صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د داعش پرضد جګړه سخت پړاو ته ننوتې ده

د داعش پرضد جګړه سخت پړاو ته ننوتې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د داعش پرضد جګړه سخت پړاو ته ننوتې ده

افغان حكومت په هغو سيمو كې ،چې له پاكستانه ورته د داعش جنګيالي را استول كېږي ، پوځي عمليات پراخ كړي دي، دا عمليات له بل هر وخته ډېر په شدت روان دي او ښې لاسته راوړنې هم لري ، په دغو عملياتو كې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر عبدالحسيب په ننګرهار ولايت کې وژل شوى دى. حسيب د داعش له څو نورو مهمو قوماندانانو سره يوه اوونۍ وړاندې (د غويي په ۷ مه) په ننګرهار کې پر يوې کلا د امريکا د ځانګړو ځواکونو (سپېشل فورس) او افغان ځانګړو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شو. د داعش دغه مشر پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې امر کړى و چې په نتيجه کې يې له ۵۰ ډېر ډاکتران، ناروغان، نرسان او د ناروغانو عيادت کوونکي شهيدان شول. دغه راز د داعش دغه مشر د افغان حكومت پرضد لوى خنډ بلل كېده. په ننګرهار كې دغه راز د داعش راډيو هم د كورنيو ځواكونو په هوايي بريد كې دړې وړې شوې ده ،دا څووم ځل دى ،چې دا راډيو له منځه ځي، په راډيو كې راټول تبليغيان او مهم غړي هم وژل شوي دي. د داعش پرضد عمليات وروسته له هغه سختېږي ،چې د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پوخ هوډ اعلام كړى ،چې دا ډله په افغانستان ،سوريه ،عراق او د نړۍ په هر بل ځاى كې له منځه وړي، څه موده وړاندې د امريكا د دفاع وزارت له خوا اعلام وشو ،چې سږ كال به په افغانستان كې د داعش شبكه له منځه وړي. له دغه اعلامه وړاندې په اچين كې د دې ډلې پر مركزونو درنه بمباري وشوه او امريكا وويل ،چې د داعش پر سمڅو يې له ټولو ستر غير اټومي بم يا د بمونو مور كارولى دى.

 داعش ډله هم د پاكستان له خوا رامنځه شوې ده ،دا ډله د كوېټې له لارې لومړى قطر او بيا له هغه ځايه عراق او سوريې ته انتقال شوه ،له هغه وروسته بيا هلته پراخه او اوس يې د افغانستان تر څنګ عراق او سوريې ته هم سخت زيانونه اړولي او په ګرده نړۍ كې يې فعاليتونه ليدل كېږي. په افغانستان كې د دې ډلې د ځاى پر ځاى كېدو موخه دا وه ،چې افغانستان پرې غوبل او د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې لاسته راوړنې پر اوبو لاهو كړي، د دې ډلې تر شا د پاكستان په ګډون د سيمې او نړۍ پياوړي هېوادونه ولاړ دي، د امريكا پخواني ولسمشر بارك اوباما ته ويل شوي وو ،چې ګنې دا ډله كولاى شي  له افغانستانه يې رقيبان ( روسيه او چين ) وځپي،خو اوباما تېر اېستل شوى و او له همدې امله يې خوله پټه نيولې وه ،خو د اوسني امريكايي ولسمشر ټرمپ پاليسي د دې ډلې پر ضد بل ډول ده او هڅې كوي ،چې دا ډله ژر له منځه يوسي، پر اچين درنه بمباري هم دا پيغام وركوي ،چې د دې ډلې ځالې به په هر ځاى كې له منځه وړي. افغان حكومت د دې ډلې پرضد له بهرنيو ځواكونو سره پراخ عمليات كوي او پوخ هوايي ملاتړ هم ورسره دى، ناټو هم د دقيقو عملياتو لپاره افغانستان ته اف شپاړس ډوله جنګي الوتكې را ولېږدولې. يو شمېر ډلې او هېوادونه هڅې كوي ،چې داعش ته په افغانستان كې د پښې اېښودلو لپاره ځاى او د ملاتړ مركزونه  جوړ او تمويل كړي ،خو افغان حكومت په ټول وس د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره لاس په كار شوى او په دې كې د امريكا په مشرۍ د ناټو ملاتړ ورسره په څنګ كې دى. دا ډله په ختيځ كې تر سختو بريدونو لاندې ده او هره ورځ يې ګڼ شمېر جنګيالي وژل كېږي. تمه ده ،چې له داعش ډلې به سيمه ژر پاكه شي، د دې ډلې پرضد ولسي پاڅونونه هم شته او څه موده وړاندې يې د بل وژل شوي مشر برمته شوى سپين آس د ولسونو له خوا ولسمشر غني ته ډالۍ شو.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha