صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | طالبان يې په جګړه نه شي ګټلى!

طالبان يې په جګړه نه شي ګټلى!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
طالبان يې په جګړه نه شي ګټلى!

د سږ كال جګړييز موسم مخ په ختمېدو دى، طالبان ، ترهګرې او اورپكې ډلې مجبورې دي ،چې په ساړه موسم كې د تاريخي او قسم خوړلي دښمن غېږې ته ځان ورسوي، پرې ناز وكړي ،ځان پرې پياوړى او ترې د افغان وژنې او هېواد ورانونې لپاره د بل نوي كال لپاره پلان او تجهيزات وغواړي ،خو دا تاريخي دښمن هم ،چې دغه جنګيالۍ او ترهګرې ډلې يې تر اوسه نازولې ، تر بل هر وخته ډېر تر فشار لاندې دى، د امريكا نوې ستراتيژي ،چې د سويلي اسيا لپاره يې جوړه كړې او پلې كېږي ،پر بنسټ يې هغه ځالې هم په نښه كېږي ،چې له ساړه موسمه د تېښتې او تجهيز لپاره دا ډلې په كې دمه كوي. پاكستان چې د افغانستان تاريخي دښمن دى او په هېڅ توګه د افغان ولس پرضد له جګړې لاس نه اخلي ،د ترهګرۍ او اورپكۍ د ساتلو او ملاتړ له امله تر سخت نړيوال فشار لاندې دى، نړيواله اجماع غوښتنه كوي ،چې پاكستان دې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر شي ،كه نه نو پرې دې سخت فشارونه نور هم راوړل شي ،نړيواله غوښتنه دا هم ده،چې هلته د ترهګرۍ ځالې وويشتل او له منځه لاړې شي. له همدې امله طالبان او نورې ترهګرې ډلې نه شي بريالي كېداى ،خو يوه لار لري ،چې د پاكستان لپاره جګړه او ځان تېرېدنه بس كړي ،په دې كې هم د دوى او هم د ټول ملت خير دى. كه بيا هم د پاكستان جګړې ته په افغانستان كې زور وركوي ،نو له منځه وړل كېږي. طالبان او ترهګر سږ كال د پاكستان له خوا په هغه پلان كې په بشپړه توګه ناكام شول ،چې ګنې په افغانستان كې به يو شمېر ولايتونه لاندې كړي!؟ هغوى هم باټې ويشتې ،خو له درانه زيان پرته يې نور څه تر لاسه نه كړل. دغه راز پاكستان پرته له دې ،چې انزوا ته لاړ او په نړيواله كچه د ترهګرۍ پر ملاتړ تر فشار او ملامتيا لاندې راشى ،نور هېڅ هم تر لاسه نه كړل. پاكستان ډېر غوښتل چې په افغانستان كې نظام او نړيوال مرستندويان وننګوي ،

خو دا هيلې او ارمانونه يې پر ابو لاهو شول، بلكې د پاكستان د موخې پر خلاف نړيواله ټولنه د اوږد مهال لپاره د افغانستان تر څنګ ودرېده او دغه راز امريكا داسې ستراتيژي جوړه كړه ،چې له افغانستان سره په پوځي ،سياسي ،اقتصادي او بېلابېلو برخو كې مرستو او همكاريو ته زور وركړي او پر پاكستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله سخت فشارونه راوړي. دغه راز هند هم د پاكستان پر اوتو بوتو سر ونه ګراوه ،بلكې د افغانستان ملاتړ ته يې تر هر بل وخته ډېر زور وركړ او امريكا هم ترې همدا غوښتنه كړې ده. دلته په كور د ننه د ترهګرۍ او اورپكۍ پرضد بريدونه زور اخلي او په دې كې د امريكا په مشرۍ ناټو د افغان ځواكونو ملاتړ او ورزنې ته زور وركړى دى. د امريكا له خوا هغه پلان چې افغان هوايي ځواك ته به پرمختللې الوتكې وركړل شي ، د دغه ملاتړ ستره بېګله ده ،اوس افغان ځواكونه په هر ځاى كې اورپكي او ترهګري له منځه وړاى شي او د هغوى وسله وال خوځښتونه ناكامولى شي، د دغو ډلو پرضد هم د افغان او هم د ناټو ځواكونو هوايي بريدونه زور اخلي. د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلامېدو سره جوخت په افغانستان کې مېشتو امريکايي پوځيانو د دغو جنګياليو ډلو پرضد هوايي عمليات په سلو کې ۵۰ ډېر کړي دي. يوازې په سپټمبر مياشت کې د امريکا هوايي ځواک پر طالبانو او داعش ۷۵۱ حملې کړې دي. دا په وروستيو ۷ کلونو کې د امريکا د هوايي ځواکونو په يوه مياشت کې تر ټولو ډېر بريدونه دي. دغه راز د ناټو سرمنشي هم د دې ټلوالې په غونډه كې ويلي ،چې دا ډلې به هېڅكله د جګړې په ډګر كې بريالۍ نه شي، دا هغه خبره ده ،چې څو څو ځله افغان حكومت هغوى ته كړې ده. غوره ده چې طالبان د پاكستان لپاره له جګړې لاس واخلي او پردۍ ترهګرې ډلې وځپل شي، له دې پرته به هغوى ښه ورځ ونه ويني. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha