صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | افغان ځواكونو يرغلګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

افغان ځواكونو يرغلګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان ځواكونو يرغلګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

په دې وروستيو كې د جګړې جغرافيه ډېره پراخه شوې ، ولسواليو سقوط كړى او يرغلګرو پرمختګ، خو په افغانستان كې جګړه د طالب جان او دولت جګړه نه ده ، دا جګړه د پرديو ده او افغان ځواكونه د ايران ،پاكستان ،روسيې ،چين او د انګرېزانو په شمول د ګڼو هېوادونو او عربي شيخانو له خوا له روزل شويو ترهګرو ،ملېشو او يرغلګرو سره په جګړه كې دي ،د كورنيو ځواكونو دا جګړه د افغانستان ديني عالمان برحقه بولي. له همدې امله كورنيو ځواكونو ستر مورال اخيستى او په ډېره ستره ديني او ملي روحيه د يرغلګرو او پرديو ملېشو په وړاندې جګړه كوي ، په فارياب کې د وړمې شپې په هوايي بريدونو کې له ۱۴۰ ډېر يرغلګر وژل شوي دي، په شمالي ولايتونو كې دا يرغلونه او بريدونه د روسيې تر قوماندې او پلان لاندې روان دي، ځكه روسيه د افغانستان پرمختګ او له منځنۍ اسيا ،سيمې او نړۍ سره د هېواد وصلېدل نه شي زغملى ،په هغه صورت كې به منځنۍ اسيا خپلو موخو ته رسېدلې او د روسيې له زبېښاكه ازاده وي، كه هر څومره د منځنۍ اسيا هېوادونه د افغانستان په پرمختګ كې خپل پرمختګ او اتصال كې خپل اتصال ويني ،نو روسيه يې وېروي او د افغانستان په شمال كې د طالب جان په شمول بېلابېلې ترهګرې ډلې بريدونو او يرغلونو ته د همدې لپاره پر شا ټپوي، خو روسيه په افغانستان كې د پرمختګ هوډ نه شي زيانمنولى، افغانانو ملي هوډ كړى، نه يوازې به د منځنۍ اسيا له لارې له اروپا سره د وصل لارې پراخوي ،بلكې د واخان له لارې به د ايران او چين په شمول د سيمې هېوادونه سره وصلوي. دغه راز د هېواد په سوېل او لوېديځ كې هم په دې وروستيو كې يرغلونو د پاكستان ،انګرېزانو او ايران او چين په واسطه زور اخيستى دى.

 پاكستان خو په ښكاره د افغانستان په پرمختګ كې خپله ناكامي ويني او افغانستان له پاكستان سره په مخامخ جګړه كې ښكېل دى. ايران بيا په افغانستان كې خپلې ګټې لټوي ،نه د اوبو پر سر بندونه زغملاى شي او نه هم په افغانستان كې د پاكستان او انګرېزانو له خوا ترهګري او داعشيان، د دې لپاره مداخله كوي او طالبانو ته وسلې او روزنه وركوي ،چې د خپلې دفاع او په افغانستان كې يې د اوبو د مديريت د مخينوي لپاره وكاروي، خو طالبان بايد پوه شي ،چې ايران ، پاكستان او روسيه يې هېڅ كله هم بريا نه غواړي، بلكې د جګړې د دوام لپاره يې د افزارو په توګه كاروي. پاتې شو چين ،چين هم د پاكستان په لمسون د افغانستان د پرمختګ مخنيوى كوي او ډېره د خندا وړ مسئله دا ده چې چين د پاكستان په لمسه وايي چې ګنې سيمې ته د افغانستان له خوا روزل شوې ترهګري صادېږي!؟ د چين دا خبرې د خندا وړ دي، بلكې چين دې پر حالاتو ځان ناخبره نه اچوي، خو د عربو شيخان بيا هلې ځلې كوي ،چې طالبان واكمن شي! د دې لپاره هغوى د پيسو مرستې كوي او پرې طالبانو ته وسلې او تجهيزات اخلي ،خو دا پيسې بيا له نيمايي هم ډېرې د پنجاب جېب ته لوېږي. په هر حال افغان ځواكونه د هر راز دښمن په وړاندې درېدلي او د هغوى شومې موخې يې دړې وړې كړې دي، هم په شمال كې د روس يرغل او هم په لويديځ كې د ايران او سوېل كې د پاكستان او نورو مغرضو كړيو يرغلونه هغوى په شا تمبولي او دښمن دې ښه پوه شي ،چې په افغانستان كې يې ناوړې موخې نه شي تر سره كېداى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha