صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ډيورنډ کرښې د له منځه وړلو وړانديز دې ژر عملي شي!

د ډيورنډ کرښې د له منځه وړلو وړانديز دې ژر عملي شي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ډيورنډ کرښې د له منځه وړلو وړانديز دې ژر عملي شي!

د اروپايي پارلمان د مرستيال مشر ريشارډ چرنېڅکي د افغان سولې لپاره پر حقايقو ولاړ داسې وړانديز كړى ،چې له مخې يې په افغانستان او سيمه كې سوله راتلى او ترهګري له منځه وړاى شي. ده ويلي: هغه وخت راغلى چې ډيورنډ كرښه له منځه يووړل او له افغانستانه دې بېلې شوې مځكې بېرته له افغانستان سره يوځاى كړاى شي. ښاغلي ريشارډ چرنېڅکي (Ryszard Czarnecki) ويلي: د ترورېزم د پاى ته رسولو لپاره بايد د ډيورند کرښې تاريخي تېروتنه جبران او د تاريخي حقيقتونو پر اساس پاكستان د افغانستان اصلي پولې ته په شا شي. ريشارډ چرنېڅکي زياته کړې، دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښه د نړيوال ترورېزم پر مرکز بدله شوې،لازمه ده چې اروپا او امريکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پاليسي بدله کړي: «پاکستان د دې لپاره چې پر ډيورنډ کرښه برلاسى وي، په سيمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.» ده همداراز ويلي؛ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړاى شوي، بايد بېرته له اصلي سيمې سره يوځاى او د افغانستان تر حاکميت لاندې راوستل شي. ريشارډ چرنېڅکي يادونه کړې چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر يوولسمه د لوېديځوالو لپاره د خطر زنګ و، چې بايد په سيمه کې خپله پاليسي بدله کړي؛ خو لوېديځو هېوادونو د خطر دا زنګ بابېځه وګاڼه او اجازه يې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.

ده وويل: له ۲۰۰۱ ميلادي راهيسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلى چې د ډيورند کرښې په برخه کې خپله تاريخي غلطي اصلاح کړو. د اروپايي پارلمان مرستيال باور لري چې په افغانستان کې د ميلياردونو يورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځاى بايد د ډيورنډ کرښه لرې شي. ريشارډ چرنېڅکي هغه حقيقت ياد كړى ،چې ډيورنډ د برېتانيايي هند له لوري د دې لپاره هڅه وه چې ځان ته ستراتېژيک عمق تضمين کړي او د افغانستان او د هند د براعظم لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنيوي لپاره حايل سيمه رامنځته شي.  ده ويلي: «دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال برېتانيايي استعمار وکښله چې په نتيجه کې يې د افغانستان د خاورې لويې برخې چې بلوچستان او د پښتنو سيمې، برېتانيايي هند ته ورکړې.» هغه زياته كړې ،چې د كرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو د دې كرښې مخالفت كړى. د اروپايي پارلمان مرستيال وايي: پاکستان د ډيونډ کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړى دى. ده دا هم ويلي چې پنجابيانو په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سيمې وروسته پاتې پرېښې، د هغو قبيلې يې له يو بل سره ښکېلې کړې او د سختدريځۍ او افراطيت د ودې زمينه يې په کې برابره کړې چې اسلام اباد په سيمه کې خپلو ستراتېژيکو هدفونو ته ورسېږي. ريشارډ چرنېڅکي وايي: د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډيورنډ کرښې له منلو انکار کړى دى. دلته په افغانستان كې د نوموړي  د دغه وړانديز تود هركلى شوى او خلك وړانديز كوي ،چې  اروپا او امريكا دې د ده وړانديز ومني ،دا چې اروپا او امريكا په افغانستان كې حضور لري او د ترهګرۍ پرضد جګړه بايد وګټي ،نو د افغانستان اصلي پولو ته بايد پاكستان په  شا او بېلې شوې مځكې دې بېرته سره يوځاى كړي ،چې د ترهګرۍ ځالې له بېخه و ايستل شي، له دې پرته به ترهګري د سيمې او نړۍ په مخ كې ستر خنډ وي او له دې به هم پياوړې او خطرناكه شي، پاكستان به خپلې سرتمبګۍ ته لا پسې زور وركړي ،چې په سيمه كې به د امريكا او لوېديځوالو ګټې په هېڅ توګه ترې خوندي نه وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha