صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونوله زور راوړلو پرته سوله ناشونې ده

د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونوله زور راوړلو پرته سوله ناشونې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونوله زور راوړلو پرته سوله ناشونې ده

حقيقت دا دى چې په افغانستان كې د تپل شوې جګړې دوام هم افغانان ستومانه كړي او هم د امريكا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف ( ناټو )هېوادونه، خو د دې جګړې د پاى ته رسولو اويا يې هم د ګټلو سخته اړتيا ده، دا اړتيا بايد له بېلابېلو لارو پوره شي ،هم له سياسي او هم له پوځي لارو. د امريكا او نړيوالو ملګرو لپاره يې د دې جګړې ګټل ځكه سخت كار و ،چې دا جګړه د پاكستان ،روسيې ،چين ،برېټانيې او نورو دښمنو هېوادونو د لاسوهنو له امله روانه ده، د پاكستان له خوا د ترهګرو پراخ ملاتړ كېږي او روسيې هم دغه ملاتړ علني پيل كړى دى،د دې ترهګرۍ له امله نه يوازې افغانستان،بلكې په سيمه كې د امريكاګټې،هند او د سيمې او نړۍ نور هېوادونه هم له سخت حالت سره مخ دي، نو ځكه حتمي او ضروري برېښي چې د دې جګړې د ګټلو لپاره لومړى د ترهګرو د خوځښتونو مخنيوى وشي ،بيا د هغوى ځالې او ملاتړې كړۍ له منځه يوسي. داسې ښكاري چې د امريكا نوي حكومت د دې جګړې د ګټلو لپاره نوې ستراتېژي جوړه كړې او دا ځل به ښې پايلې هم ولري. په لومړي سر كې پر پاكستان فشار ډېر اړين دى، كه امريكا او ناټو زرګونه نور سرتېري رالېږي ،خو تر څنګ يې د دې اړتيا هم شته ،چې د پاكستان په مقابل كې پر اقتصادي ،سياسي ،پرمختيايي او نورو بديلونو ډېر كار وشي. اوسني بديلونه كه اغېزمن هم دي ،خو د دغه راز نورو بديلونو غوره كول اړين برېښي.

د پاكستان له خوا د سږ كال د جګړې د پراختيا پلان او دغه راز پر ډيورنډ  كرښه پوځي خوځښتونه هغه څه دي ،چې د افغانستان پرضد د پاكستان د جګړه ييز او يرغليز پلان د پراختيا ښودنه كوي ،كله چې د پاكستان پوځي ،سياسي او استخباراتي پلاويو له كابله څه تر لاسه نه شواى كړاى ،نو يې په سپين بولدك او برملې كې يرغلونه وكړل، دغه راز هغوى د سپين بولدك چمن لاره هم تړلې ده، خو دا لاره كه تړلې هم وي ،نو اغېزې يې دې خوا ته نه شته ،بلكې له كرښې پورې غاړې ته پراته محكوم افغان مليتونه لكه پښتانه ،بلوڅ او نور قومونه د پاكستان د دغه حركت له امله لا پسې را پاروي او په مخ كې يې له كرښې هغې غاړې ته دښمنۍ پراخېږي. د دې لارې بندول خپله د ډيورند هغې غاړې ته د پرتو پښتنو او بلوڅو په زيان دي، كه دا لاره بنده وي ،نو د هغې غاړې رسېدلې مېوې او غلې دانې به هم بازار ته نه وړاندې كېږي او زيان به ګالي. دغه راز نورې اقتصادي او سياسي بديلې لارې چارې هم په كار دي ،چې په افغانستان كې د تمام عيارې جګړې د پراختيا مخنيوى وكړي. د دې ترڅنګ د كرښې د هغې غاړې د محكومو ولسونو ملاتړ او له هغوى سره د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره غونډې ډېرې اغېزمنې دي. د قبايلي سيمو مشرانو هم تېره سې شنبې په ننګرهار كې له خپلو دې خوا وروڼو سره جرګه وكړه، دوى په لومړي ګام كې له ټولو قبايلي سيمو د پاكستان د پوځ د اېستلو غږ پورته كړ او بيا يې د پاكستان د هغو بشري جنايتونو د مخنيوي غوښتنه وكړه ،چې په قبايلي سيمو كې يې تر سره كوي، د پنجاب لنډغر پوځيان په قبايلي سيمو كې هر هغه څوك وژني ،چې د پاكستان د دغه بشري جنايت پرضد يې غږ پورته كړى، له همدې امله دا غونډه دې غاړې ته په ننګرهار كې جوړه شوه ، دغه راز غونډې كولى شي ،چې ترهګري له منځه يوسي او د ترهګرۍ تر شا د نورو پټو معاملو او لاسونو په بربنډولو كې پوره مرسته وكړي. له افغانستان سره د امريكا او ناټو ملاتړ په ننني وخت كې ډېر اړين دى او له دغه ملاتړه بايد پوره پوره ګټه پورته شي. كه دا ملاتړ نه وي ،نو د ترهګرۍ ځالې هم په نښه كېداى نه شي، له همدې امله مو وړانديز دا دى ،چې امريكا دې پرپاكستان زيات فشارونه راوړي چې د ترهګرۍ ملاتړ پرېږدي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha