صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د افغانستان لپاره د امريکا کړنلاره په پوره دقت جوړېږي

د افغانستان لپاره د امريکا کړنلاره په پوره دقت جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان لپاره د امريکا کړنلاره په پوره دقت جوړېږي

د افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر ټرمپ پر کړنلاره لا هم فکر کېږي ،دا کړنلاره د جوړېدا په حال کې ده او ښايي له پوره دقت وروسته د سپينې ماڼۍ له خوا اعلام شي، خو لا يې هم د اعلامولو دقيقه نېټه نه ده مالومه. داسې ويل کېږي ،چې پر دې کړنلاره ډېر په دقت کار کېږي؛د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريک ټېلرسن، د دوشنې په ورځ ويلي چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امريکا د ستراتيژي په هکله له خپلو سلاکارانو «سختې پوښتنې کړې» او په وينا يې اراده نه لري چې د پخوا په څېر وضعيت ادامه ومومي. د فرانس پرس خبري آژانس په رپوټ کې ليکلي چې سپينې ماڼۍ له ۱۶ کلنې جگړې وروسته په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو د پلان په هکله له سره غور پيل کړی دی. مهمه او د پام وړ مسئله دا ده چې د امريکا جنرالان هڅې کوي ،چې د افغانستان کړکېچ حل او د ناټو د نورو هېوادونو پر ډېرو مرستو سربېره افغان ځواکونه په دې هڅه کې دي چې طالبان پر شا وتمبوي ښايي د دې لپاره د امريکا ځواکونه نور هم زيات شي، چې دغه وضعيت ته د رسېدنې په موخه لا تر مخه په اقدام کې ټرمپ د دفاع وزارت مشر جنرال جيم متيس ته دا صلاحيت ورکړ چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په هکله تصميم ونيسي، اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي او د ناټو شا او خوا ۵۰۰۰ بهرني سرتېري مقر دي.

رپوټ زياتوي چې متيس غواړي تر هغه وخته انتظار وکړي چې سپينه ماڼۍ نه يوازې د افغانستان بلکې د سيمې او په ځانگړې توگه د پاکستان په هکله هر اړخيزه ستراتيژي وړاندې کړي. د دې لپاره ولسمشر ټرمپ خپلو مشاورينو ته دنده سپارلې چې د افغانستان د جگړې د گټلو لپاره پلانونه وړاندې کړي ،چې وضعيت بدلون ومومي. دا رپوټونه هيله بښوونکي دي، ځکه د افغانستان لپاره د امريکا د کړنلارې پر سر ډېر بحثونه کېږي او ځينې خو دې ته لمن وهي ،چې امريکا له افغانستانه پښې سپکې کړي او د هغوی د تپل شوې جګړې د دوام لپاره ميدان خالي وي، خو دا ناممکنه ده، ځکه امريکا د افغانستان او افغانستان د امريکا لپاره ستر ارزښت لري. په سيمه کې ترهګري نه يوازې د افغانستان ،بلکې د سيمې او خپله د امريکا پر موخو هم بريدونه کوي، که د دې لپاره سمه او عاقلانه کړنلاره جوړه نه شي، نو د ترهګرۍ خطرونه به له دې هم ډېر شي،خو امريکا دا نه شي زغملای ،ځکه امريکا په دې پوه ده ،چې د افغانستان په ګاونډ کې روزل شوې ترهګري هم په افغانستان او هم په سيمه او نړۍ کې د امريکا پر موخو بريدونه کوي،نو امريکا به يې هرو مرو د له منځه وړلو لپاره ګام پورته کوي، له همدې امله امريکايي چارواکي وايي ،چې جوړېدونکې کړنلاره يوازې د افغانستان لپاره نه ،بلکې د سيمې او په ځانکړې توګه له پاکستان سره د حساب کولو لپاره ده. امريکا اوسنۍ جګړه غوره فرصت بللی او نه پرېږدي چې دا جګړه دې ناتمامه پاتې شي. د همدې لپاره ولسمشر ټرمپ ډېرې هلې ځلې کوي او ډېر په دقت سره د دې کړنلارې د هر اړخيزې بريا لپاره له پوځي جنرالانو پوښتنې کوي. دا غوره اقدام دی ،چې افغان حکومت يې ستاينه کوي ،وايي ((کوم تصميم ،چې پر سلا وي ،بې بلا وي.)) لا هم وخت شته او کورني ځواکونه اوس په هر ځای کې يرغلګر ځپلای شي ،خو ستونزه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له خوا جوړه ده ، د دې په مقابل کې اړينه ده چې امريکا سمه او پوره پياوړې کړنلاره جوړه او پلې کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha