صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ولسمشرغني سوله ييزو هڅو رنګ راووړ

د ولسمشرغني سوله ييزو هڅو رنګ راووړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشرغني سوله ييزو هڅو رنګ راووړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د سولې او ملي پخلاينې لپاره اسلامي او ملي هڅو دادى ملي رنګ راووړ، د ولسمشر غني هوډ غښتلى او په اسلامي او ملي ارزښتونو ولاړ و، له همدې امله د اسلامي حزب مشر د سولې او ملي پخلاينې له بهير سره يوځاى شو . وړمه ورځ پنجشنبې د اسلامي حزب امير ښاغلى انجنير ګلبدين حكمتيار له خپلې كورنۍ سره يو ځاى كابل ته راستون شو او دده د تاوده هركلي لپاره په ارګ كې پرتمينه غونډه را وبلل شوه . ولسمشر غني او نورو ملي مشرانو ښاغلي حكمتيار او د هغه ملګرو ته تود هركلى ووايه، ولسمشر غني خوښي وښوده ،چې د سولې لپاره يې ملي هڅو ښه نتيجه وركړه. ده په خپله وينا كې پر ټولو وسله والو مخالفينو غږ وكړ ، چې د حكمتيار په شان د سولې او ملي پخلاينې له بهير سره يوځاى شي، وروسته ښاغلي حكمتيار هم د ولسمشر دا مخلصانه هڅې وستايلې او پر طالبانو يې هم غږ وكړ چې دده په شان د سولې له بهير سره يوځاى شي.كه فكر وكړو تر پرونه پورې چا هېڅ هم نه منله،چې د اسلامي حزب امير د داسې په آسانۍ سره كابل راستون او د ولسمشر د سولې غوښتنه دې ومني، خو د ولسمشر مخلصانه هڅو هغه د سولې له بهير سره يو ځاى كړ.

دغه هڅې لكه وړاندې مو چې يادونه وكړه ملي ، اسلامي او بنسټيزې وې ، نو ځكه يې مثبته پايله ولرله، دغه هڅې د ملت له ارادو جوړې او د ملت د هيلو د تحقق لپاره پيل او دا دى نن يې نتيجه وركړه، ټول ملت د ولسمشر دغه مدبرانه هلې ځلې ستايي او حكمتيار راتګ ته د زړه له تله هر كلى وايي. دا منو چې د سولې او ملي پخلاينې د ښمنان ډېر دي، له حكمتيار سره هم د سولې او ملي پخلاينې د هڅو مخالفت كېدا، خو دا هڅې ملي او پر اسلامي بنسټونو كلكې ولاړې دي ، دا هڅې د ملت د هيلو استازولي كوي ، نو كه هر څومره يې مخالفت هم وشي ، خو دا دي ښې پايلې يې وركړې، له وسله والو طالبانو سره هم د سولې او ملي پخلاينې هڅې بنسټيزې او د ملت له سپېڅلو ارادو را ټوكېدلې دي، طالبانو ته په كاره ده،چې نوره د خپل ورور وژنې او د خپل هېواد د ورانونې لپاره دا پردۍ جكړه بس او د تاريخي دښمنانو وسلې له اوږو كوزې كړي. موږ د ولسمشر د دغه ملي او اسلامي هوډ ستاينه كوو او د حكمتيار راتګ په نېك پال نيسو، هيله ده چې دا د تلپاتې سولې او د بهرنۍ تپل شوې جګړې د مخنيوي لپاره پيلامه وګرځي او نور دغه ملت د ملي اخوت او يووالي تر سيوري لاندې په آرامۍ ژوند غوره كړي.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha