صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | له پاکستان سره د ولسمشر غني چلند بايد دقيق وي!

له پاکستان سره د ولسمشر غني چلند بايد دقيق وي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له پاکستان سره د ولسمشر غني چلند بايد دقيق وي!

داسې رپوټونه ورکړل شوي ،چې ګنې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د لوی درستيز په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي، دا راشه درشه له اسلام اباد سره د دوه اړخيزو خبرو لړۍ بلل کېږي او دا هم ويل کېږي ،چې له پاکستان سره د دوه اړيزو خبرو د څرنګوالي په اړه ولسمشر غني له مشرانو ،سياسيونو او د ټولنې له هر قشر سره د سلا مشورو لړۍ پيل کړې ده، پاکستاني رسنۍ وايي: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ډېره وخته وروسته د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته د سفر بلنه منلې ده. پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې ولسمشر غني په کابل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر باجوه سره په کتنه کې موافقه وکړه چې د دوو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدا لپاره به پاکستان ته لاړ شي. پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، تر دې وړاندې په مې مياشت کې اشرف غني د پاکستان بلنه رد کړې وه ، خو ده تېره اوونۍ د پاکستان لوی درستيز ته ډاډ ورکړ چې له خپلې ټولې کورنۍ سره به پاکستان ته سفر وکړي. ارګ په دې اړه څه نه دي ويلي. داسې ښکاري چې ولسمشر غني هم يو وار بيا پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږدوي او غواړي چې دا هېواد يو ځل بيا وازمويي. په داسې حال کې چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په امريکا کې له اسلام اباده شکايت وکړ ،چې (( د دوستۍ لاس يې ور اوږد کړ ،خو هغوی پرې [ تو ] کړل. )) خو بيا هم کله چې د سولې پر سر د دولتونو په کچه خبرې کېږي او دا وړانديز هم ولسمشر غني کړی ،نو اړتيا ده چې دا راشه درشه او د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې وشي،خو د افغان ولس او سياسيونو وړانديز دا دی ،چې له اسلام اباد سره دې خبرې په هغه صورت کې وشي ،چې د افغانستان پرضد جګړه ودروي ،

د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او د ترهګرۍ ځالې دړې وړې کړي، دا ښه موقع ده چې افغان حکومت د پاکستان په وړاندې خپل دريځ پياوړی کړي، ځکه پاکستان اوس د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د امريکا ،ناټو او نړيوالې ټولنې تر فشار لاندې دی. پاکستان بايد دا ځل د تېښتې لار ونه ولري،ځکه پاکستان په ځلونو د وخت دضايع کولو لپاره د دوستۍ او همکارۍ ژمنې کړې،  خو نتيجه يې برعکس وه. اوس پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دی، بايد چانس ورنه کړل شي ،چې بيا هم د افغانستان او نړيوالې ټولنې سترګو ته خاورې ور وشيندي او له جګړې ستانه شوي ترهګر او اورپکي بيا هم د پاکستان توده مېلمستيا تېره کړي او د بل کال جګړې لپاره دمه او پياوړي شي. امريکا هم پاکستان ته وروستی چانس ورکړی ، د دوشنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير جېمز متيس د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وويل چې پاکستان ته يو بل چانس هم ورکوي ،چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.افغان حکومت دې هم داسې وروستی ،خو ووړ چانس اسلام اباد ته ورکړي. د سويلي اسيا په اړه د امريکا د ستراتيژۍ له اعلام وروسته پاکستان تر سخت فشار لاندې دی ،دا ستراتيژي د سيمې د بدلون لپاره غوره فرصت دی ؛ په دغه فرصت کې بايد پر پاکستان ومنل شي،چې د ترهګرو ډلو پناه ځايونو بند کړي، هغه وسله والې ډلې چې په افغانستان كې چاودنې او ځانمرګي بريدونه کوي د هغوی مخه ونيسي او د دغو ډلو مشران بايد له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي. ولسمشر غني ته د ملت او د قشرونو همدامشوره ده او له اسلام اباد سره راشه درشه بايد دا ځل ښې او غوره پايلې ولري. د پخوانيو جهادي او سياسي ډلو مشرانو هم ويلي، له پاکستان سره دې مذاکرات په دقيقه وشي، چې افغانستان ستراتيژيکو موخو ته چې تلپاتې سوله ده ورسېږي. د داسې کلکو ګامونو پورته کولو اړتيا ځکه ده چې پاکستان د پوځ له خوا اداره کېږي او پوځ او څارګرې ادارې ته يې د سياسيونو مشورې او پرېکړې د منلو نه دي، ترهګري د پوځ او څارګرې ادارې مټې دي او خپل هدفونه پرې له منځه وړي. دا به ګرانه وي ،چې پاکستان له ترهګرۍ لاس واخلي او يا هم د افغانستان دوست شي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha