صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ترهګرۍ پرضد د پنجاب ژمنې به دا ځل عملي شي؟

د ترهګرۍ پرضد د پنجاب ژمنې به دا ځل عملي شي؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترهګرۍ پرضد د پنجاب ژمنې به دا ځل عملي شي؟

د پاکستان لوی درستيز پرون ( يکشنبه ) کابل ته راغی او په ارګ کې يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سيمه ييز امنيت، دوه اړخيزو اړيکو،

له ترورېزم سره د مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې. د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه او ورسره ملګري پلاوي يې بيا هم ژمنه وکړه چې د اسلام اباد حکومت له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هر راز همکارۍ ته تيار دی او چمتو دی چې د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې د مېکانېزم ملاتړ وکړي. پاکستاني پلاوي همداراز ژمنه وکړه چې کاري ټيمونه به پر عملي او تطبيقي پلانونو کار وکړي.دا لومړی ځل نه دی ،چې دغه پلاوی کابل ته راځي او له افغان حکومت سره ورته ژمنې کوي، بلکې همدغه باجوه له افغان چارواکو سره له دې وړاندې هم ګڼې ژمنې کړي ،خو يوه يې هم نه ده تر سره کړې، د پروني سفر او ژمنو يوازنې توپير دا دی ،چې د باجوه په مشرۍ دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته راځي ،چې پر پاکستان د امريکا د حکومت او نړيوالې ټولنې فشارونه ډېر سخت شوي دي، کله چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا لپاره په خپله ستراتېژۍ کې په ډاګه کړه،چې په پاکستان کې به د هغو ترهګرو ځالې هم په نښه کړي ،چې پنجاب يې د خپلې بدماشۍ لپاره ساتي او په افغانستان ،سيمه او نړۍ کې پرې ترورېستي بريدونه کوي. د ترهګرۍ پرضد د مبارزې دې ستراتيژۍ پاکستان سخت وارخطا کړی او ترې لاره ورکه ده، له همدې امله هغوی بيا بيا ژمنې کوي، چې ښايي دا يې د (( مجبوريت ژمنې )) وي، که څه هم دغه ژمنې تکراري او د باور وړ نه دي ،خو ښايي دا د دولتونو په کچه د سولې د هغو خبرو پيلامه وي، چې افغان حکومت يې له پنجابه غوښتنه کړې ده، افغان ولسمشر له اسلام اباده په کلکه غواړي ،چې د سولې لپاره د دولت په کچه خبرو ته حاضر شي ، له همدې امله په کابل کې له دغه پلاوي سره د سولې او د ترهګرۍ د ستونزې په سر خبرې وشوې، دا د پنجاب لپاره ستر چانس دی ،چې ترې ګټه پورته کړي، ترهګري هغه ناوړه پديده ده ،چې د افغانستان په شمول يې سيمه او نړۍ په ځانګړې توګه امريکا له ستونزو سره مخ کړې ده، افغانستان ،سيمه او نړيواله ټولنه غوښتنه کوي ،چې پاکستان دې د ترهګرۍ ملاتړ پرېږدي او د سيمې له امنيت او ثبات سره دې مرسته وکړي، پاکستان دې په دغه مهم حالت کې دا غوښتنه ومني، دا يې په ګټه ده او له انزوا د وتلو لپاره له دې  پرته بله لاره نه لري. سره له دې ،چې په افغانستان او نړيواله ټولنه کې د پاکستان په اړه عامه ذهنيت بدل شوى دی او د ترهګرۍ پرضد يې د مبارزې لپاره يوه ژمنه هم نه ده ترسره کړې ،خو دا د پاکستان لپاره ښه فرصت دی ،چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر شي! که پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه پيل کړي ،نو د افغانستان په شمول نړيواله ټولنه ورسره په څنګ کې درېږي او ښايي پرې بېرته د امريکا او نړيوالې ټولنې مرستې ورماتې شي. افغان حکومت پر خپلو ژمنو کلک ولاړ دی او په ټول وس هلې ځلې کوي ،چې له پاکستان سره د ښه ګاونډيتوب پر اصولو ولاړه دوستي وپالي، له دې پرته د پنجاب اوسنۍ پاليسي او دوه مخيتوب د پاکستان د ملا د ماتېدو سبب ګرځي! افغان حکومت د پاکستاني پلاوي ژمنو ته بيا هم غوږ نيسي او هيله ده ،چې دا ځل د پخوا په شان پاکستان پر خپلو ژمنو ( پل ) کې نږدي، که دا تېرايستونکې ژمنې وي ،نو لرې نه ده ،چې پاکستان به يې ستره بيه پرې کړي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha