صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په پکينګ كې د (( ورېښمو د نوې لارې )) سرمشريزه

په پکينګ كې د (( ورېښمو د نوې لارې )) سرمشريزه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په پکينګ كې د (( ورېښمو د نوې لارې )) سرمشريزه

په چين كې د ورېښمو د نوې لارې په اړه د بحث لپاره سرمشريزه پرانيستل شوه ،چې د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو مشرانو او استازو په كې ګډون كړى دى. دا په چين کې د کال تر ټولو ستره ديپلوماتيکه پېښه ده. د پکينګ مشرتابه له سلو هېوادونو څخه استازي وربللي چې د «ورېښمو د نوې لارې» په هکله سلا مشورې وکړي. دې غونډې ته د شمالي کوريا پلاوى هم ور بلل شوى ،پر شمالي كوريا نړيوال بنديزونه لا په خپل ځاى پاتې دي ،خو چين يې په داسې غونډو كې ور بولي ،پردې بلنه امريكا سختې نيوكې كړې دي، د شمالي كوريا له خوا د توغندي د بيا ازموينې تر سيوري لاندې په پکينګ کې د «ورېښمو د نوې لارې» سرمشريزه به ښې پايلې هم ونه لري.

 د غونډې په پيل کې د چين دولتي او ګوندي مشر، شي جين پينګ، د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د ۱۲۴ ميليارډو امريکايي ډالرو ژمنه وکړه،خو داسې ښكاري ،چې دا لګښت به د پخوانۍ لارې حيثيت اعاده نه شي كړاى. د ده په خبره هر څوک کولای شي چې په دغې پروژه کې ونډه واخلي. څنګه ګټه ،چې افغانستان ترې محروم پاتې شوى دى !؟ په روانه سرمشريزه کې د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرش او د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان هم ګډون کوي. د «ورېښمو د نوې لارې» تګلاره چې ( يوه لار او يو كمربند ) نومېږي ،په ۲۰۱۳ کال کې د چين د ولسمشر شي جين پينګ له خوا معرفي شوه. چين غواړي چې د دغې سترې پروژې د لارې د نړيوال کېدو نوي عصر ته لاره هواره کړي. ټاکل شوې چې دغه پروژه به د ورېښمو د لرغونې يا تاريخي لارې په څېر چين له اروپا او نورو  لويو وچو سره وصل کړي. خو د چين دا تګلاره ناسمه او د ورېښمو د پخوانۍ لارې د تګلوري پر خلاف ده ،د ورېښمو پخوانۍ لاره د افغانستان پر زړه تېرېږي او افغانستان يې دهلېز دى ،هغه لاره د سيمې او نړۍ ثبات ټينګولى شي ،خو دا نوې لاره به د هغې پر خلاف ګټوره نه وي، د ورېښمو پخوانۍ لاره له كاشغره افغانستان ته را اوښتې ،بلخ ته غځېږي ،له هغه ځايه مركزي اسيا او اورپا او د هرات له لارې سويلي اسيا او په ځانګړې توګه ايران او هندوستان ته غځول كېږي، خو اوس چين د پاكستان په شيطانت او لمسون د ورېښمو د پخوانۍ لارې تګلورى بدل كړى او افغانستان يې ترې څنډې ته كړى دى،هغوى نه غواړي ،چې د پخوا په څېر دې افغانستان د دې لارې سيمه ييز دهلېز وي، برعكس اوس يې سيمه ييز دهلېز پاكستان ټاكلى دى، چين او پنجابستان هڅې كوي ،چې له هغه ځايه يې دوې پښانګې افغانستان ته را ولېږدوي ،يوه يې له پېښوره تر كابله ،چې پښتانه پرې دوكه كړي او بله يې له كوېټې تر كندهاره ،چې پر دې پروژه بيا پښتانه او بلوڅ دواړه تېر باسي، خو د چين له خوا د دې نوې لارې پلان بايد په اساسي او پخوانۍ بڼه عيار شي. تر اوسه هم لا وخت شته ،چين دې حقيقت ته پام وكړي او دا دې پلمه نه ګرځوي ،چې ګنې په دې اړه افغان حكومت ورسره كوم تماس نه دى نيولى او يا هم په افغانستان كې امريكا فعاله ده او د چين او امريكا د رقابت له مخې د ورېښمو د پخوانۍ لارې تګلورى تغيير مومي، نه داسې نه ده ،د ورېښمو پخوانۍ لاره بايد راژوندۍ شي او د افغانستان حكومت دې له چين سره خبرې وكړي، چين دې دا پلمې هم نه كوي چې ګنې ترهګري د افغانستان له خوا سيمې ته صادرېږي ،دا مسئله د پنچابستان له خوا مطرح كوي ،خو پر حقيقت سترګې پټوي، موږ د چين دا تورونه په كلكه غندو او چين را بولو ،چې په اساسي او اصلي توګه د ورېښمو پخوانۍ لاره جوړه كړي ،چې د سيمې او نړۍ د امنيت اوثبات لپاره غوره تمامه شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha