صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | دښمنانو د موټربم په بلې چاودنې سره بيا هم خپله ناولې څېره بربنډه كړه

دښمنانو د موټربم په بلې چاودنې سره بيا هم خپله ناولې څېره بربنډه كړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دښمنانو د موټربم په بلې چاودنې سره بيا هم خپله ناولې څېره بربنډه كړه

درسنيو له لارې دخپروشويو رپوټونو پربنسټ دوطن، سولې او آزادۍ دښمنانو بياهم پرون سهار نږدې اووه بجې ديو موټربم په چاودنې سره دكابل ښارلوېديځه څنډه ولړزوله او له شپېتو څخه زياتو بې ګناه اوبې دفاع هېوادوالو ته يې مرګ ژوبله واړوله.دكورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش بي بي سي ته ددې بريد پخلى وكړ او جوته يې كړه چې چاودنه ميرويس ميدان او كابل پوهنتون ته څېرمه له ده بوري سيمې سره شوې ده او دكانونووزارت كاركوونكو او ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده اودسولې دښمنانو په دغه ډېر فجيع او شنيع عمل سره خپله ناولې څېره بيا بربنډه كړه او له اسلاميت او انسانيت سره يې خپله دښمني بيا په اثبات ورسوله. دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استولي بيان كې ددغه بريد مسووليت منلي او دايې جوته كړې ده چې په دې بريد كې دافغانستان داستخباراتو ۳۷ كسان وژل شوي دي. خو دروغتيا وزارت وياند وحيد مجروح بيا په دې اړه له بي بي سي سره په خبرو كې داسې وويل: په دې بريد كې ۱۸ كسان وژل شوي او نور ۳۴ ټپيان دي. رپوټ وايي چې دغه چاودنه داجراييه رياست ددويم مرستيال حاجي محمدمحقق له كورسره نږدې شوې ده.

داجراييه رياست يو وياند اميد ميثم وايي چې په دې پېښه كې دمحمدمحقق يو ساتونكى هم ټپي شوى دى، په داسې حال كې چې دافغانستان امنيتي او دفاعي ځواكونو كابل ښاركې دموټربم چاودنو، ځانمرګو او غلچكي بريدونو او داسې نورو فجيعو او شنيعو عملونو دمخنيوي له پاره زيات امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي دي او دكابل ښار په هرواټ او څنډه كې دشكمنو موټرو او خلكو پلټنې روانې دي، خو بيا هم دسولې دښمنانو وكړاى شول چې دافغان امنيتي او دفاعي ځواكونو ددومره زياتو امنيتي تدبيرونو له نيولو سره سره په كابل ښاركې دخلكوله ګڼې ګوڼې څخه په يوې ډكې سيمه كې دموټر بم چاودنې ته سازمان وركړي او واىې لوزوي او نږدې اويادبې ګناه، بې دفاع او مظلومو هېوادوالو ته په كې مرګ ژوبله واړوي، خپل خپلوان ، دوستان او نور زړه سواندي خلك يې دزياتو ويرونو او ماتمونو دګاللو پرټغر ونو كښينوى. ستره اومهمه غوښتنه داده، هغه امنيتي كاركوونكي چې له چاودېدونكو توكو څخه ددغه ډك موټر دپلټنې په برخه كې يې له ناغېړيو څخه كار اخيستى دى، بايد ژر ترژره په نښه او دسختي جزا له پاره دې دقانون منګولوته وسپارل شي اوله بلې خوا دهېواد امنيتي ځواكونه او څارګرې ادارې بايد تل بېدارې اوتيارې و اوسي چې له امله يې دسولې دښمنان ونه كړاى شي دكابل په ګډون د هېواد په ښارونو، ولسواليو اوآن دهېواد په كليو او بانډوكې دبې ګناه، بې دفاع او مظلومو خلكو دبې رحمانه او وحشيانه وژلو له پاره ځانمرګو او غلچكي بريدونو اوبمي چاودنو ته سازمان وركړي اوپه خپلو سرو وينو كې يې ورغړوي. اړينه ده چې په هېواد كې ددښمنانو ددغه ډول فجيعو او شنيعو عملونودمخنيوي له پاره دهېواد امنيتي ځواكونه او څارګرې ادارې بايد په هرډول پرمخ تللو كشفي وسايلو اووسلو سمبالى شي چې پرمټ يې وكړاى شي دسولې د د ښمنانو دغه ډول توطئې له پلي كولو څخه دمخه كشفې او شنډى كړي او دهغوى پرخوب اوخيال يې بدلې كړي ،نو هله به په پوره صداقت ، جرئت او قاطعيت سره دافغان ځواكونو په دغه ډول امنيتي اقداماتو سره دترهګرو دبريدونو مخه ډب شي او په دې توګه به په هېواد كې ددښمنانوفجيعو او شنيعو عملونو ته چې له اسلاميت او انسانيت سره هېڅ اړخ نه لګوي دپاى ټكى كېښودل شي.  په هرحال ترڅو چې امريكا او متحدين يې له افغان حكومت سره دپوره همغږۍ او مرستې له مخې په پاكستان كې دطالبانو، دحقاني شبكى، لشكرطيبه او جيش محمد په څېر تروريستي ډلې ونه ځپي او دهغوى ملاتړي هېوادونه په نښه نه كړي، نيست او نابوديې نه كړي، نو هېڅكله به په دې هېواد كې دافغان ځواكونو او بهرنيو پوځيانو او نورو خلكو په وړاندې ددښمنانوبريدونه ونه دريږي اوتل به ددښمنانو ددغه ډول موټر بمي چاودنواو ځانمرګو اوغلچكي بريدونو ښكاركېږي اوله امله به يې تل ويرونه اوماتمونه ګالي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha