صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | ولسمشره!پر تاريخي او قسم خوړلي دښمن باور نه شته

ولسمشره!پر تاريخي او قسم خوړلي دښمن باور نه شته

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشره!پر تاريخي او قسم خوړلي دښمن باور نه شته

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ډېره وخته وروسته د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته د سفر بلنه منلې ده. پاکستان ټوډې ورځپاڼې ويلي چې ولسمشر غني په کابل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر باجوه سره په کتنه کې منلې چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښو کېدو لپاره به پاکستان ته لاړ شي. پاكستان ټوډې ورځپاڼه دا هم وايي: له تر دې وړاندې په مې مياشت کې اشرف غني د پاکستان بلنه رد کړې وه، خو ده د پاکستان لوی درستيز ته ډاډ ورکړ چې له خپلې ټولې کورنۍ سره به پاکستان ته سفر وکړي. په اسلام آباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم تاييد كړې ،چې ولسمشر غني اسلام آباد ته د سفر بلنه منلې ده. ارګ ظاهراً دا راشه درشه د افغانستان د سولې لپاره د دولتونو په كچه د خبرو او غونډو پيلامه بولي. ارګ وايي ،چې ولسمشر غني له سياسي مشرانو ،د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له غړو او د ملت له استازو سره سلا او مشورې پيل كړې ،چې له پاكستان سره د سولې لپاره څرنګه خبرې وكړي. وار د مخه ولسمشر غني ته جهادي مشرانو ويلي ،چې د پاكستان پر تېرايستونكو وعدو باور ونه كړي.داسې انګيرل كېږي چې ګنې د ولسمشر غني سفر به پاكستان له انزوا وژغوري، خو حقيقت له دې هم تريخ دى! د پاكستان واكمنان ( جنرالان ،كرنيلان او مفتيان ) د افغانستان تاريخي دښمنان دي، دوى په هېڅ صورت له افغانستان سره نه جوړېږي او نه هم له ترهګرۍ لاس اخلي، اوسنۍ منډې ترړې يې هم له ځانه د فشار د لرې كولو او د ترهګرۍ په اړه د امريكا او نړيوالې ټولنې د پام غلطولو لپاره دي. امريكا پر پاكستان فشار اچولى او د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په ګرده نړۍ كې ملامت شوى دى،

اوس چې د افغانستان او سويلي آسيا لپاره د امريكا نوې ستراتېژي عملي كېږي ،پاكستان يې سخت وارخطا كړى اوله دې وړاندې هم د ولسمشر غني مدبرانه سياست د افغانستان دښمنان په خپلو ناوړو موخو كې ناكام كړي دي، د امريكا نوې ستراتېژي يو غوره فرصت دى ،چې ترهګر اواورپكي له منځه وړلاى شي، دا ولسمشر غني ته هم ستر چانس دى ،چې له دغه فرصته د ترهګر پاكستان په وړاندې كار واخلي او له نړيوالې اجماع سره په ګډه د كرنيلانو، جنرالانو او مفتيانو د ناوړه سياست پرضد غوره ګټه پورته كړي. يعنې ولسمشر غني دې پاكستان ته له سفره تېر شي ،ځكه دا سفر ناوړې پايلې لري! ولسمشر غني ته ستره مشوره دا ده ،چې له امريكا او نړيوالې ټولنې سره يوځاى د ترهګر پاكستان پرضد قانوني ګامونه پورته كړي، خو اسلام آباد ته يې سفر نه د ملت په ګټه دى او نه هم د ولسمشر غني او د  ده د درنې كورنۍ! دا اندېښنه شته چې پاكستاني چارواكو د افغانستان د ولسمشر د له منځه وړلو لپاره ناوړه پلان نه وي جوړ كړى، كټ مټ داسې پلان لكه چې د ۱۸۷۰يمو كلونو په پاى كې چې روسيې د امير شېرعلي خان د له منځه وړلو لپاره عملي كړ ،كه خداى مه كړه زموږ ګران ولسمشر ضايع شي ،دا به د امير شېرعلي خان له قضيې وروسته د افغانستان د تباهۍ لپاره تر ټولو ستر ناورين وي! پاكستان دې ته تږى ناست دى او د دغه بريد پړه به پر ترهګرو ډلو ور واچوي، پاكستان د د غه ستر هدف د تر لاسه كولو لپاره سترې قربانۍ ته چمتو دى او له خپلو لوړ پوړو كسانو به هم تېر شي! له دې وروسته پاكستان په ډېره اسانۍ سره كولاى شي چې افغانستان د تباهۍ كندې ته ور ټېل وهي او په هېواد كې به د واك پر سر شخړې رامنځته شي ،چې ګټه به يې پاكستان ته ورسېږي، د دې لپاره طالبان او داعش هغه ډلې دي ،چې پاكستان لا د وخته چمتو كړي او د افغانستان د تباهۍ لپاره به مهم رول ولوبوي. غوره دا ده چې ولسمشر غني له دغه سفره تېر شي او كه بيا هم له پاكستان سره د خبرو اړتيا وي ،نو ولسمشر غني دې هم لكه اسلام آباد خپل لوى درستيز او يا نور چارواكي ورولېږي چې له خپلو سيالانو سره پر مهمو مسئلو خبرې وكړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha