پر خپلې راتلونکې ډاډمن او له خپل حکومته راضي دی، نو په دغه راز حالت کې د لويې جرګې رابلل د څه لپاره!؟ له بده مرغه په کور د ننه يو شمېر کړۍ په پرله پسې توګه هلې ځلې کوي ،چې د افغانانو ملي هويت ( لويې جرګې ) د رابللو په پلمه په هېواد کې نفاق رامنځته او هغه پام چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د دې پديدې د ملاتړو د ضعيفولو لپاره پر هلو ځلو ورټول دی، بلې خوا ته واړوي. دا کړۍ هر چا ته مالومې دي او وخت ناوخت د خپلو مغرضو غوښتنولپاره هڅې کوي،خو دا چې ولس پرې باور نه لري، نو اوس يې غږ پورته کړی ،چې ګنې وخت نازک دی او بايد لويه جرګه را وبلل شي!؟ لويه جرګه د افغان ولس ستره ملي ،عنعنوي او تاريخي غونډه ده چې په ډېرو مهمو وختونو کې را بلل شوې او هېواد يې له ناورينه ژغورلی او يا يې هم د تاړاکګر پرضد ولس په ملي کرښه کې يو موټی او متحد، درولی دی؛

همدا لويې جرګې دي ،چې ولس ورته د زړه له تله احترام لري او هره پرېکړه يې د کاڼي کرښه ده ، له همدې امله لويو د جرګو را بللو ته د افغانستان اساسي قانون وخت ټاکلی او په مهمو او برخليک ټاکونکو حالاتو کې جوړېدای او ولس په کې را ټولېدای شي. لويې جرګې ته ولس د زړه له تله احترام لري او پر خپل هغه تاريخ وياړي چې په کې لويې جرګې را بلل شوې او هېواد يې له ناورينونو ژغورلی، خو اوس د لويې جرګې وخت نه دی، نظام په ښه توګه روان دی، ولسمشر محمد اشرف غني ډېر مهم او داسې ملي پلانونه لري ،چې ولس يې ارامانجن و ،دغه راز اوسنی ولسمشر د ملت پر رايوو ،د نړيوالې ټولنې په ملاتړ او هلو ځلو او د ملت پر قربانيو ټاکل شوی دی، ولسمشر د سياست او اقتصاد په ډګر کې ساری نه لري او ټول هغه تاريخي دښمنان يې په ګونډو کړي چې د افغانانو پر سر سودا کوي او ملي شتمنيو او د هېواد غصبولوته يې شنه ناست دي! خو ولسمشر محمد اشرف غني په ډېر مهارت سره په کور د ننه او نړيواله کچه داسې اجماع رامنځته کړې ،چې په کې د ملت او هېواد عزت او راتلونکې دواړه  خوندي دي او د ترهګرۍ پرضد يې ملتونه او قدرتونه سره متحد کړي دي. دغه راز افغانستان د سيمې د سوداګرۍ پر سترې څلور لارې بدل شوی او همدغه ولسمشر ( محمد اشرف غني ) د هېواد عزمت ټولې نړۍ ته ور پېژندلی دی. دا چې ولسمشر د ملت د ارادو د تحقق لپاره مټې بډ وهلې او د پرمختګ لپاره يې هلې ځلې پراخې کړې، نو ولې يې مخه ونيول شي او څوک يې مخنيوی کوي!؟ موږ دا کړۍ او دا هلې ځلې غندو ، دغو کړيو چې د ناوړو موخو لپاره يې د لويې جرګې د را بللو غږ پورته کړی، ملت ته ډېر ښه امتحان ورکړی دی، دا کړۍ په دغه ازموينه کې ناکامې دي، ملت بيا نه غواړي ،چې د هغوی ناکام سياستونه تجربه کړي، دغو کړيو د خپلو واکمنيو په وخت کې پر نړيوال مېز د هېواد سياست بايللی او د افغانستان د زوال ټيکه يې وهلې وه، خو اوس چې دا کړۍ قانون او ملت شړلې ،نو نه شي کولی چې له لويې جرګې ناوړه استفاده وکړي او بيا د داسې واک پر ګدۍ کښېني ،چې ګټه يې دښمن ته رسېږي. د دغو کړيو دا ناسم سياست د ملت په ګټه نه دی، بلکې ګټه يې هغه دښمن ته رسېږي ،چې اوس سختې انزوا ته تللی! دا چې د وړتيا پر بنسټ په حکومت کې ټاکنې کېږي ،د افغانستان د عزت د خوندي کولو لپاره پر اوبو بندونه جوړېږي او کانونه چې د افغانانو ملي شتمني ده، له غاصبانو ژغورل کېږي او د مافيايي کړيو لاسونه لنډېږي، نو ملت خپل ځان آرام احساسوي او هېڅ داسې وېره او خطر نه ويني ،چې مخنيوی يې پر لويه جرګه وشي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha