صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ټرمپ کړنلاره بايد د ترهګرۍ ضد جګړه وګټي

د ټرمپ کړنلاره بايد د ترهګرۍ ضد جګړه وګټي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټرمپ کړنلاره بايد  د ترهګرۍ ضد جګړه وګټي

په دې وروستيو کې د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ په دريځ باندې ډېرې خبرې کېږي، سره له دې ،چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره کړنلاره ،نه ده اعلام کړې ،خو په نړيوالو رسنيو کې پرې ډېر بحثونه کېږي ،څوک وايي چې ګنې ولسمشر ټرمپ زړه نا زړه دی،چې د افغانستان په اړه څه بايد وکړي،داسې هم ويل کېږي ،چې دا کړنلاره په ډېر دقت جوړېږي او ولسمشر ټرمپ د امريکا د نوروپخوانيو ولسمشرانو په پرتله د ترهګرۍ پرضد ډېر جدي دی، خو داسې اوازې هم خپرې شوې ،چې ګنې ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو هم غور کوي؛ خو دا خبره ډېره ژر بېرته ولسمشر اخيستې اوس هغه غواړي ،چې داسې کړنلاره جوړه کړي ،چې افغانستان ژر پر خپلو پښو ودروي او د خپل ځان دفاع خپله وکړای شي. افغانان د همداسې تګلارې هرکلی کوي ،دلته په افغانستان کې خلک د بهرنيو ځواکونو له زياتېدو سره مينه نه ښکاره کوي او دا هم وايي ،چې امريکا دې د خپلو ځواکونو او ورسره په څنګ د ناټو د عسکرو لګښت افغانستان ته ورکړي، دا به د سولې لپاره غوره وي، خو دا هم اړينه ده،چې امريکا دې افغان ځواکونه پياوړي کړي ،داسې چې پرمختللې وسلې ،الوتکې ،توپ او د دفاع او کشف ټول تجهيزات ولري.

خو دا کار هم بيا وخت غواړي او د امريکا او ناټو د عسکرو ماموريت لا پسې اوږدوي، يعنې د الوتکې لپاره به پيلوټان روزل کېږي او د ځانګړو او قوماندو ځواکونو په شمول ټول افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه روزنه غواړي،چې د ناټو او امريکا ځواکونه پرې عملاً بوخت دي او ژمنه يې هم دا ده چې دغه ماموريت لږ ترلږه څلور يا پنځه نور کلونه وخت غواړي، دا ماموريت خپله د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د حضور لپاره زمينې برابروي. داچې اوس د امريکا ولسمشر او د هغه سلاکاران پر دې بحث کوي ،چې ولې د افغانستان جګړه او امنيت ورته مهم دي او له سره پر دې فکر کوي ،دا خو ټولو ته مالومه ده ،خپله امريکايي چارواکو او عام ولس ته يې ،کله چې شپاړس کاله وړاندې د پاکستان په هلو ځلو يوازې د اسامه بن لادن په مشرۍ  د القاعده ډلې  پر امريکا خونړي بريدونه وکړل او ګرده نړۍ يې له ناامنيو سره مخ کړه ،نو اوس چې پاکستان لسګونه ترهګرې ډلې روزلې ،نو د دې خطر هم امريکا او هم نړيوالې ټولنې ته لسګونه ځله ډېر دی، بايد په همدې اړه فکر وشي. افغانان هم غواړي ،چې د ښاغلي  ټرمپ په کړنلاره کې دې د دې ترهګرۍ جرړې وايستل شي او ژر دې دا کار وشي، د ترهګرۍ ځالې او تر شا يې ملاتړې کړۍ او يا حکومتونه ټولو ته مالوم دي ،امريکا او نړيواله ټولنه دې پرې فشار راوړي او خپله دې د ترهګرۍ ځالې تر بريدونو لاندې راولي، دا کار ډېر ژر هم کېدای شي. په دې کې هم د امريکا اوهم د نړيوالې ټولنې ګټې نغښتې او هم يې امنيت او ثبات ،له دې پرته به حالات ټکني کېږي او دا به نه د امريکا او نه هم د نړيوالې ټولنې په خير وي. له افغانستانه له وخته وړاندې د امريکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو ايستل د امريکا په شمول د ټولې نړۍ پر زيان دي. دلته بايد افغان ځواکونو ته روزنه ورکړل شي او داسې پياوړي شي،چې خپله دفاع په خپله وکړي. د ټرمپ د دې غوښتنې هرکلی کوو ، چې نوې ستراتيژي يې بايد له تېرې ناکامې ستراتېژۍ سره ورته والی ونه لري او دا ځل د ترهګرۍ ځالې او تر شا يې ولاړ قسم خوړلي دښمنان دړې وړې کړي. افغان حکومت هم دا غواړي،چې دا نوې ستراتيژي په دې موخه جوړېږي چې بايد په ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې بريالۍ شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha