صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | له پاکستان سره د افغانستان، ايران او هند ګډه ستونزه – ترهګري ده

له پاکستان سره د افغانستان، ايران او هند ګډه ستونزه – ترهګري ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له پاکستان سره د افغانستان، ايران او هند ګډه ستونزه – ترهګري ده

ترهګري نه يوازې د افغانستان ،بلكې د سيمې او نړۍ او په خپله د هغه هېواد په زيان هم ده ،چې روزي يې او د خپلو ناروا ګټو د ساتلو لپاره يې پر شا ټپوي. نه يوازې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دى بلكې ،هندوستان ، ايران ، سيمه او نړۍ هم ترې خوندي نه دي،افغانستان او هند له ډېرې مودې راهيسې په پاکستان کې د مېشتو اورپکو او ترهګرو ډلو پر ملاتړ اندېښنې لري،خو اوس ايران هم د دغه ګواښ پرضد غږ پورته كړى دى. تهران اسلام اباد ته خبردارى ورکړى که يې د ايران ضد اورپکو مخنيوى ونه كا ، تهران به په پاکستان کې د دغو ډلو پر بنسټونو باندې بريد وکړي. د ايران لوى درستيز بريد جنرال محمد باقري د دوشنبې ( مې۷) په ورځ وويل : ((که ترهګريز بريدونه دوام وکړي، نو موږ به د ياغيانو مرکزونه او کړۍ په هماغه ځاى کې وولو چې په کې اوسېږي په كې.)) ښاغلي باقري دا څرګندونې د جيش العدل په نامه د سني ډلې د هغه بريد په غبرګون کې وکړې، چې څو ورځې مخکې يې له پاکستان سره په سرحد کې د ايران شاوخوا لس سرتېري ووژل. باور دى چې دا ډله په پاکستان کې دننه فعاله ده.

پر ايران سربېره هند او افغانستان هم په وار وار پر پاکستان ملامتيا اچولې ،چې اورپکې ډلې پالي او د ګاونډيو هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره يې کاروي. پاكستان په اصل كې ستونزمن ګاونډى دى ،چې له شره يې نه يوازې سيمه ،بلكې د نړۍ ټول ملتونه له ستونزې سره مخ دي. پرون د قبايلي سيمو مشران په ننګرهار كې له خپلو دې خوا وروڼو سره دېره شول، هغوى په لومړي ګام كې له ټولو قبايلي سيمو د پاكستان د پوځ د ايستلو غږ پورته كړ او بيا يې د پاكستان د هغو بشري جنايتونو د مخنيوي غوښتنه وكړه ،چې په قبايلي سيمو كې يې تر سره كوي، د پنجاب بد مسته پوځيان په قبايلي سيمو كې هر هغه څوك وژني ،چې د پاكستان د دغه بشري جنايت پرضد يې غږ پورته كړى، خو پاكستان په ډېرې مكارۍ سره د دې وژنو لړۍ تازه ساتلې ده، پاكستان نړيوالو ته په دروغو وايي ،چې ګنې په قبايلي سيمو كې د ترهګرۍ ضد عمليات كوي ،په اصل كې دا عمليات د پنجابي د زبېښاك د دوام لپاره دي. پرون هم قبايلي مشرانو ويل : ((په تېرو څو لسيزو کې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې مېشت تر اته نيم زره قبايلي مشران او د سر سړي پنجابيانو وژلي دي.)) د قبايلي مشرانو او د كرښې د دې غاړې له استازو سره د دې جرګه ګۍ د رابللو هركلى كوو ،د قبايلي مشرانو ټولو غوښتنو ته كه هغه له محكوميته د خلاصون دي ،كه هغه د هغوى د نسلونو لپاره د تعليم او نورو حقونو خوندي كول، بايد افغان حكومت يې د پوره كولو لپاره لاس په كار شي، دغه راز دې د نړيوالې ټولنې په مرسته په محكوم افغانستان ( قبايلي سيمو )كې د خپلو وروڼو ستونزو ته د حل لاره ولټول شي، دغه راز غونډې كولى شي ،چې ترهګري له منځه يوسي او د ترهګرۍ تر شا د نورو پټو معاملو او لاسونو په بربنډولو كې به پوره مرسته وكړي. د پاكستان د دوې ډول ناروا كړنو مخنيوى ضروري دى او بايد د خپلو ناوړو جنايتونو حساب ترې واخيستل شي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha