صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د اصلاحاتو د راوستلو غوره او بنسټيزه لاره له فساد سره رښتينې او غوڅه مبارزه ده

د اصلاحاتو د راوستلو غوره او بنسټيزه لاره له فساد سره رښتينې او غوڅه مبارزه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اصلاحاتو د راوستلو غوره او بنسټيزه لاره له فساد سره رښتينې او غوڅه مبارزه ده

كه څه هم دافغانستان خلكوته د يو ډېر ستر سرخوږي په توګه دافغانستان په بېلابېلو پوځي ،امنيتي ،قضايي او عدلي ادارو او نورو ارګانونو كې له فسادونو سره دمبارزې له پاره له لسو څخه زياتې ادارې جوړې شوي دي او په هېواد كې د اصلاحاتو د راوستلو لوړ هدف ته د رسېدلو له پاره له فساد سره دمبارزې چارې پرمخ بيايي ،خو بيا هم د افغانستان دولتي او خصوصي ادارې له فاسدانو څخه بېخي نه دي پاكې شوي او دهېواد اقتصاد او حتى امنيتي چارې يې ټكنۍ او ځنډنۍ كړي دي او له دې لارې يې د ترورېزم دشومو موخو پلي كولو ته زمينه برابره كړې ده لكه چې دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني د هېواد په امنيتي او دفاعي ارګانونو كې له فساد سره دمبارزې په نامه په وروستۍ جوړې شوې غونډه كې هم يادو مهمو ټكو او واقعيتونو ته ګوته ونيوله او په زغرده يې دا وويل چې: د هېواد د يو ډېر مهم امنيتي ارګان په توګه د ملي دفاع په وزارت كې فساد د افغان سر تېرو او افسرانو دمرګ ژوبلې د كچې زياتوالي ته زمينه برابره كړې ده چې پر ضد يې بايد مبارزه نوره هم زياته شي. ويل شوي چې دهېواد په امنيتي ارګانونو كې دفساد د جرړو د بيخي وچولو له پاره د امنيتي ارګانونو او دافغانستان د لويې څارنوالۍ تر منځ تړونونه هم لاسليك شوي چې له مخې به يې ياد شوي ارګانونه پر خپلو كې د پوره همغږۍ له مخې په امنيتي ارګانونو كې په فساد كې د ښكېلو ټيكه دارانو، قرارداديانو ،قوماندانانو ،افسرانو او د سرتېرو په نښه كولو، څارلو او تعقيبولو چارې په پوره جديدت ،قاطعيت او صداقت پرمخ بيايي ، پر فساد تورن او شكمن كسان به نيسي ، د حساب ،كتاب او جزا له پاره به يې د قانون منګولوته سپاري .

همدارنګه ولسمشر غني ددې ترڅنګ څه موده وړاندې د كورنيو چارو په وزارت كې له فساد سره د مبارزې په اړه په دغه ډول ورته جوړه شوې غونډه كې هم په خپلو سپينو خبرو كې د كورنيو چارو وزارت د فساد زړه وباله او پر ضد يې د مبارزې د لاسختوالي او زياتوالي له پاره په كلكه خپله سينه وډبوله او څرګنده يې كړه چې د امنيتي او دفاعي ادارو په ګډون د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي ارګانونو او موسسو كې فسادونه نور ده ته هېڅ د زغملو او منلو وړ نه دي  او په فسادونو كې ټول ښكېل كسان به د سختې جزا له پاره د قانون منګولوته سپارل كېږي او له دې لارې به د هېواد په ټولو ادارو كې د اصلاحاتو لوړ هدف ته د رسېدلو له پاره له خپلو خلكو او نړيوالې ټولنې سره خپلو شويو ژمنو ته دعمل جامه وراغوندي، همدا لامل دي چې د فساد پر ضد دمبارزې د لا سختوالي له پاره د جمهور رييس دغه ډول رښتينې ،غوڅې او نه ماتېدونكې ارادې د جنګ سالارانو،قوماندانسالارانو ،كيبل شاهانو ،ټوپكيانو او غاصبانو ، دقدرت د ګدۍ او پيسو د ليونيانو او قوم پالو په څېر پخواني مشهور او ستر فاسدان ،فاسقان، جنګي جنايتكاران ،ملي خاينان او دنظام دښمنان هم په زياتې وېرې او ډار كې اچولي دي ،نو ځكه يې د نظام پر خلاف پر غوغاګانو لاس پورې كړى دى ،مارشونو، لاريونونو،مظاهرو او غونډو ته سازمان وركوي او غواړي چې له دې لارې د زياتو لوټماريو ،انسان وژنو ،انسان تښتونو، دنېشه يي توكو د قاچاق ،دمځكو د غصب ،دبرېښنا دغلا،خپلسرو ښارګوټو، دنګودنګو ماڼيو،آسمان څكو برجونو او نورو لوړ پوړو ودانيو د جوړولو په تور له حساب او كتاب څخه ځانونه وژغوري . كه چېرې د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حكومت په افغانستان كې دفسادونو د له منځه وړلو له پاره خپلو شويو ژمنو ته دعمل جامه ورواغوندي او پلې كولو ته يې په كلكه خپلې مټې را بډ وهي ،نو ډېر ژر به د خلكو د يوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد كې د اصلاحاتو څراغونه پر ځلېدو راشي او پرمټ به يې دافغانستان د كلونو كلونو جګړه ځپلي هېواد  ځورېدلي ،كړېدلي او ربړېدلي خلك له هوسا ،بسيا او سوكاله ژوند څخه برخمن شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha