صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د خپلو خېټو د ډكولو او د څوكۍ د تر لاسه كولو لېونيان !

د خپلو خېټو د ډكولو او د څوكۍ د تر لاسه كولو لېونيان !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خپلو خېټو د ډكولو او د څوكۍ د تر لاسه كولو لېونيان !

يو شمېر بې واكه شوي ، له لوړو امتيازاتو بې برخې شوي سياسيون او پخواني مشران ،چې د واكمنۍ پر مهال يې هېواد له سختو بحرانونو او سقوط سره مخ و ،داسې ډنډورې پيل كړې ،چې ګنې افغانستان په ناسم وضعيت كې دى او هلئ غم يې وخورئ ګنې پرې قيامت راځي او يا هم پرې اسمان رالوېږي. دغه كسان د څو كيو ، امتيازونو او واك دتر لاسه كولو سخت لېونيان دي او د دې لپاره ولس دوكه كوي او سترګو ته يې خاورې او اېرې ورشيندې چې ګنې حالت چاودنه كوي او نظام پر سېلاو لاهو كېږي!؟ دغه پيران د دې لپاره لويه جرګه تجويزوي او وايي چې له لويې جرګې را بللو پرته حالت ملي تاوان اړوي او بايد لويه جرګه يې مخه ونيسي!؟ دا ډول روغنفكرانو په ۲۰۱۴ م كال كې هم داسې قيامت جوړ كړى و ،چې پر لكونو خلكو يې پلرني جايدادونه ،كورونه او شخصي ملكيتونه وپلورل او د اروپا پر لور يې په وېره او ډار كې داسې وشړل ،چې له ناوړه برخليك سره مخ او يا هم په سمندرونو كې ډوب شول.

دغو كسانو له رسنيو هم غږ پورته كړى ،خو دا ټول دروغ ، فرېب ، د خلكو سترګو ته خاورې ور شيندل او په اصل كې اوبه خړول او په كې كبان نيول دي! د دغو روغنفكرانو دا ډنډوره اوس اوس د اېشيا فونډېشن په نامه نړيوالې ادارې ناسمه ثابته كړه! د افغانستان خلكو دغې ادارې ته ويلي چې هېواد يې پر ښه لور روان دى او خپلې ښې راتلونكې ته هيله من دي. د اېشيا فونډېشن د نوې نظرپوښتنې له مخې د هغو افغانانو شمېر لوړ شوی چې فکر کوي افغانستان پرسم لوري روان دی. ډېری هغو کسانو چې د اېشيا فونډېشن په نظرپوښتنه کې يې برخه اخيستې د افغانستان د راتلونکې په اړه تر پخوا ډېره هيله ښودلې او فکر کوي چې هېواد يې پر سم لوري روان دی. دا نظرپوښتنه چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې له لس زره کسانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ برابره شوې ، په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د راتلونکې په اړه د افغانانو په روحيه کې مثبت بدلون ښيي. په سږنۍ نظرپوښتنه کې اېشيا فونډېشن د نورو مهمو مسايلو ترڅنګ د افغانستان د معارف او په تېره د نجونو د تعليم مسئلې ته هم پاملرنه کړې او په خپل راپور کې وايي، چې د ټولو زده کوونکو شمېر اته اويا لکه ماشومان چې په سلو کې نږدې څلوېښت يې نجونې دي ، ښوونځيو ته ځي او د هېواد د وګړو د عمر اوسط چې په ۲۰۰۰ م کال کې۴۵،۳ کاله و، اوس مهال ۶۰،۷ کلونو ته رسېدلی دی. دغه راز په ملي عوايدو كې هم لوړوالى راغلى او هيله شته چې راتلونكى كال نور هم لوړ شي. په ادارو كې اصلاحات ، د دې لپاره د ازاد رقابت له لارې د كادرونو جذبول، د فساد مخنيوى او په ټوله كې د نړيوال مېز پر سر د افغانستان دتېرو واكمنو پر مټ د بايللي حيثيت بېرته ترلاسه كول او د نړيوالې ټولنې پوخ او نه ماتېدونكى ملاتړ هغه څه دي، چې پرې دغه سياسيون سترګې پټوي. وايي: (( كه شپه تياره ده، خو مڼې په شمار دي! )) دا تش په نامه سياسيون اوس له صحنې وتلى او پرې نه ولسي باور شته او نه به هم كوم ګلونه اوبه كړاى شي. ولس اوس په ملي اجماع كې راټول دى، سپين ته سپين او تور ته تور ويلى شي. د رسنيو او وينا آزادي او دغه راز د افغانستان پرمختګ د ولس لپاره تر ټولو سترې لاسته راوړنې دي. ولس پر خپل نظام وياړي او ملي ځواكونه د خپلې مځكنۍ بشپړتيا ساتنه او دفاع كولى شي. د پاكستان غوندې دښمن اوس په ګونډو شوى او هغه خيالونه يې له سره وتلي ،چې ګنې افغانستان به په وچه كې ايسار وساتي او د دوى محتاج به وي، خو اوس په افغانستان كې نه نظام نسكورلى شي او نه يې په وچه كې بندي ساتلى شي. په دغه راز حالت كې پر ولس غږ كوو چې د چا تشو خبرو او وعدو ته هېڅ غوږ ونه نيسي ،بلكې خپل ملي يووالى ټينګ وساتي او د خپل نظام تر څنګ د خپلې ښې او غوره راتلونكې لپاره مټې رابډ وهي !

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha