صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د افغانستان په اړه د پاكستان پاليسي په هېڅ ډول بدلون نه مومي

د افغانستان په اړه د پاكستان پاليسي په هېڅ ډول بدلون نه مومي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان په اړه د پاكستان  پاليسي په هېڅ ډول بدلون نه مومي

پاكستان په سيمه كې د انګلستان هغه پروژه ده ،چې ترې غوښن كلني عوايد تر لاسه كوي، كه پاكستان نه وي ،نو انګلستان يا برېټانيه به په ارو پا كې د خپلو لګښتونو ،خپلو سياليو او خپلو نورو شاولو باولو لپاره څه و نه لري، كله چې په ۱9۹۰ يمو كلونو كې پاكستان په افغانستان كې تپل شوې جګړه په شدت پر مخ وړله ،نو له امله يې انګلستان له اقتصادي بحران سره مخ و ، هغه وخت انګلستان ته په اروپا كې د (( اقتصادي او پر ملا مات ناروغ )) خطاب كېده، د اروپايي ټولنې له مرستو پرته بل څه نه و چې برېټانيه يې له دغه بحرانه اېستلې واى ،خو اوس برېټانيه پر ځان بېرته متكي شوې او د ( برېكزېټ ) طرحې له مخې يې له اروپايي ټولنې د جلا كېدو لپاره مټې را بډ وهلې دي، د برېټانيې د طفيلي ګټو لپاره بايد د پاكستان اوسنى دريځ دوام ومومي او كله ،چې برېټانيه د دوو كلونو په بهير كې له اروپايي ټولنې په بشپړه توګه جدا شي ،نو ټول پام به يې په سيمه او نړۍ كې په ځانګړې توګه په افغانستان او پاكستان كې پر طفيلي ګټو ورټول وي. له همدې امله په هلمند كې د ترياكو د كر د پراختيا لپاره جګړه پاى نه مومي او كركيله يې د نورو كلونو په پرتله درېـو كرنيزو فصلونو ته لوړه شوې ده، چين هم په دې كار كې ورسره مرسته كړې او د ترياكو داسې اصلاح شوى تخم يې ورته را اېستلى ،چې په لږ ځاى كې ډېر حاصل ور كوي.

د دې ترڅنګ پاكستان د خپل پايښت لپاره د افغانستان جګړه او بحران لويه پاليسي بولي، پاكستان په هېڅ توګه نه غواړي چې افغانستان  پرمختګ وكړي او د دغه پرمختګ لپاره دې له سيمې ،نړۍ او په ځانګړې توګه له امريكا ،چين ،روسيې او نورو اروپايي هېوادونو سره ښې اړيكې ولري، په تېره بيا له هندوستان سره د افغانستان اړيكې خو  پر پاكستان لكه د تندر  پرېوتل داسې مانا لري. پاكستان د افغانستان پرضد تمام عياره جګړه پر مخ وړي ،د جمعې په ورځ يې په سپين بولدك كې يرغل وكړ او افغان پوله ساتو ځواكونو له سختې ماتې سره مخ كړل، د پاکستان ددفاع وزير خواجه آصف ويلي، اسلام‌اباد له کابل سره ښې اړيکې غواړي، خو ادعا کوي چې کابل د اسلام‌اباد د دغې غوښتنې مثبت ځواب نه‌دى ورکړى. دا خبره ناسمه ده ،بلكې افغان حكومت هڅې كړي ،چې له پاكستان سره د ورورۍ اړيكې وپالي ،خو پاكستان دا هر څه د خپلو ناوړو موخو لپاره تر پښو لاندې كړي دي. پاكستان په افغانستان كې يا لاسپوڅى حكومت او يا د تپل شوې جګړې دوام غواړي، چې دا يوهم افغان ولس ورسره نه شي منلى ،پاكستان دې دا پلمه نه لټوي ،چې ګنې هندوستان له افغانستانه پر هغوى فشار راوړي ،حقيقت دا دى ،چې هندوستان د افغانستان تاريخي ګاونډى او د افغانستان ستراتېژيك ملګرى او پوخ دوست دى، چې تر اوسه يې له افغانستان سره ميليارډونه ډالره مرستې كړې او په ګڼو بنسټيزو پروژو او د كادرونو د روزلو لپاره يې همكاري كړې ده. پاكستان چين هم د افغانستان له ملګرتيا په شا كړى او په دروغو يې داسې ذهنيت وركړى ،چې ګنې ترهګري په افغانستان كې ده ،خو دا ټولو ته مالومه ده او چين دې هم پرې ځان پوه كړي ،چې پاكستان د ترهګرۍ مور ده او په هر وخت كې هر ډول ترهګر روزي او د همدغه چين د سرخوږي لپاره يې هم كاروي. د پاكستان د دفاع د وزير خواجه آصف دا څرګندونې په كلكه غندو ،چې وايي: (( په چمن کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ وروستۍ شخړه د ډېلي او کابل د ګډ جوړ جاړي عکاسي کوي.)) دا په داسې حال كې ده ،چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاكستان د استخباراتو ( آى اېس آى ) مشر ته په كابل كې ښه په زغرده وويل ،چې كه د افغانستان پر ضد له ترهګرۍ لاس وانه خلي او پر افغانستان يرغلونه بند نه كړي ،نو له سخت برخليك سره به مخ شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha