صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د عاشورا د ورځې په درناوي

د عاشورا د ورځې په درناوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عاشورا د ورځې په درناوي

دمحرم الحرام لسمه ، دعاشورا (ورځ ) كه له يوې خوا داسلام په تاريخ كې دسترې او نه هېرېدونكې غميزې ورځ ده، خو له بلې خوا دظلم، زورزياتي، ناروا او درواغو پرخلاف دمبارزې او دحق او عدالت دبسيا كولو لپاره دحسين ( رض) دتاريخي پاڅون ورځ هم ده. په دې ورځ ديزيد بې رحمو او له اسلامه ناخبرو يرغلګرو پرامام حسين (رض) بريد وكړ او دكربلا دښته يې دنبوي سپېڅلې او درنې كورنۍ دغړيو په وينو سره كړه. امام حسين، دده تى خورى زوى علي، كوچنى زوى يې ابوبكر، بل زوى يې او نور ګڼ شمېر نازولي لمسيان يې پرغېشو سوري سوري كړل او بيايې دامام حسين (رض) سرپه ډېرې بې رحمۍ له تنې پرې كړ. امام حسين (رض) پيغمبر (ص) ته ډېرګران و، كله چې وزېږېد، نو پيغمبر(ص) دفاطمې بې بې كورته لاړ، كوچنى حسين يې په غېږكې ونيو اوښكل يې كړ. بيا يې په ښي غوږ كې ورته آذان وكړ او نوم يې هم پرې كېښود. تل به يې ښكلاوه او نازا وه اوويل به يې: (( حسين زما اوزه دحسين يم))، خو يزيدي لښكرو دا هر څه هېر كړل، موږ دهغوى وجدان اوضميرته حيرانېږو، چې څنګه يې دپيغمبر (ص) پرنازولى لمسي او دهغه پروينا (( پرجنتي ځوان)) دبريد زړه وكړ؟

 امام حسين (رض) ديزيد ظلم او استبداد، تېري او نارواته دتسليمۍ سرټيټ نه كړ، دحق او عدالت توغ يې هسك كړ او دژوندانه تر پايه دحق په سنګر كې كلك ودرېد. د امام حسين (رض) ژوند، شهادت، مبارزه او پاڅون دنړۍ دمسلمانانو لپاره داسې ځلانده بېلګه ده، چې بايد ټول مسلمانان ترې پند واخلي، پرلاره يې لاړ شي او او د حق او عدالت دبسيا كولو لپاره نه ستومانه كېدونكې هڅې، سرښندنې او قربانۍ دخپل ژوند موخه اوشعار وټاكي. نن پردين مين افغان ولس دخپل تاريخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي، ځينې ديزيد په څېر داسلام په نامه پرافغان ولس د داسې څه دتپلو هڅه كوي، چې له هېڅ ډول اسلامي اصولو او ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. دځان وژنې او دبې ګناه اوبې دفاع انسانانو د وژنې په ګډون دترهګرۍ بېلابېلې بڼې په اسلام كې هېڅ راز جواز نه لري او دهېواد په هرځاى كې، چې ځانمرګى بريد كېږي ، نوزموږ دمسلمان ولس سترګوته دركربلا خونړۍ پېښه درېږي. موږ ټول بايد اسلام ته ديو ژمن ملت په توګه دترهګرۍ په وړاندې كلك ودرېږو، خپل ملي يووالى لاپياوړى او غښتلى كړو، دهرراز دښمن شومې موخې او ناوړه پلانونه شنډ او له خاورو سره خاورې كړو اوپه خپله سپېڅلي اسلامي خاوره كې دحق، قانون او عدالت بيرغ هسك او رپاند وساتو. دا چې دافغان ولس تاريخي اوقسم خوړلي دښمنان تيار په سنګر كې ناست دي، نو امنيتي مسوولين په تيره بيا دكابل ګارنيزيون پرټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه په شيعه وګړو غږ كوي، چې دعاشورا مراسم په كورونو او تكيه خانوكې دننه پرځاى كړي، امنيتي مسوولين وېره لري، چې په ډله ييزه توګه په واټونوكې دعاشورا دنمانځنې پر لاريونونو خداى مه كړه، لكه دڅوكالو وړاندې په څېر بيا هم ځانمرګي او ترهګر بريدونه ونه شي. دغه راز دې دعاشورا دنمانځنې په پلمه مغرضې كړۍ دخپل نفوذ د ښودلو  لپاره هڅه او لاريونونه نه كوي، نه دې تورې دروازې تړي او نه دې هم په موټرو او نورو عراده جاتو بيرغونه ګرځوي، چې دخلكو د آزار او ازيت سبب ګرځي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha