صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | امريكا دې د روسيې ،ايران او شمالي كوريا په څېر له پاكستان سره هم سخت چلند وكړي

امريكا دې د روسيې ،ايران او شمالي كوريا په څېر له پاكستان سره هم سخت چلند وكړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريكا دې د روسيې ،ايران او شمالي كوريا په څېر له پاكستان سره هم سخت چلند وكړي

دا چې د امريكا هېواد په افغانستان كې د وخت د انګليسي استعمار له خوا جوړ شوي،له خوا د خپلسري ،تېري كوونكي او پاروونكي هېواد پاكستان د روزل شويو تروريستي ډلو او په سر كې يې د القاعده ،طالبانو ،دحقاني شبكې ،داعش ،لشكر طيبه ،جيش محمد، جماعت الاحرار او نورو ترهګرو سره په اوږدو جګړو كې له يوې خوا خپل نژدې(۲۵۰۰) پوځيان له لاسه وركړل ،نږدې شل زره پوځيان يې ټپيان ،معلول او معيوب شول او نږدي يو زرو پنځه سوه ميليارده (يونيم تريليون) امريكايي ډالره يې پوځي لګښتونه وګالل او آن د پنجابيانو د خپلسري ،تېري كوونكي او پاروونكي هېواد پاكستان د غو روزل شويو وحشي صفتو تروريستي ډلو د ۲۰۰۱زېږديز كال د سپټمبر مياشتې پر يوولسمې نېټې د امريكا د نيويارك ۱۲۰پوړيزه ستر د سوداګريزه ودانۍ او د پنتاګون ستره پوځي ودانۍ هم په نښه كړې. دړې وړې يې كړې او له درېو زرو څخه زياتو وګړوته يې په كې مرګ ژوبله واړوله او دامريكا په ګډون يې د نړۍ د هېوادونو خلك د زياتو ويرونو او ماتمونو پر ټغر كښنول، نو پردې بنسټ ډېره اړينه ده چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريكا نوى حكومت بايد يادو واقعيتونو ته په پام سره او دغه راز په افغانستان ،عراق او ملګرو ملتونو كې دامريكا د پخواني لوى سفير ډاكتر زلمي خليلزاد او نورو لوړ پورو امريكايي ديپلوماتانو ،جنرالانو او سناتورانو له قوله له پاكستان سره دامريكا ددښمن په توګه سخت چلند وكړي.

 دپاكستان د دوه مخي او درواغجن هېواد د روزل شويو تروريستي ډلو مشران او په پاكستان كې دى د هغوي ځالې په نښه كړي او له منځه يوسي او د القاعده د مشر اسامه بن لادن او دطالبانو د پخواني مشر ملااخترمحمد منصور له برخليك سره دې مخ كړي، نه دا چې د پنجابيانو له هېواد سره دخپلو مرستو لړي ته دوام وركړي د رسنيو له لار ېد خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ د جمهور رييس ډونالډ ترمپ په مشرۍ د امريكا نوې ادارې دفساد په تور ددغه هېواد پاكستان د صدراعظم نواز شريف د استعفا وركولو ،ګوښه كولو او شړلو په غبرګون كې ددى لپاره چې پاكستان د امريكا پر ضد خپلو تېرو تېروتنو ته متوجه كړي او پر ضد يې له سخت چلند څخه كار واخلي ،دا ژمنه كړې چې امريكا د ديموكراسۍ او بشري حقوقو په اړه له پاكستان سره ولاړه ده په داسي حال كې چې د وخت د انګليسى استعمار دغه جوړ شوي مصنوعي هېواد پاكستان په افغانستان كې دامريكا په مشرۍ د دوستو هېوادونو د مېشتو پوځيانو ،افغان ځواكونو او نورو كورنيو او بهرنيو اتباعو د وژلو او نورو اسلامي ضد او انساني ضد عملونو د سر ته رسولو له پاره د خپلو روزل شويو تروريستي ډلو لمسولو او هڅولو ته نور هم زور  وركړي  او دافغان ځواكونو د اعلى سر قوماندان په توګه د جمهور رييس محمد اشرف غني له قوله پخپله پاكستان  دافغانستان پر ضد پوره عياره شوې جګړه پر مخ بيايي او نه غواړي چې امريكا په افغانستان كې بايللې جګړه وګټي او دافغانستان هند او آن امريكا په ګډون د سيمې او نړۍ د هېوادونو خلك د ترهګرو او د پاكستان په څېر د نړۍ د ملاتړو هېوادونو له شره خوندي شي .ددى لپاره چې امريكا په افغانستان كې بايللې جګړه وګټي او د افغانستان ،هند او آن دامريكا په ګډون د سيمې او نړۍ هېوادونه د ترهګرو او د پاكستان په څېر د هغوى د ملاتړو هېوادونو له شره بېخې وژغورل شي، نو امريكا بايد د روسيې ،ايران او شمالي كوريا په څېر د پاكستان له هېواد سره هم له سخت چلند څخه كار واخلي او په دغه دوه مخي خپلسري ،پاروونكى او تيرى كوونكي هېواد پاكستان دى سخت اقتصادي بنديزونه ولګوي او له داسې نورو زياتو فشارونو سره دې مخ كړي او دسيمې په اړه دې د خپلې نوې پوځي ستراتېژۍ په سر كې ځاى وركړي، نو هله به پاكستان له يوې خوا د ترهګرو له ملاتړو او له بلې خوا پر دغه خپلسري ، درواغجن او دوه مخي هېواد پاكستان دايران او روسيې په څېر د ترهګرو نورو ملاتړو هېوادونو سره د ناوړو اړيكو له پاللو لاس واخلي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha