صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د عراق پر سفارت د بريد تر شا ګڼ بهرني لاسونه دي

د عراق پر سفارت د بريد تر شا ګڼ بهرني لاسونه دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عراق پر سفارت د بريد تر شا ګڼ بهرني لاسونه دي

په کابل کې د عراق پر سفارت پرون ډله ييز ترهګر بريد وشو ،د دغه بريد تر شا تور لاسونه د داعش ډلې پر لمن ور پاک شوي دي. داسې انګېرل کېږي ،چې ګنې په کابل کې د عراق پر سفارت بريد د عراق په موصل کې د داعش ډلې د پياوړې پلازمېنې له ماتولو وروسته کېږي ،يعنې د يو شمېر څېړونکو په وينا د عراق له حکومته دلته په کابل کې د موصل غچ اخيستل کېږي ،خو داسې نه ده ،موږ په کابل او د هېواد په ګڼو سيمو کې پر سفارتونو او سياسي استازوليو بريدونه تجربه کړي ،خو دا بريدونه د داعش د ماتې په غچ کې نه دي شوي ،موږ په تېره روژه کې د جرمني پر سفارت خونړی ترهګر بريد وليد ،هغه بريد د داعش له وسه وتلې مسئله ده ،له همدې امله وايو ،چې دا بريد د هغو تاريخي دښمنانو کار دی ،چې په هېڅ توګه له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان اړيکې نه غواړي، خو تاريخي دښمنان به پر داسې ترهګريزو کړنو خپلې ناوړې موخې تر لاسه نه شي کړای،بلکې دا ډول بريدونه به له سيمې او نړۍ سره د افغانستان سياسي او اقتصادي مناسبات لا نور پسې پياوړي کړي، تېر کال په کندهار کې د عربي متحدو اماراتو پر سفير او ديپلوماتانو بريد وشو او هغوی يې شهيدان کړل ،خو د افغانستان او عربي متحدو اماراتو اړيکې يې لا پسې غښتلې کړې، دغه راز څو کاله وړاندې د امريکا پر سفارت بريد وشو ،خو امريکا د افغانستان تر څنګ کلکه ولاړه ده، ورته بېلګې نورې هم شته.

دښمن دا بريدونه ځکه کوي ،چې اوس د ترهګرو د روزنې له امله سخت شرمېدلی ،نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه پوهېږي ،چې دښمن د خپلې وارخطايۍ له امله داډول ترهګر بريدونه کوي، چې د نړۍ پام بلې خوا ته واړوي، دښمن خو هېڅ هم نه شي تر لاسه کولی، بلکې دښمن خپله ګوښې ته شوی او د انزوا پر لور تللی دی او هر خوځښت  يې بېرته په خپل زيان تمام شوی دی. موږ بيا هم وايو ،چې په افغانستان کې ترهګري ځپل شوې او د داعش ډلې ملا ورماته شوې ،خو افغان حکومت د ترهګرۍ تر شا له ولاړو ډلو او کسانو سره سوله غواړي، هغوی عملاً له افغانستان سره په جګړه  کې دي، نه يوازې پاکستان دافغانستان په ختيځو او سويلي ولايتونو کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه بوخت دی ،بلکې په شمالي  ولايتونو کې روسيه د ترهګرو تر شا ولاړه ده او پر افغانستان يې يرغلونو او بريدونو ته پر شا ټپوي او دغه راز په لوېديځ کې د پرمختګ او په ځانګړې توګه د اوبو د مديريت د مخنيوي لپاره يې له ايران او پاکستان سره لاسونه يو کړي او د افغانستان پرضد يې مخامخ جګړه روانه ساتلې ده. اوسني بريدونه هم د دغو دښمنانو کار دی او  د هغوی د موخې لپاره ترهګرې ډلې کاروي، له همدې امله په کابل کې د عراق پر سفارت دا بريد په کلکه غندو، دغه بريدګر ژر وځپل شول ،افغان ځانګړي پوليس په خپل وخت د پېښې ځای ته ورسېدل او د سفارت کارکوونکي يې خوندي ځای ته ولېږدول، د ډيپلوماټانو د اېستلوپه بهير کې يواځې يو افغان سرتېری برسېرن ټپي شوی دی. موږ د خپلو زړورو ځواکونو ستاينه او مننه هم کوو ،خو اندېښنه دا ده ،که د بريد پړه هر څومره د داعش په نامه ډله پر ځان ومني ،خو تر شا يې لکه وړاندې مو چې وويل،د دښمنانو ګڼ لاسونه دي،  دا ډول بريدونه د افغانستان هوډ نه شي زيانمنولی  او نه هم له نړۍ سره د افغانستان پر اړيکو ناوړې اغېزې ښېندلی شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha