صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د عدالت د پلي كولو لپاره د افغان حكومت هڅې

د عدالت د پلي كولو لپاره د افغان حكومت هڅې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عدالت د پلي كولو لپاره د افغان حكومت هڅې

په افغانستان كې د عدالت د ټينګښت او د قانون د حاكميت لپاره حكومت هڅې كړندۍ كړې دي، د ولسمشر غني په پلانونو كې دا مهمه مسئله ده او په عدلي او قضايي ارګانونو كې د پراخو اصلاحاتو لپاره پياوړى هوډ لري، دا اصلاحات تر يوې كچې پلي شوي هم دي ،خو په ولسواليو كې يې اړتياوې هم په ګوته شوې دي، په دې اړه د افغانستان د څارنوالانو په پنځم سراسري کنفرانس بحث وشو، د دغو بحثونو له ګډونوالو سره ولسمشر محمد اشرف غني هم وړمه ورځ په ارګ كې وكتل او ژمنه يې وكړه ،چې د دغو بحثونو پر پايلو او د ستونزو د طبقه بندۍ او اقداماتو په اړه به د قانون د حاکميت عالي شوراپه غونډه کې بحث وشي. د هېواد لوى څارنوال محمدفريد حميدي دا بحثونه با اهميته وبلل ،نوموړي په ولسواليو کې د څارنوالانو د وظيفوي او ځاني خونديتوب په اړه وړاندېزونه مطرح کړل. د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک هم د ولسواليو په کچه د پوليسو او څارنوالانو د همکارۍ ژمنه وكړه او ډاډ يې ورکړ چې د لوى څارنوالۍ او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ به د قانون حاکميت او د څارنوالانو د خوندېتوب په برخو کې کار وکړي.دغه راز د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوى رييس عبدالمتين بيګ هم د همكارۍ ژمنې وكړې. ولسمشر محمد اشرف غني وويل،چې د باور بنيادي فضا رامنځته شوې:

 (( زه د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو کې مداخله نه کوم او هېچاته هم د مداخلې اجازه نه ورکوم، د غېر مسوولو وسله والو فعاليتونه د منلو نه دي، ګواښ ته به په ګواښ سره ځواب ووايوو، دا ليدلورى چې هرڅوک ډېره وسله لري، زيات قوت لري ،بايد له منځه ولاړ شي او قانون د هېواد په ټولو اتباعو په مساوي ډول تطبيق شي.)) خو د سراسري په عدالت ټينګښت لا هم ستونزې شته چې ولسمشر هم ورته اشاره وكړه، د هغه په خبره دې مرحلې ته د رسېدو په موخه لا ډېرو فرصتونو ته اړتيا ده. ده ټينګار وکړ زموږ اساسي هدف دا دى چې په افغانستان کې مساوات او سراسري عدالت ټينګ کړو. ولس هم عدالت غواړي، ډېر داسې شوي چې ولس د پرېكړو پر مهال د ناامنيو له لاسه وسله والو مخالفينو ته مخه كړې او خپلې حقوقي ستونزې يې ورسره مطرح كړې، دا چې ورسره هلته تر كومه عدالت شوى يا نه ،په دې اړه اوس نه غږېږو ،خو دا منو چې ستونزې شته، په دې برخه كې د رشوت او فساد له امله هم شكايتونه لږ نه دي، د بېلګې په توګه د ولسمشر د فرمانونو له مخې اوس هم ځينې بنديان نه دي خوشي شوي او له هغوى بډې غوښتل كېږي. دغه راز د جنګي جرمونو او غير قانوني وسله والو له لاسه هم ولس په خطر كې دى او د انسان تښتونو او لوټمارۍ لړۍ روانه ده، لويې لارې هم ناامنه دي او په دې اړه څو څو ځله د لارويانو او مسافرو غږ پورته شوى ،خو چا نه دى اورېدلى، پوليس او امنيتي مسوولين هم بې غوره دي، چې عدالت ته د مجرم په كشكولو كې مرسته نه كوي او د هغوى خولې پر پيسو تړل كېږي. خو دغه راز حالت ته د پاى ټكى اېښوودل كېږي، ولسمشر محمد اشرف غني په دې برخه كې د پراخو اصلاحاتو غوښتونكى او ملاتړى دى، لږ څه اصلاحات كه رامنځته شوي ،نو ولس يې د زړه له تله هركلى كړى دى، خو د پراخو هغو غوښتنه يې كوي، د ولسمشر اساسي موخه د ثبات ټينګښت دى او بايد ولس له دې ستونزې وژغورل شي. په دې بايد ټولې ادارې ،رسنۍ ،ولس او په تېره بيا پوليس خپل مسووليتونه په ښه توګه تر سره كړي، پوليس د همدې لپاره دي ، چې قانون پلى كړي او عدلي او قضايي ارګانونه عدالت وكړي. د دغو ارګانونو د كاركوونكو او مسوولينو د سر او مال خونديتوب هم د حكومت ستره دنده ده، چې له نېكه مرغه دا هم د ولسمشر محمد اشرف غني په پلان كې شامله مسئله ده، خو لا هم دا كار نه دى شوى، كله چې د رشوت مخنيوى وشي او د عدالت د پلي كوونكو ارګانونو د كاركوونكو سر او مال د كار او له كاره په فارغ وخت كې خوندي احساس شي، نو د عدالت پلي كېدل بيا عامېږي او ولس هم پر دولت منګولې ټينګوي. په دې برخه كې د حكومت دا هڅې ستايو او د عدالت د ژر تر ژره د پلي كېدو په هيله يې يوو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha