صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د امريکا په لاس ويګاس کې پر ګڼ وژنه خواشيني يوو!

د امريکا په لاس ويګاس کې پر ګڼ وژنه خواشيني يوو!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د امريکا په لاس ويګاس کې پر ګڼ وژنه خواشيني يوو!

د امريکا متحدو ايالتونو په لاس ويګاس کې يو وسله وال سړي د کانسرت په ګډونوالو ډزې کړې چې له کبله يې له ۵۰ ډېر کسان وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور يې ژوبل کړي ،چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی. په بريد کې يو پوليس هم وژل شوی او بل ژوبل دی،خو پوليسو بريدګر وژلی دی. بريد د امريکا د نويدا ايالت د لاس ويګاس په ښار کې په ځايي وخت د دوشنبې د شپې په لسو بجو وشو او ډزې څو دقيقې روانې وې. د هارويست د موسيقۍ په دغه کانسرت کې پر عامو خلکو سربېره يو شمېر چارواکو هم برخه اخيستې وه. دا د امريکا په تاريخ کې تر ټولو خونړی وسله وال بريد بلل کېږي. بريدګر د همدې سيمې اوسېدونکی و، نوم يې سټيفن پادوک ښوودل شوی او ۶۴ کلن و، خو دا چې ولې يې بريد وکړ، لا په اړه يې دقيق معلومات نه دي ورکړل شوي.کانسرت په سر خلاصي ميدان کې روان و چې بريدګر د ورڅېرمه هوټل له ۳۲ پوړ څخه پر ګډونوالو ډزې وکړې. د نويدا ايالت لاس ويګاس د سېلانيانو لپاره مشهور ځای دی او ويل کېږي چې هر کال ۵،۳ مېليونه امريکايان او بهرنيان لاس ويګاس ته ځي. لاس ويګاس خورا مشهورې سيمې او د ساعتېرۍ لپاره ګڼ ځايونه، نايټ کلپونه او د سياحت نورې مشهورې سيمې لري. چارواکي وايي داسې ښکاري چې بريدګر يوازې په خپل سر دا کار کړی او بريد له ترورېزم سره کوم تړاو نه لري.

کنسرت د امريکا د مشهور سندرغاړي جيسن ايلديان و، هغه په خپل انستګرام کې ليکلي چې بريد ډېر خطرناک و. تېر کال د امريکا د فلورېډا ايالت په اورلنډو کې يو بل وسله وال سړي د همجنسبازانو په نايټ کلپ کې بريد وکړ ۴۹ تنه يې ووژل او يو شمېر نور يې ژوبل کړل. دا بريد د افغانستان په شمول د ګڼو هېوادونو د حکومتونو له خوا غندل شوی دی، افغان حکومت هم دا بريد غندي او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره غمرازي ښيي، دغه راز د ټپيانو د ژر ترژره روغتيا لپاره له لويه خدايه مرسته غواړي. دې پېښې افغانان ځکه ډېر غمجن کړل ،چې د انسان وژنې پر دغه تريخ درد تر بل هر ملت ډېر پوهېږي او د تپل شوې جګړې له لاسه هره ورځ قربانۍ ورکوي ،دا وژنه ډېره سخته او په هېڅ توګه نه جبرانېدونکې ده، دا بريد که څه هم د يوه کس له خوا د توپک پر مټ شوی ،خو افغانان ورته ګڼ وژنه وايي، چې سخت يې خواشيني کړي دي. افغان حکومت د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم د غمرازی پيغام وړاندې کوي د دوست هېواد امريکا متحدو ايالتونو له ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ او ملت سره يې په دغه غم کې ځان شريک بولي ،انسان وژنه په هېڅ دين او ايين کې روا نه ده ،په اسلام کې د بې ګناه انسان وژل ،لکه د ټول بشريت د وژنې هموره ستره ګناه لري، له همدې امله په بريد کې له وژل شويو او له ژوبل شويو کسانو سره خواخوږي څرګندوو، دا بريد خورا سخت او زړه بوګنوونکی دی، داسې  لکه ترهګر او ځانمرګی بريد ،چې د بې ګناه خلکو ژوند اخلي، دا ډول بريدونه که په افغانستان ،امريکا او د نړۍ په هر بل ځای کې وي، غندو يې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha