صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | هيله ده چې ولسي جرګه د نفوسو د احوالو د ثبت پر قانون بيا كتنه وكړي!

هيله ده چې ولسي جرګه د نفوسو د احوالو د ثبت پر قانون بيا كتنه وكړي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هيله ده چې ولسي جرګه د نفوسو د احوالو د ثبت پر قانون بيا كتنه وكړي!

په دې وروستيو كې د ولسي جرګې له خوا د نفوسو د احوالو د ثبت قانون لغوه شو ،هغه قانون چې ولسمشر د تائيد لپاره ولسي جرګې ته لېږلى و او په كې له ډېرو شخړو وروسته په الكټرونيكي تذكرو كې د افغانيت او اسلاميت كلمې درج شوې وې، خو ولسي جرګې دا مسئله رد كړه، له هغه وروسته دې پرېكړې سخت حساسيتونه را وپارول او وخت ناوخت د ولسي جرګې د دې پرېكړې پرضد او په الكټرونيكي تذكرو كې د (( افغانيت او اسلاميت )) د كلمو د درج په ملاتړ په هېواد كې پراخ لاريونونه كېږي، په مېډيا كې هم په دې اړه ژور بحثونه روان دي، ډېرو خلكو د (( افغانيت او اسلاميت )) له كلمو پرته له دغو تذكرو سره پرېكون اعلان كړى دى، په ورته وخت بيا مشرانو جرګې اعلام وكړ،چې دغه قانون به د ولسي جرګې خلاف تائيدكړي. د ولسي جرګې هغه استازي هم سخت غندل كېږي ،چې دغه قانون ته يې د (( رد )) رايه وركړې، د دغو استازو دا پرېكړه په ډېر مهم او اساسي وخت كې د خلكو حساسيتونه را پاروي،

دا پرېكړه په داسې حال كې كېږي ،چې د الكټرونيكي تذكرو پر سر شخړه حل شوې وه او په پام كې وه چې د دغو تذكرو وېش پيل او د ولسي جرګې، ولسمشريزو او نورو ټاكنو د روڼوالي لپاره د دغو تذكرو په كارولو سره خلك ډاډمن شي. د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې هم خبردارى وركړى ،چې د ولسي جرګې دا پرېكړه به د تذكرو د وېش لړۍ په شا وتمبوي. دې ته په كتو سره د ولسي جرګې استازو ويلي ،چې د خپلې دې پرېكړې د جبران لپاره بله لاره هم لري ،چې د هغوى په وينا دا كار به وكړي او دغه قانون ته به د تائيد رايه وركړي. په دې اړه له ارګه هم د تېرې سې شنبې په ورځ اعلاميه خپره شوه ،په اعلاميه كې راغلي:
(( لکه څنګه چې هېوادوال خبر دي د نفوسو داحوالو د ثبت قانون په وروستيوکې تعديل او توشېح شوى چې دا قانون له اسلامي ارزښتونو څخه سرچينه اخلي او د هېواد له اساسي قانون سره مطابقت لري.هيله وه چې ملي شورا او ولسي جرګه به د هېواد د اساسي قانون ګټو ته په کتو د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړه تصميم ونيسي. د افغانستان حکومت له ملي شورا غواړي چې د ياد قانون په اړه يو ځل بيا غور او د هغه د تائيد کوښښ وکړي. افغان حکومت تل د هېواد د اساسي قانون د حکمونو د رعايتولو او تطبيق په برخه کې هڅه كوي او پر اجرا، تطبيق او عملي کولو يې ځان مکلف ګڼي.)) ارګ دا غوښتنه د ملي ،اسلامي او ولسي ارزښتونو او غوښتنو پر بنسټ كړې ده، دا چې د ولسي جرګې استازو هم ويلي ،چې د دغه قانون په اړه خپله پرېكړه بېرته اخلي او د تائيد رايه به وركړي، نو دا لويه غوښتنه ده چې دا كار ژر وكړي او په هېواد كې دغه كړكېچ ته د پاى ټكى كېږدي. اوس وخت ځكه مهم دى ،چې د افغانستان تاريخي او قسم خوړلى دښمن چې ترهګري يې روزلې او پر مټ يې په افغانستان كې تپل شوې جګړه دوامداره ساتلې، تر سخت فشار لاندې دى، كه افغانان خداى مه كړه په خپلو كې سره پاشلي او وېشلي وي او د تذكرې پر څرنګوالي يې شخړې وي، نو له دښمنه به دا فشار او هغه پام چې اوس يې د انزوا خوا ته كش كړى، بلې خوا ته واوړي، چې دا بيا نه د ملت په خير ده او نه يې هم د هېواد ملي ګټې  ايجابوي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha