صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | امريكا او نړيوالې ټولنې تل د سولې لپاره د افغان حكومت د هڅو ملاتړ كړى

امريكا او نړيوالې ټولنې تل د سولې لپاره د افغان حكومت د هڅو ملاتړ كړى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريكا او نړيوالې ټولنې تل د سولې لپاره د افغان حكومت د هڅو ملاتړ كړى

د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې واشنګټن له هرې نړيوالې هڅې چې په افغانستان او سيمه کې د ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي، ملاتړ کوي.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند، جان کربي د خبري کنفرانس پر مهال پر دې ټينګار وکړ چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د پخلاينې له بهير څخه پوره ملاتړ کوي. د امريكا دا غبرګون په داسې حال كې دى ،چې دوې اوونۍ وړاندې په مسکو کې د روسيې، پاکستان او چين درې اړخيزې غونډې په افغانستان کې له طالبانو سره د مرستو او د هغوى د ملاتړ لپاره پرېكړه كړې ده. دغې خپلسرې او نا مشروع غونډې د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو له تور لېسته د يو شمېر طالب چارواکو د نومونو د لرې کولو وړانديز هم وکړ. ښاغلي کربي که څه هم د مسکو د غونډې پر جزئياتو خبرې ونه کړې خو يادونه يې وکړه چې: (( موږ د افغانانو په رهبرۍ د بياپخلاينې له بهير څخه د پخوا په شان خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.)) د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وياند له تورلېسته د اسلامي حزب د مشر، ګلبدين حکمتيار د نوم د اېستلو په تړاو د امريکا د دريځ په اړه تبصره ونه کړه.کربي د ملګرو ملتونو د بنديزونو د کمېټې سلامشورې محرمې وبللې او په دې اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.افغان حکومت د ۲۰۱۶ م کال د سپټمبر په مياشت کې له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسليک کړ او ورپسې يې د ملګرو ملتونو له تور لېسته ددغه حزب د مشر د نوم پر اېستلو کار پيل کړ.اوسمهال روسيه له تور لېسته د ګلبدين حکمتيار د نوم پر اېستلو ملاحظات لري او په دې برخه کې يې د ملګرو ملتونو پرېکړه ځنډولې ،چې د حزب اسلامي پرضد د روسيې دغه دريځ او همدارنګه د افغان حكومت له مشورې پرته د افغانستان په اړه د مسكو په كوربه توب يادې خپلسرې درې اړخيزې غونډې د كورنيو او بهرنيو بنسټونو زياتې غوسې او اندېښنې راپارولې او هغه يې د افغانستان په كورنيو چارو كې د روسيې څرګنده لاسوهنه بللې او په كلكه يې غندلې ده.

 يو شمېر مدني ټولنې د افغانستان په چارو کې د روسيې، ايران او پاکستان لاسوهنې غندي او پر خلکو غږ کوي چې د دغه شان مسايلو پر وړاندې بايد هوښيار و اوسي.د افغان ملي غورځنګ ټولنې غړي عطاوالله حيران د پنجشنبې په ورځ رسنيو ته وويل: روسيه او متحدين يې په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې خپله نيابتي جګړه پرمخ بوزي او دغه هېواد يوځل بيا د جګړو پر ډګر بدل کړي. افغانان په خپلو کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو بې ځايه لاسوهنې، نهشي زغملاى. په روسيه کې د افغانستان په اړه له  درې اړخېزې غونډې وروسته چې د افغان حکومت استازيو ته هم په کې بلنه نه وه ورکړل شوې، روسيې په افغانستان کې د امريکا له پوځي اډو سره مخالفت وښود او د ملګرو ملتونو له تور لېسته يې د حزباسلامي د مشر انجنيرګلبدين حکمتيار د نوم د اېستلو پروسه  ځنډولې ده.مسکو دا دريځ په داسې حال کې غوره کړى چې يو شمېر روسي چارواکو څه موده مخکې تائيد کړه چې دوى له طالبانو سره اړيکې نيولې دي.د مدني ټولنو غړي له طالبانو غواړي چې د روسيې په تشو ژمنو دې نه غولېږي او له افغان حکومت سره دې بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي. د نن ځوانانو د ټولنې غړي ابوذر خپلواک په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل: (( موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې بين الافغاني خبرو ته حاضر شي، ځکه که د روسيې په څېر د پرديو له طريقه افغانستان ته سوله راځي ښې پايلې به ونه لري. طالبان که رښتيا هم خپلو ژمنو ته صادق وي او په افغانستان کې سوله غواړي، نو نېغ په نېغه دې له افغان حکومت سره  د سولې خبروته کښېني او په دې برخه كې دې له روسيې، پاکستان، چين او ايران سره له خبرو ډډه وكړي اونه دې په كې ګډون كوي.))د مدني ټولنو غړي ګواښ کوي، که دغه هېوادونه په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي افغانان به يې پر وړاندې ودرېږې او د دوى په خبره په افغانستان کې به د جګړې دوام ياد هېوادونه هم نا آرامه کړي ،له زور او تاوه به يې لولپه شي اود طالبانو په څېر به يې روزل شوې تروريستي ډلې هم د لستوڼي ماران شي او په پايله كې به د هغوى د زهرجنو داړو ښكار شي. غوره دا ده ،چې روسيه ،پاكستان ،ايران او چين په افغانستان كې مثبتې سيالۍ ته را ودانګي ،ځكه د افغانستان په خير كې يې خير او په شر كې يې شر دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha