صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | افغانستان ته د نورو ځواكونو را استول او د جګړې د جغرافيې پراختيا

افغانستان ته د نورو ځواكونو را استول او د جګړې د جغرافيې پراختيا

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان ته د نورو ځواكونو را استول او د جګړې د جغرافيې پراختيا

امريكا او ناټو افغانستان ته د نورو زرګونو سرتېرو پر را استولو غور كوي ، امريکا په پام کې لري چې افغانستان ته د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ نورو سرتېرو په استولو سره يوځل بيا پوځي شتون پراخ کړي. ټاکل شوې چې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د مې په ٢٥ مه د ناټو سازمان په عمومي غونډه کې له گډون وروسته په افغانستان كې د امريکايي پوځيانو د ماموريت په هکله وروستى تصميم اعلام کړي. د امرىکا د سنا جرګې د دفاعي خدماتو کمېټې د دغو پوځيانو د رالېږد ملاتړ كړى او ټينګار يې كړى ،چې د دغو ځواكونو ماموريت بايد ښې پايلې ولري. هغوى د پخواني ولسمشر اوباما پر ستراتېژۍ سختې نيوكې وكړې،خو دا ځل د امريكا نوى حكومت د افغانستان په اړه جدي دى، د ناټو سرمنشي هم د چهارشنبې په ورځ ووىل: په څو اوونىو کې به افغانستان ته د څو زره ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړي. ىنس ستولتنبرګ ټىنګار وکړ چې افغانستان ته به د افغان امنىتي ځواکونو د روزنې لپاره نور سرتېري ولېږي. موږ د دغو ځواكونو د رالېږلو د پلان تود هركلى كوو ،د امريكا او ناټو دا پوځىان به د افغان امنىتي ځواکونو د روزنې کار چټک کړي او تر څنګ به يې د تاريخي دښمن د جګړې پلان له خاورو سره خاورې كړي. د امريكا او ناټو مشران په دې عقيده دي ،چې كه يې له افغانستانه پوځىان ووځي، نو خطر شته چې طالبان بىا واک ته ورسېږي.د امريکا پوځ او استخباراتو موافقه کړې چې د افغانستان په جګړه کې بايد بې تفاوته پاتې نه شي. دغه زرګونه پوځيان به پوځي ثبات تأمين کړي او افغان ځواکونو ته به دا موقع مساعده کړي چې ځان سره راغونډ کړي. افغانستان ته د نورو ځواكونو د را استولو موخه دا ده ،چې د داعش او القاعده د ځپلو ترڅنګ بايد پر طالبانو هم فشار زيات شي. د پوځيانو له زياتېدو سره به دغه فشارطالبان مجبوره کړي چې خبرو ته کښېني او په دې ډول به په افغانستان کې چې له اوږدو کلونو راهيسې جګړې روانې دي، سوله راشي.

د دغو زرګونو ځواكونو د را استولو اړتيا ځكه شته ،چې پاكستان ،روسيې او نورو دښمنو هېوادونو دا ځل كلك هوډ كړى ،چې په افغانستان كې ناامني پراخه كړي ،دا تاريخي واقعيت بايد ومنو چې سږ كال تر ټولو  دښمن ډېره  هڅه كړې ،چې په افغانستان كې د جګړې جغرافيه تر خپل اخري حد پورې پراخه كړي، په دې اړه د امريكا د استخباراتو مشر هم د امريكا د سنا د فاعي كمېټې ته ويلي ،چې په افغانستان كې حالات مخ په خرابېدو دي او بايد كنټرول شي. دا مسئله اوس په امريكا كې ډېره جدي نيول شوې او ټول غواړي چې په دې وپوهېږي چې له پاکستان سره د امريکا په نوې ستراتېژۍ کې څرنګه چلند کېږي، له هغه هېواد سره چې له کلونو راپه دې خوا د افغان جګړې د دوام لپاره او په سيمه كې د امريكا د ګټو د زيانمنولو لپاره د  وسلهوال طالبان،داعشيان ،ترهګر او نورو كسان روزي او ساتي يې. په پاکستان کې مېشتې ترهگرې ډلې جمعيت الاحرار، د هند لپاره القاعده، داعش او لشکر جنگوي، هغه سخت دريځه ترهگرې ډلې دي چې د امريکا د ملي استخباراتو د رييس په وينا امنيتي گواښونه پېښولاى شي. ډېر به دا وايي ،چې د امريكا او ناټو را استول كېدونكي ځواكونه به جګړه پراخه كړي ،خو جګړه هسې هم نورو دښمنو كړيو ،چې نه غواړي په افغانستان كې امنيت ښه شي او پرمختيايي كارونه وشي، د جګړې جغرافيه پراخه كړې ده ،د دې د كنټرول لپاره دغو ځواكونو ته سخته اړتيا ده ،موږ وليدل ،كله چې دوه كاله وړاندې له افغانستانه بهرني ځواكونه ووتل ،نو دښمنو كړيو هڅې وكړې ،د جګړې لمن يې پراخه كړه او طالبانو هم سوله ونه كړه، اوس هم كه دا ځواكونه را وانه ستول شي ،نو د افغانستان د جگړې اوسنى حالت د دښمن په ګټه دى، خو افغان حكومت د خپلو ملګريو په ملتيا دا حالت دښمن ته نه پرېږدي، افغانستان ته به په رااستوونكو امريكايي كوماندو ځواكونو كې ډېر داسې وي ،چې د افغانستان د ځانګړو ځواكونو ظرفيت لوړ كړي ،ځكه افغانستان غواړي ،چې د ځانګړو او كوماندو ځواكونو ليكې پر فرقه يي ځواكونو بدلې شي ،د امريكا او ناټو ځواكونو د را استولو بله ګټه دا هم ده ،چې د افغان هوايي ځواك د پياوړي كولو ،د توپچي سمبالتيا د استخباراتي او كشفي څانګو غښتلتيا او د دښمن پرضد د عملياتو مهارتونه نور هم پياوړي كړي ،له دې سره به د كورنيو ځواكونو تهاجمي قوت لوړ شي، دا غوره اقدام دى او د جګړې د جغرافيـې د لا پراختيا مخنيوى به وكړي. په ځانګړې توګه به ناټو د كورنيو ځواكونو د روزنې او پياوړتيا چارو ته ډېره پاملرنه وكړي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha