صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د عاشورا مراسم به ،په خوندي توګه تر سره شي

د عاشورا مراسم به ،په خوندي توګه تر سره شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عاشورا مراسم به ،په خوندي توګه تر سره شي

په پام کې ده ،چې سږ کال به په افغانستان کې د عاشورا مراسم په خوندي او ډاډمنه فضا کې تر سره شي، د دې لپاره افغان حکومت پراخ امنيتي تدابير نيولي دي، ديني عالمان هم په دې هڅو کې دي ،چې دغه مراسم لکه څرنګه ،چې ښايي ترسره شي، يعنې هم د دغو مراسمو د امنيت او هم مذهبي پيغام رسولو لپاره کار کېږي، په دې اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني له اهل تشيع او تسنن علماوو سره کتلي او ورسره يې خبرې کړې دي ، د ولسمشر لويه غوښتنه له هغوی دا ده ،چې په دغو مراسمو کې دې د نبوي ص کورنۍ او حضرت امام حسين د قربانيو پيغام په ريښتيني توګه خپور او مسلمه امت ته يې په سمه توګه وړاندې شي، ولسمشر غني له دغو عالمانو سره په کتنه کې وويل: (( د جعفري او حنفي علماوو له خوا چې د يو بل نفس دی ؛د عاشورا نمانځلو لپاره جدي اراده شته ))او له هغوی يې وغوښتل، چې د امام حسين(رض) چلند او سيرت مسلمانانو ته په ښه توګه ورسوي. جمهوررييس غني همداراز وويل، په امن چاپېريال کې د عاشورا مراسمو نمانځلو لپاره ګډ امنيتي کمېسيون جوړ شوی. هغه د اسلام دښمنانو ته په خطاب کې وويل : (( د اسلام دښمنان بايد پوه شي، چې زموږ د خلکو يووالی ،نه شي خرابولی او نه زموږ د مذهبي فعاليتونو مخنيوی کولی شي.))

 د افغان حکومت هڅې دا دي ،چې دا مراسم له هر ډول ترهګريز بريده خوندي تر سره شی، موخه دا ده ،چې دغه مراسم دې د يوه مذهب پيروانو له خوا نه ،بلکې په واقعي توګه داسې ونمانځل شي ،چې د حضرت امام حسين د قربانۍ اصلي راز را وپلټل شي او ولس ديني او ملي يووالي ته را بولي، ځکه ګڼې استخباراتي شبکې ،چې د خپلو ناوړو موخو لپاره ديني ارزښتونه پلمه ګرځوي، هڅې کوي چې د مسلمه امت په منځ کې اختلافونه را پورته کړي او بيا په کې خپلې ګټې تر سره ولټوي، دا چې افغان ولس په تېرو څو کلونو کې لږ ترلږه خپل دښمن پېژندلی او پرضد يې ملي اجماع را منځته شوې ،دښمن هم داسې هڅې کوي ،چې دا ملي اجماع د مذهبونو ترمنځ په توپير سره وپاشي. د دې لپاره دښمن په پلازمېنه کابل او نورو سيمو کې د شيعه او سني مسلمانانو پر جوماتونو او عبادت خونو ترهګر بريدونه کړي او ګڼ مسلمانان يې د عبادت پر مهال شهيدان کړي دي، چې څه موده وړاندې يې په کابل کې د شيعه مسلمانانو پر جومات د جمعې د لمانځه پرمهال او دغه راز څو کاله وړاندې د همدغو عاشورا پر ويرجنو مراسمو ترهګريز بريدونه، سترې بېلګې دي، خو له نېکه مرغه چې افغان ولس د دښمن دغو خوځښتونو ته متوجې دی او د دغه مسلمه امت ديني عالمان به هېڅکله هم دښمن پرې نږدي ،چې د ملت تر منځ مذهبي توپير او اختلافونه رامنځته کړای شي، د افغانستان ديني عالمان پياوړی اتحاد لري او په دې کې د ولسمشر رول ستر ارزښت لري، ولسمشر غني هڅې کوي ،چې د جومات او ښوونځي غږ سره لا پياوړی کړي او ټول د خپلو مذهبي ،ملي او دينی ارزښتونو په ښه او غوره توګه پاللو ته چمتو کړي، د ولسمشر د هڅو له برکته د دښمن د رټلو او د ترهګرو بريدونو د مخنيوي لپاره پياوړې اجماع را منځته شوې او دا دی د راروان عاشورا د خوندي مراسمو لپاره پوره چمتوالی نيول  شوی دی.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha