صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پاكستان بايد له ناوړې پاليسۍ لاس په سر او د سيمې په اتصال كې ونډه واخلي

پاكستان بايد له ناوړې پاليسۍ لاس په سر او د سيمې په اتصال كې ونډه واخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاكستان بايد له ناوړې پاليسۍ لاس په  سر او د سيمې په اتصال كې ونډه واخلي

افغان حكومت په هر حالت كې له پاكستان سره د سولې هڅو ته دوام وركوي، كه څه هم د دغه هېواد په سياسي او پوځي يا اقتصادي برخو كې ستر بدلونونه هم راشي. داسې رپوټونه وركړل شوي ،چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د پاكستان لنډمهاله لومړي وزير خاقان عباسي ته د صدراعظم په توګه د غوره کېدو مبارکي وويله. ولسمشر غني په دې خوښي څرګنده کړې چې په پاکستان کې نوي صدراعظم ته بې جنجاله واک ولېږدول شو او دا په پاکستان کې د ولسواکۍ لپاره ښه ګام دى.ټاکل شوې چې ښاغلى عباسي وروسته له دې چې د پنجاب اوسنى اعلى وزير او د نوازشريف ورور شهباز شريف د خپل ورور (نوازشريف) پر ځاى د ملي اسمبلۍ غړى شي، د صدرات چوکۍ نوموړي ته پرېږدي. د پاکستان د صدراعظم دفتر وايي: خاقان عباسي له ولسمشر اشرف غني څخه مننه وکړه، ويې ويل چې ترورېزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دى او «موږ به په سيمه کې په ګډه د ترورېزم د رېښو د وچولو لپاره کار وکړو.»

دواړو مشرانو په سيمه کې د انرژۍ د ستونزې د حل او د دوو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر ښه والي هم خبرې وکړې. د پاكستان د دغه لنډ مهاله لومړي وزير څرګندونې هم د نورو چارواكو په څېر دي او دا د پاكستان خبرې دي، چې ګنې ترهګري ستر دښمن دى او پر ضد يې مبارزه اړينه ده او وايي ،په دې كې له افغانستان سره مرسته كوي، خو پرې باور ځكه نشته ،چې پاكستان په هېڅ توګه له ترهګرۍ لاس نه اخلي او د دې پديدې روزنې او ترهګريزو بريدونو ته يې د پر شا ټپولو لړۍ روانه ساتلې ده. پاكستان له افغانستان سره په مخامخ جګړه كې ښكېل او د هرې هغې وسله والې ډلې ملاتړ كوي ،چې د افغانستان پرضد جنګېږي، نو ځكه افغان حكومت لومړى له پاكستان سره سوله كوي، د ولسمشر غني تلېفوني خبرې په دې مانا دي ،چې افغان حكومت له پاكستان سره د سولې لړۍ ته دوام وركوي او په هر وخت او هره موقع كې به دا هڅې دوام داره ساتي. د پاكستان نوى لنډ مهاله لومړى وزير هم د پاكستان ناوړه پاليسي نه شي بدلولى او هغه د افغانستان پرضد په ټول وس جګړه ده، دغه لومړي وزير له دندې وړاندې داسې شعار پورته كړ ،چې ګنې هغه به هم د پخواني لرې كړاى شوي لومړي وزير نوازشريف كړنلارې ته دوام وركوي، هغه كړنلاره په ښكاره توګه د افغانستان پرضد ده. له همدې امله يې ژمنې هسې تش په نامه شعار دى ،چې په هېڅ توګه به تحقق ونه مومي ،خو دا خبره يې سمه ده ،چې ترهګري د پاكستان په شمول د ټول بشريت ستر دښمن دى او هر چا چې روزلې ،نو د لستوڼي د مار په څېر يې هغوى ته هم ټك وركړى دى. افغان حكومت د پاكستان له چارواكو غواړي ،چې پخوانۍ بشري ،ديني ،اخلاقي او مسلماني ضد كړنلاره پرېږدي او د ښه ګاونډيتوب  پر اصولو برابر د خپلو دايمي او روا ګټو لپاره ملا وتړي، پر ترهګرۍ څه نه شي تر لاسه كېداى او نه هم په افغانستان او كشمير كې د جګړې له دوامه ،موږ له پاكستاني چارواكو غوښتنه كوو ،چې د ترهګرۍ د ملاتړ پر ځاى د سيمې په اتصال كې ونډه واخلي ،نه دا چې دا چارې ټكنۍ كړي ،د پاكستان د نوي لومړي وزير دا څرګندونه ستايوو، چې د انرژۍ د تر لاسه كولو لپاره يې د ګډو هڅو لپاره كړې ده، دا به غوره اقدام وي او پاكستان بايد د افغانستان له لارې له منځنۍ اسيا څخه د كاسا زر د برېښنا او ټاپي نل ليكې د غځولو لپاره ګام پورته كړي او د اقتصادي ګټو لپاره د سيمې په اتصال كې ونډه واخلي ،له دې پرته به له ترهګرۍ څه تر لاسه نه شي كړاى ، په دې كې يې زيان دى او وخت دې له لاسه نه وركوي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha