صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د افغانستان په اړه د امريكا نوې ستراتېژي به د ترهګرو ځالې هم په نښه كړي

د افغانستان په اړه د امريكا نوې ستراتېژي به د ترهګرو ځالې هم په نښه كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان په اړه د امريكا نوې ستراتېژي به د ترهګرو ځالې هم په نښه كړي

دا چې پر افغانستان د سيمې او نړۍ د مغرضو او تېري كوونكو استخباراتي او پوځي شبكو د تپل شوې جګړې په بهير كې د طالبانو ،حقاني شبكې،القاعده او داعش په ګډون له تروريستي ډلو سره په اوږده جګړه كې امريكا هم بې ساري ځاني او مالي زيانونه ګاللي او آن له دوو زرو ډېر نازولي سر تېري او اتباع يې له لاسه وركړي او هم يې ميليارډونه ډالره لګښت شوى ، نو د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريكا نوي حكومت په كلكه پتيلي چې يادو واقعيتونوته په پام سره په افغانستان كې د ترهګرو پر ضد د مبارزې د سختوالي لپاره د افغان ځواكونو د پياوړتيا ،روزلو او تجهيزولو لپاره نور ۲۳ ميليارډه امريكايي ډالر بېل كړي او د ترهګرۍ پرضد يې مبارزې ته لا نور پياوړي كړي ، پر همدې بنسټ امريكا د افغانستان لپاره نوې ستراتېژي جوړه كړې ده، د دې ستراتيژۍ له مخې به د ترهګرو ډلې او ځالي په نښه او دړې وړې كړي. د پنتاګون يا د امريكا د دفاع وزارت چارواكو د سنا مجلس د دفاعي خدمتونو جرګه ګۍ ته د دغو ټكو دڅرګندولو په ترڅ كې جوته كړې چې امريكا به له ناتو او اروپايي سره د پوره همغږۍ له مخې په راتلونكې جون مياشت كې له افغانستان سره د پوځي او مالي مرستو په اړه خپله ستراتېژي اعلام كړي او له مخې به يې په افغانستان كې د ترهګرو د ځپلو لپاره پلانونو ته دعمل جامه ورواغوندي او هم به داقتصاد له پلوه د افغانستان پياوړتيا ته ودانګي. سياسي شنونكي او نور كارپوهان په دې اند دي چې كه امريكا ،ناتو او اروپايي ټولنه له يوې خوا په افغانستان كې د ترهګرو د ځپلو او له بلې خوا د افغانستان د اقتصادي پر مختګ لپاره په كلكه خپله ملاوتړي او په دې برخه كې له پوره جديت،قاطعيت او صداقت څخه كار واخلي، نو افغانستان به وكړاى شي چې د بشر د ستر او ګډ دښمن په توګه له هېواده دترهګرو تور ټغر ډېر ژر ټول كړي او له دې لارې نه يوازې د افغانستان، بلكې د امريكا په ګډون د سيمې او نړۍ د هېوادونو خلك هم دترهګرو او دهغوى د ملاتړو هېوادونو له شره خوندي كړي او په دې توګه په افغانستان كې ټولو ناخوالو او نادو دوته دپاى ټكى كېږدي.

د سولې څراغونه پرځلېدو راولي او خلك له هوسا، بسيا، سوكاله او پرمختللي ژوندانه څخه برخمن كړي. پنتاګون به له روان په ټپه درېدلي ناوړه حالت څخه دافغانستان دكلونو كلونو د جګړو ، ورانيو او د ترهګرۍ پرضد د نا بريالۍ مبازرې د عواملو په اړه څپړنيز رپوټ د راتلونكې جون مياشتې په پيل كې جمهور ريس ډونالډ ټرمپ ته وړاندې كړي او له مخې به يې په افغانستان كې د امريكا پوځي ستراتېژي اعلام شي ،داسې تمه ده ،چې دغه ستراتيژي به په افغانستان كې د ترهګرو پرځپلو سر بېره په سيمه كې د  ترهګرو ځالې هم په نښه او دړې وړي كړي او هم به دهغوى مشران دالقاعده دنړيوال تروريستي سازمان د مشر اسامه بن لادن او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له برخليك سره مخ او  پلانونه به يې له خاورو سره خاورې كړي. افغان حكومت هم د امريكا نوې پاليسۍ ته سترګې په لاره دى او د دې لپاره يې سترې هيلې راټوكېدلې دي. پاكستان اوس سخت ناراضه او لالهانده دى ،كله وايي ،چې ګنې له افغانستان سره ستونزه حلوو ،كله وايي چې له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ ځپلو ته چمتو يو ،كله پلمه لټوي چې د ترهګرۍ قرباني دى او كله له امريكا د مرستو د تر لاسه كولو لپاره د وېرې او ډار فضا خوروي ،چې ګنې پر ملكي حكومت يې پوځ كودتا كوي او له دغې كودتا د ژورلو لپاره دې امريكا ورسره مرسته وركړي!؟ خو د امريكا نيت دا ځل پوخ دى او ډېر ژر به د ترهګرو ډلو او د هغوى د ځالو د ځپلو لپاره نوې ستراتيژي اعلام او تر څنګ به يې د افغانستان ملاتړ ته له پخوا ډېره توجه وكړي. په اوسنيو حالاتو كې ،چې افغانستان د تاريخي دښمن له سختو يرغلونو سره مخ دى، د امريكا ملګرتيا د افغانستان لپاره حياتي ارزښت لري او دا ملګرتيا د دغو دښمنانو د پلانونو د شنډولو لپاره مهمه ده. دا بايد ومنو چې روسيې ته افغانستان د مركزي اسيا له هېوادونو ډېر ارزښت نه لري ،دغه راز چين او ايران ته افغانستان له پاكستانه ډېر مهم نه دى، نو په دغه حالت كې د امريكا د ملاتړ دوام اړين ګڼل كېږي او افغان حكومت به له دې ملګرتيا ښه ګټه پورته كړي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha