صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پر افغان هوايي ځواك د امريکا او ناټو پانګونه !

پر افغان هوايي ځواك د امريکا او ناټو پانګونه !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پر افغان هوايي ځواك د امريکا او ناټو پانګونه !

د افغان هوايي ځواك د پراختيا او پر پښو درولو لپاره هلې ځلې لا پسې زور اخلي او امريكا او متحدان يې د دې لپاره پانګونه كوي، له دې پخوا هم افغان ځواكونو ته امريكايي الوتكې وركړل شوې ،چې افغان حكومت او ولس يې د زړه له تله مننه كوي. د دغو مرستو او هلو ځلو له بركته اوس افغان ځواكونه ګڼ هوايي عمليات تر سره كوي او د دښمن او هر ډول يرغلګرو تر پښو لاندې يې مځكه سور اور اړولې ده. په تازه هڅو كې د امريکا پوځ او متحدان يې پلان لري ،چې په راتلونکو ۶ کلونو کې د افغانستان پر هوايي ځواک ۷ ميليارده ډالره ولګوي او د دغه ځواک الوتکې به څو برابره زياتې کړي. په دې اړه د ډيفنس نيوز امريکايي خپرونې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د روزنې او سلامشورې مسوول د امريکا د هوايي ځواک قوماندان بريد جنرال فليپ سټيوارټ وايي: د اوسني پلان پر اساس، ناټو غواړي چې د افغان هوايي ځواک شمېر له ۸ زرو څخه ۱۲ زرو ته زيات کړي او د الوتکو شمېر يې له ۱۲۴ څخه ۲۵۹ ته ډېر کړي.

ده ډيفنس نيوز ته وويل: په مجموع کې به افغان هوايي ځواک ته؛ نه يوازې نورې اې ۲۹ سوپر توکانو الوتکې ورکړل شي، بلکې (UH-60FFF) څرخۍ او د اکتشافي الوتنو لپاره يو شمېر الوتکې هم ورکول کېږي. جنرال سټيوارت دا هم ويلي چې د امريکا د دفاع وزارت د ۸۱۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسلو د اخيستلو منظوري ترلاسه كړې چې د ۲۰۱۷ مالي کال له بودجې ورکول کېږي. سټيوارت وويل: افغان هوايي ځواک په ۱۹۷۰ يمه لسيزه کې ډېرې روسۍ الوتکې لرلې، خو په ۲۰۰۱ کې يې هېڅ الوتکه نه لرله. په هر حال افغان حكومت د امريكا او ناټو له دغو مرستو د زړه له تله هركلى كوي. افغان ځواكونه لا هم پرمختللو الوتكو ته اړتيا لري او كشفي الوتكې يې لږ دي، دا چې د جنګي الوتكو تر څنګ اكتشافي الوتكې هم وركول كېږي ، دا به د پردۍ جګړې او له ګاونډه د راتلونكو ترهګرو او اورپكو په مهارولو او كشف كې مهمه ونډه ولري، په ډاډ سره وايو، چې افغان ځواكونه به دا مرستې لا پسې پياوړي او روحيه به يې نوره هم لوړه كړي، كه څه هم اوس افغان هوايي ځواك سم پر پښو نه دى ولاړ، خو اوس هم د ناټو په مرسته افغان هوايي ځواک ۲۴ سي ـ ۲۰۸ سپکې الوتکې ۴ سي ۱۳۰ باري او ترانسپورتي الوتکې، ۲۴ ايم ډي ۵۳۰ الوتكې ۱۹ اې -۲۹ الوتکې او ۲ يو ايچ ۶۰ بلك هاک څرخۍ لري ،چې دښمن ته يې په هر ځاى كې سخت زيان اړولى دى.افغان هوايي ځواک ۴۵ ايم آى ـ ۱۷ او ۴ ايم آى -۳۵ روسۍ څرخۍ هم لري، چې په عملياتو كې ترې ګټه پورته كوي، تر راتلونكو شپږو كلونو پورې به دا شمېره نوره هم لوړه شي، چې افغان ځواكونه به ترې غوره او ښه ګټه پورته كړي، خو دا هم بسنه نه كوي، بلكې بايد افغان پيلوټان د نورو جېټ او پرمختللو الوتكو لپاره هم وروزل شي، د دې لپاره له امريكا ،ناټو او نورو ټولو متحدانو هيله كوو چې د افغان هوايي ځواك دا غوښتنه پوره كړي، د دې ترڅنګ دې افغان حكومت هم د پرمختللو الوتكو د پيرلو لپاره بوديجه برابره كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha