صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د سولې لپاره د ښځو ونډه د پام وړ ده

د سولې لپاره د ښځو ونډه د پام وړ ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سولې لپاره د ښځو ونډه د پام وړ ده

پرون په كابل كې (( ښځې د سولې پيغام لېږدونکې )) تر نامه لاندې د لومړۍ مېرمنې په هڅو د ښځو څلورم ملي سپوزيم جوړ شو چې په كې د سولې په بهير کې د افغان مېرمنو پر ونډې بحثونه كېږي. سپوزيم ته ولسمشر غني ،د اروپايې ټولنې د اسيا برخې مرستيالې پولا پامپلوني، په افغانستان کې د ناروې سفيرې اغلې ماري‎ سکير، د ښځو چارو وزيرې دلبرنظري او او ګڼو نورو بهرنيو مېلمنو خبرې وكړې، ولسمشر غني ټول هغه لاملونه بيان كړل ،چې د پردۍ تپل شوې جګړې په اور كې ښځې سوځي، همدا ښځې دي ،چې زامن يې د پردې جګړې قرباني دي، هم په مخالفت كې د ولاړو ځوانانو او هم د كورنيو ځواكونو ميندې د جګړې سخت دردونه ګالي او پخپله هم د دې جګړې له امله له زده كړو ،پرمختګ او اقتصادي بوختياوو وروسته پاتې دي. د ښاغلي غني په خبره د جګړې دوام جنسيتي بې عدالتۍ ته هم لار هواره کړې او په افغانستان کې د سړيو په پرتله مېرمنې درې برابره د سواد له نعمته محرومې دي.د ولسمشر غني دا خبره سمه اوپر ځاى ده ،چې (( په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه هغه مهال خوندي کېداى شي چې اساسي قانون په بشپړه توګه عملي شي.)) خو دلته مهمه دا هم ده چې ښځې د سولې په پلي كېدا كې مهمه ونډه واخلي ،ښځې په دې برخه كې تر ټولو ستر مسووليت لري، ښځې كولى شي ،چې خپل اولادونه يې له پردۍ جګړې را منع كړي،

 هغوى پر خپلو زامنو فشار اچولى شي،چې د دښمن په لمسون له خپلو هېوادوالو وروڼو او په تېره بيا د خپلو ميندو او نظام په وړاندې ونه جنګېږي. په سميوزيم كې افغان ښځې له مرکز او ولايتونو ټولې شوې چې د سولې لپاره به يې غږ واورېدل شي او د هغوى مشورې به د هېواد د انکشاف په خاطر او دا چې ښځې څنګه کولاى شي د سولې لوبغاړې شي په پام كې ونيول شي، ولسمشر غني هم د سمپوزيم ګډونوالو ته وويل چې د سولې لپاره د ښځو د هلو ځلو طرحه وړاندې كړي. افغان حكومت د سولې په مذاکراتو کې د ښځو ونډې ته ډېر پام كوي او د سولې په تامين کې ښځو ته د ونډې ورکول يې ستر لومړيتوب دى ،ځكه افغانان کولاى شي هغه مهال پايداره سوله ولري چې ښځې په کې خپل مسووليت ادا كړي. د اسلامي حزب له مشر ښاغلي ګلبدين حكمتيار سره د افغان حكومت د سولې تړون د ستاينې دى او ښځې هم په كور د ننه او نړيواله كچه د سولې له بهير سره د ښاغلي حكمتيار د يوځاى كېدو هركلى كوي، دغه راز ښځې بايد له خپلو طالب زامنو څخه هم د سولې غوښتنه وكړي او پر هغوى فشار راوړي. په دې كې د ديني عالمانو او روسنيو مسووليت ډېر مهم دى، چې ښځو ته د سولې د اهميت او د هغوى د اغېزې په اړه مالومات وړاندې كړي، ځكه د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو كې كليوالې ښځې هره هغه مفكوره ښه بولي ،چې مخالفينو پر كليوالو تپلې، نو د دغو ښځو د عامه پوهاوي لپاره بايد له جومات او رسنيو غږ پورته شي. د ښځو ونډه بايد د سولې د قاصدانو په توګه وپېژندل شي ،چې هغوى د سولې په را وستو او مذاکراتو کې رغنده رول ولوبوي.موږ د دغه سمپوزيم جوړول په نېك پال نيسو او هيله ده چې طرحه ولري او د ښځو ونډې ته ډېره پاملرنه وشي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha