صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پاکستان طالبان او داعش يو ځای د افغانستان پرضد کاروي!

پاکستان طالبان او داعش يو ځای د افغانستان پرضد کاروي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستان طالبان او داعش يو ځای د افغانستان پرضد کاروي!

د پاکستان له خوا طالبانو ته امر شوی ،چې له داعش جنګياليو سره اختلافات پای ته ورسوي او اوږه په اوږه د افغانستان د نظام او پرمختګ پرضد ګام پورته کړي. دا ماموريت طالب مشر ملا هبة الله ته ورکړل شوی او د هغه له خولې پر طالبانو امر شوی ،چې له داعش سره لاسونه يو کړي. د طالبانو مشر مولوي هبة الله څو ورځې مخکې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته را استول شوی و او هلته يې د کوټې شورا له مهمو غړو سره يوځای له خپلو پلويانو غوښتي چې نور له داعش سره مخالفت ونه کړي. دغه طالب مشر د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر مټ راغلی و، د طالبانو او داعش د يو ځای کولو ګام د پاکستان هغه بل پلان دی ،چې غواړي د امريکا له فشاره ځان ګوښه کړي او افغان حکومت له نورو ستونزو سره مخ کړي، په دې اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څه موده وړاندې ويلي وو چې‌‌‌‌‌که فشارونه زيات شي، ښايي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د داعش ملاتړ وکړي. موسی کلا ته د ملا هبة الله د سفر په اړه د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي: په راغلو کسانو کې د کوټې شورا د غړو او مشر تر څنګ د لشکر دعوا او لشکر طيبه خلک هم وو.

د وسله والو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا د هبة الله سفر د ده د چارو يوه برخه بولي چې پر خپلو کسانو راګرځي. جنرال عبدالرازق هم ويلي چې د طالبانو او القاعده په ګډون اورپکې ډلې د پاکستان له خوا جوړې شوې او اوس هڅه کوي چې د دولت پر وړاندې يې فعاليتونه همغږي کړي. هغه وويل چې اوس د القاعده اسيا مشر د عاصم عمر پنجابي په نامه کس دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دوی سره يوځای جنګېده. د پاکستان دا هڅې په داسې حال کې زور اخلي ،چې دغه هېواد له افغان حکومت سره پر څلور اړخيزو خبرو غور کوي او مخامخ خبرو ته افغان حکومت ځکه ورسره زړه ښه کړی ،چې پر خپلو ژمنو به عمل وکړي ،خو په داسې حالت کې د پاکستان دا مغرضانه هلې ځلې او د افغانستان پرضد له جګړې لاس نه اخيستل ،دا اړيکې او باور لا پسې ټکنی کوي، خو پاکستان دې ښه سر خلاص کړي، چې په افغانستان کې د جګړې پر مټ نه شي بريالي کېدای او نه به هم د خپلو لاسپوڅيو ( طالبانو او داعشيانو ) پر مټ کومه سوبه وګټي! افغان ځواکونه د هغوی د هر ډول ترهګريزو فعاليتونو مخه نيسي او په هر يرغل کې يې پر شا تمبوي. اوس چې د افغان هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره عملي هلې ځلې زور اخلي ،دا به د ترهګرو او اورپکو خوځښتونه نور هم وځپي. امريکا افغان ځواکونو ته د بلک هاوک چورلکې سپاري او ژمنه يې دا ده چې هر ډول ترهګريز فعاليتونه به وځپي او آن په پاکستان کې به هم د ترهګرۍ ځالې په نښه کړي. د پاکستان وروستۍ هڅې د امريکا د هغه فشار له امله دي ،چې په خپله ستراتيژۍ کې يې پرې اچولی او په ګرده نړۍ کې د ترهګرۍ په ملاتړ ملامتم شوی هم دی، نو هغوی هلې ځلې کوي ،چې د نړيوالې ټولنې او امريکا پام بلې خوا ته واړوي چې ګنې هغوی د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي،خو پاکستان په دې هڅو کې هېڅکله نه شي بريالی کېدای ،بلکې د سياست په ډګر کې به له دې هم سخته ماتې وخوري. افغان حکومت ته په کار ده ،چې د پاکستان دغه هلې ځلې نورې هم رسوا کړي او د نړيوالې ټولنې اجماع د پاکستان پرضد له دې هم په لوړه کچه وکاروي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha