صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ترهګرۍ پرضد له افغانستان سره د امريكا او هند درېدل مهم ګام دى

د ترهګرۍ پرضد له افغانستان سره د امريكا او هند درېدل مهم ګام دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترهګرۍ پرضد له افغانستان سره  د امريكا او هند درېدل مهم ګام دى

امريكا او هند داسې اجماع ته رسېدلي ،چې په سيمه كې د ترهګرۍ مخنيوى وكړي او له پاكستانه صادرېدونكې ترهګرې ډلې له مخې لرې كړاى شي. د دې لپاره غونډې او راشره درشه روان دي او امريكا پر هند ستره تكيه كړې ده، د امريكا او هند موخه دا ده ،چې په افغانستان كې خپل رول پراخ كړي، هم امريكا د دې لپاره تازه ستراتيژي جوړه كړې او هم يې له هنده غوښتي ،چې د دې ستراتيژۍ د ښې پلې كېدا لپاره په افغانستان كې رول زيات كړي، پرون ((سې شنبه)) په دې اړه د امريكا د دفاع وزير هند ته لاړ او لومړى يې له خپلې سيالې سره په ډيلي كې وكتل، د دواړو مشرانو له خوا پرېكړه وشوه ،چې له جګړه ځپلي افغانستان سره مرستې او همكارۍ پراخه كړي هسې خو هم امريكا او هند له دې وړاندې د افغانستان ستر مرستندوى هېوادونه دي ،خو د نوې ستراتيژۍ له مخې به هغوى لا سره نژدې كړي ، اصلي موخه دا ده ،چې له پاكستانه د صادرېدونكې ترهګرۍ ،چې هم افغانستان ،هم هندوستان او هم يې امريكا له ستونزو سره مخ كړي ،محوه كړي. امريكا خو د دې موخې لپاره د خپلې ستراتيژۍ له مخې په افغانستان كې پوځي او اقتصادي رول پراخوي او دغه راز هند هم چمتو دى ،چې په پراختيايي او روزنيزو برخو كې له افغانستان سره همكارۍ زياتې كړي، د هند د دفاع وزيرې له امريكايي سيال سره تر ليدنې وروسته ويلي ،چې په جنګ ځپلي افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره خپل پرمختيايي فعاليتونه پراخ کړي. د هند دفاع وزيرې نيرمالا سيتارامان دا خبره په نوي ډيلي کې د متحدو ايالتونو له دفاع وزير جېمز ماتيس سره له خبرو وروسته خبريالانو ته وکړه.دې همداراز وويل: په سيمه کې د ترورېزم پر مسئلې د هند او امريکا ترمنځ د نظريووالى مخ په ډېرېدو دى او دواړه هغه کسان غندي چې له ترور څخه د دولتي پاليسۍ د وسيلې په توګه کار اخلي.

د دې اشاره پاکستان ته وه چې د افغان او هندي چارواکو په وينا له ترورېزم څخه په افغانستان او هندوستان کې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره کار اخلي. دې همداراز وويل: دواړه هېوادونه دا مني چې بايد هغوى چې له ترورېزم څخه د دولتي پاليسۍ په توګه کار اخلي، مسوول وګڼل شي او د ترورېزم د ملاتړ بنسټونه بايد ويجاړ کړل شي. آغلې نيرمالا سيتارامان دا هم وويل چې ماتيس ډاډ ورکړ چې له پاکستان سره به د هغه ترورېزم په اړه خبرې وکړي چې له دغه هېواده سرچينه اخلي. دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيز مشارکت او د سيمې په اړه هراړخيزې خبرې وکړې. افغانستان د دې هڅو توود هركلى كوي، په سيمه كې د هند په څېر بل داسې دوست د افغانستان لپاره نه شته ،چې په يادو برخو كې ورسره مرسته وكړي، دغه راز د امريكا په څېر پياوړى هېواد هم په ټوله نړۍ كې نه پيدا كېږي ،چې له افغانستان سره پوځي او اقتصادي همكارۍ پراخې كړي، دې چارو د افغانستان او هند او دغه راز د امريكا دښمنو كړيو سخت حساسيتونه را پارولي دي، په ګاونډ او سيمه كې پاكستان او روسيه د دې هڅو مخالفت كوي، خو افغانستان يې پروا نه لري او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ  او د دې پديدې تر شا دولاړو هېوادونو پرضد اجماع رامنځته كړې ده، دا اجماع د افغانستان په ګټه او د ترهګرۍ پرضد ده، پاكستان كه هرڅو د دې هڅو مخالفت وكړي ،خو د ترهګر هېواد په توګه د امريكا او نړيوالې ټولنې له فشاره ځان نه شي ژغورلى. امريكا دا ځل قاطع ده او د هغې ترهګرۍ ځالې به له بېخه وكاږي ،چې په پاكستان كې دي او له هغه ځايه نورې سيمې او نړۍ ته مخه كوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha