صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | هلمند ته د ولسمشر غني سفر ؛ پر حالاتو ستره اغېزه شيندي

هلمند ته د ولسمشر غني سفر ؛ پر حالاتو ستره اغېزه شيندي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هلمند ته د ولسمشر غني سفر ؛ پر حالاتو ستره اغېزه شيندي

جمهوررييس غني د امنيتي وضعيت د ارزونې او د شهيدانو له کورنيو سره د غمشريکۍ په موخه په داسې حال کې هلمند ولايت ته سفر وکړ،چې په دغه ولايت کې دښمن ته درانه زيانونه اوښتي او د هلمند امنيتي ځواکونه په لوړ مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي. ولسمشر غني په ناوه، نهرسراج، مارجه او نورو سيمو کې د کورنيو ځواکونو سرښندنې وستايلې او دا يې (( د جنګ د تاريخ بدلول وبلل.)) هلمند ته د ولسمشر تګ په اوسنيو حالاتو کې ډېر مهم او ځانګړی ارزښت لري ،ځکه دښمن تل پر هلمند بريد کړی او دغه ولايت يې د خپلو موخو د تر لاسه کولو په موخه د مخدرو موادو پر کښت او قاچاق او ستر بشري ناورين بدل کړی دی، د هلمند د اوبو مديت او د هېواد د پرمختګ لپاره د دغه ولايت کرنيز پرمختګ د دښمن لپاره د زغملو نه دی او تاريخي دښمن په کې سختو بشري ناورينونو ته لاس اچولی ؛کله چې کورنيو ځواکونو د هلمند د خوندي کولو لپاره پر دښمن بريد کړی ،دښمن ان په شمال کې کورني ځواکونه بوخت کړي او په هلمند کې يې حالات پر خپله ګټه ساتلي دي ، خو اوس هغه پخوانی وخت نه دی،بلکې سږکال د غوڅ ملاتړ ماموريت په همکارۍ او د امنيتي ارګانونو ترمنځ د سمې همغږۍ له امله کورني ځواکونه له دفاعي حالته يرغليز حالت ته تللي او د ناوې جګړې ګټل ددغه حالت ښه بېلګه ده.

ولسمشر غني هم دې ته اشاره وکړه  او ويې ويل ،چې: (( پخوا به په دغه موسم کې پر موږ فشار زيات و، خو سږکال برعکس دښمن په هر ځای کې تر فشار لاندې دی او افغان ځواکونه بايد دښمن مات کړي.)) په يرغليز حالت کې د کورنيو ځواکونو مرګ ژوبله سږ کال ۳۰ سلنه را ټيټه شوې او د هوايي قوې له استعمال سره د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی، خو په کندهار کې د لسګونو کورنيو ځواکونو پر شهادت سخت خواشيني يوو او ولسمشر غني دا پېښه په ژوره توګه څېړي، د سې شنبې په شپه ناوخته د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په مرکز باندې وسله والو ياغيانو د دښمن په اشاره بريد وکړ او لسګونو ځوانانو ته يې مرګ ژوبله ورواړوله ،د هلمند سفر په دې مانا نه دی ،چې دا پېښه دې له ښاغلي غني هېره او سفر يې دې يوازې تر هلمنده محدود وي، بلکې هلمند ته د هغه سفر ډېر مهم و ،چې د کورنيو ځواکونو د سرښندنو او سترو برياوو ستاينه يې وکړه او د شهيدانو له کورنيو سره يې غمشريکي وکړه ؛ولسمشر غني د ۲۱۵ميوند قول اردو په مقر کې د هغو شپاړس تنو شهيدو سرتېرو له کورنيو سره هم وکتل چې په ګرشک ولسوالۍ کې په وروستۍ پېښه کې شهيدان شوي وو او د شهيدانو روح ته يې دعا وکړه. ولسمشر غني د شهيدانو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې د ګرشک ولسوالۍ پېښه څېړي، د شهيدانو کورنيو ته رسېدنه کېږي او د ټپيانو د درملنې په خاطر به جدي ګامونه واخيستل شي. د هلمند د خوندي ساتلو لپاره ولسمشر له کورنيو ځواکونو سره نورې غونډې هم وکړې او په امنيتي او دفاعي برخو کې يې د هغوی کړنې وستايلې ،ولسمشر په پام کې لري ،چې د کورنيو ځواکونو د سرښندنو او د هېواد په دفاع کې د هغوی د مېړانو قدرداني وکړي او ټپيانو ته په خپل وخت رسېدنه وشي. د دې لپاره د هوايي ځواک غښتلي کول او د امريکا په مشرۍ د ناټو او نړيوالې ټولنې ملاتړ بل هغه مهم  پلان دی ،چې د کورنيو ځواکونو مورال لا پسې لوړوي او په مخامخ جګړه کې به يې د دښمن د ځپلو تاکتيک پياوړی کړي. کورني ځواکونه دې ډاډه وي ،چې د هغوی سرښندنې او مېړانې افغانستان د سوکالۍ پر لور بيايي، دا سفر او د کورنيو ځواکونو د غوښتنو اورېدل، د هغوی د احوال اخيستو د هغوی د مورال د لا لوړولو لپاره ستر ګام دی، دا به پر حالاتو ډېره اغېزه وکړي او د هلمند د ارامۍ او د تل پاتې سوکالۍ سبب به شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha