صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | بلک هاک الوتکې د جګړې لورى بدلولی شي

بلک هاک الوتکې د جګړې لورى بدلولی شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
بلک هاک الوتکې د جګړې لورى بدلولی شي

افغان هوايي ځواک ته وړمه ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې پرمختللې امريکايۍ څرخۍ وسپارل شوې ،دا څرخۍ بلک هاک دي ،چې د روسيو هغو ځای به ډک کړي، امريکايي چارواکي دا له افغانستان سره د خپلو ژمنو د لړۍ پيل بولي ، د دغو څرخيو د سپارلو مراسمو ته ولسمشر غني هم ورغلى و ،چې په کې ګڼو نورو چارواکو او د ناټو قوماندانانو ګډون کړی و ،افغانان د امريکا له دغو مرستو د زړه له تله هرکلی کوي، دا مرستې افغان هوايي ځواک پر پښو دروي او اړتياوې يې پوره کوي، ځکه افغان ځواکونه د نړيوالې ترهګرۍ پرضد جګړه کې ښکېل دي او دا الوتکې به د هغوی ملاتړ وکړي، ولسمشر غني او نورو امريکايي چارواکو وويل ،چې دا به د يرغلګرو او طالبانو ليکې ماتې کړي او هغوی به هېڅکله هم د جګړې او بريدونو پر مټ بريالي نه شي ،نو غوره ده چې د سولې له بهير سره يوځای او د دښمن وسلې پر مځکه کېږدي. امريکا پلان لري چې تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاک څرخۍ الوتکې ورکړي. ۵۸ دغسې څرخۍ پر اضافي توغنديو او وسلو مجهزې دي ،چې هوايي ملاتړ هم سر ته ورسوي. دا به د ام آی ۱۷ ډوله روسي څرخيو ځای ډک کړي.

د بلک هاک يوه څرخۍ الوتکه تقريباً ۸ ميليونه ډالره بيه لري، چې لګښت يې امريکا ورکوي. د دې لپاره افغان پيلوټان هم روزل کېږي او دم ګړۍ يو شمېر پيلوټان پر دغو ورکړل شويو الوتکو عمليات او الوتنې کولی شي. دې ته افغان هوايي ځواک ډېر خوښ دی او د الوتنې د لومړنۍ ليکي غړي پيلوټان وايي چې هغوی دغسې نويو او عصري څرخيو ته سترګې په لاره وو. د افغان پوځ مشاور ډګرمن ترېنت الکساندر، وايي چې د افغان پوځ د پروګرام په عصري کولو سره هغوی ته دا فرصت ورکول کېږي چې ټول افغانستان ته خپل ځواک او قدرت وغځوي. د کندهار په هوايي ډګر کې د مراسمو په ترڅ کې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني، په رسمي توګه نوې څرخي الوتکې ومنلې. ده د شنبې ورځ يوه «تاريخي ورځ» وبلله، چې په مرسته به يې دده په وينا هوايي ځواک د امنيتي ځواکونو اړتياوو ته لا ښه ځواب وويلی شي. د دغو الوتکو ورکړې وسله وال يرغلګر او په ځانګړې توګه طالبان ډېر وارخطا کړي دي، هلمند ته د طالبانو د مشر راتګ او خپلو افرادو ته يې دا امر چې ګنې له داعش ډلې سره يوځای شي او پرې بريدونه ونه کړي، دا په ډاګه کوي ،چې طالبان له ترهګرۍ نه جلا کېږي او د وينې بهول ورته ډېر مهم دي، خو هغوی دې پوه شي ،چې د جګړې دوام يې پر زيان دی، نو غوره ده ،چې وسلې پر مځکه کېږدي او د سولې له هغه بهير سره يوځای شي ،چې د ولس ستره غوښتنه ده. له دې پرته د افغانستان اشغالول او يا د تاريخي او قسم خوړلي دښمن د پلانونو پلي کول ،شوني نه دي او که طالبان د ترهګرۍ له ليکو بېل نه شي او خپلو يرغلونو ته دوام ورکړي ،له سخت حالت سره به مخ شي، د هوايي ځواک پياوړتيا صورت مومي او په دې کې امريکا ،ناټو او نړيواله ټولنه د افغانستان ملاتړ او همکاري کوي.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha