صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د نظام پر ضد ائتلاف د هېواداو ملي ګټو په خير نه دى

د نظام پر ضد ائتلاف د هېواداو ملي ګټو په خير نه دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نظام پر ضد ائتلاف د هېواداو ملي ګټو په خير نه دى

پرون زرګونه کسان په بلخ ولايت کې د «افغانستان د ژغورنې» په نوم يو څو كسان راټول كړي وو او د مزارشريف ټولې هټۍ يې پرې تړلې وې ،هغوى دوكانداران او خلك لكه د بېګار په څېر د خپلې غونډې د ستروالي لپاره جلب كړي وو. په زور راټولې شوې غونډې ته د بلخ والي عطا محمد نور خبرې وكړې ،خو په خبرو كې يې د ملت د خير ښې ګڼې لپاره څه نه وو ،بلكې د حكومت پر کړنو يې انتقاد وکړ!؟ هغه مرکزي حکومت او په تېره بيا د جمهوري رياست ماڼۍ په استبداد!؟ تورنه كړه او د حكومت وروستۍ ملي او مهمې لاسته راوړنې يې (( د حکومت کاږه قدمونه )) وبلل او په وينا يې دا كاږه قدمونه به سم کړي!؟ عطا محمد نور همداراز له مرکزي حکومته وغوښتل ،چې د جمهور رييس د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دنده او صلاحيتونه ورته بيا ورکړي او همدارنګه د امنيتي پوستونو له مشرۍ د هغه په وينا (( مفسدې څېرې!؟ )) لرې کړي. دې غونډې او احتجاج ته د اجرائيه رياست د دوهم مرستيال محمد محقق په څېر نور كسان هم ورغلي وو ،چې په ټولنيزو رسنيو كې پرې سختې نيوكې وشوې، په خپله په مزار شريف كې خلكو ،پر ائتلاف سختې نيوكې وكړې او دا كسان يې د ملت پرزيان و بلل، خلكو ويل چې دا د هغوى شخصي غوښتنې دي چې له ملي ګټو سره په ټكر كې دي.

په همداسې حال كې اوسني ائتلافګر   د حکومت بر حاله چارواکي دي ، ولسمشر واك نه دى انحصار كړى ،بلكې د هغوى ناروا غوښتنو ته سر نه ټيټوي ،خو دوى د ملت د خير او پرمختګ لپاره كومه طرحه نه لري، افغان حكومت دوى ته وايي ،چې د انتقاد پر ځاى، د اصلاح لپاره بديل او طرحه شريکې کړي. دغه كسان په داسې حال كې پر نظام نيوكې كوي ،چې همدغه نظام په تېرو دوونيمو كلونو كې پر افغانستان د زبېښاك ۱۲۰كلنې كړۍ ماتې كړې او افغانستان يې د لومړي ځل لپاره له نړۍ سره وصل كړى اود سيمې د وصل او ټرانزېټ پر مهم مركز يې بدل كړى دى. دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د مديريت لپاره پياوړي ګامونه اخيستي دي، د سلما د بند په شمول څلوېښت لوى او واړه بندونه جوړ شوي او د كجكې او بخش اباد په څېر پر نورو سترو بندونو هم كار روان دى. همدا نظام نړيوالې ټولنې ته قناعت وركړى ،چې له افغانستان سره تر ډېره د همكارۍ په توګه پاتې او امريكا د ناټو په مشرۍ د افغان حكومت ملاتړ ته تر بل هر وخته ډېر زور وركړى دى. په ادارو كې هم اصلاحات ښه په درز روان دي، په ملي دفاع وزارت كې به ژر بشپړ او په نورو كې به دوام ومومي ،د دغو اصلاحاتو په نړيواله كچه ننګه او ملاتړ كېږي او د حكومت د پلانونو د پلي كولو لپاره نړيواله ټولنه مرستو او همكاريو ته چمتو ده. ملي يووالى ډېر ټينګ شوى او ملت د خپل حكومت د پلانونو ملاتړ ته را دانګلي دي. له همدې امله د افغانستان دښمنان سخت ناراضه دي. په اوسنيو حالاتو كې له دغو كسانو تمه كېده ،چې د اصلاحاتو ملاتړ وكړي، ځاى او واك نوي روزل شوي نسل ته پرېږدي او د هغه دښمن پرضد له ملت سره يو شي ،چې د اوبو د مديريت او له سيمې او نړۍ سره د افغانستان د وصل مخالفت كوي،بلكې دا كسان د دښمن پر ګټه ګامونه اخلي، خو هغوى دې پوه شي ،چې دښمن د افغانستان د پرمختګ خنډ نه شي كېداى او اوس هغه مهال پاى ته رسېدلى ،چې د افغانستان لپاره به لاسپوڅي حكومتونه په بهر كې ټاكل كېدل، بلكې اوس افغانان پياوړى نظام لري ،چې د نړيوالې ټولنې پوخ او اوږدمهاله او د ملت نه ماتېدونكى ملاتړ ورسره دى، دغه ائتلافيان او تاريخي دښمنان به نور د دغه نظام پرضد په هڅو كې شرمېدلي او ګوښې ته شوي وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha