صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د اساسي قانون اوونۍ نمانځو

د اساسي قانون اوونۍ نمانځو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اساسي قانون اوونۍ نمانځو

په افغانستان کې د اساسي قانون د نمانځنې اوونۍ روانه ده ،دا اوونۍ په پلازمېنه کابل او ټولو ولايتونو کې د اساسي قانون د تصويب د کليزې په مناسبت نمانځل کېږي. سږ کال د اساسي قانون د ديارلسمې کليزې نمانځنه کېږي ، ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه فرمان صادر کړی ،چې له مخې يې بايد هر کال په همدې اوونۍ کې د اساسي قانون کليزه ونمانځل شي او هر کال دې د مرغومي له ۱۴مې تر ۲۱ مې پورې (( د اساسي قانون د تصويب اوونۍ )) د هېواد په رسمي تقويم کې د اساسي قانون د اوونۍ په نوم ونومول شي. د ولسمشر په فرمان کې راغلي ،چې دا وونۍ دې په پلازمېنه او ولايتونو کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شي. د افغانستان اساسي قانون په سيمه ييزه او نړيواله کچه مهم او بشپړ قانون دی، د سيمې او نړۍ ډېر هېوادونه دا ډول جامع او هر اړخيز قانون نه لري، آن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړيوال سازمان اعلاميه هم ترې عاجزه ده. د افغانستان اساسي قانون د اسلام پر پاکو او سپېڅلو ارزښتونو ولاړ دی، د دغه قانون له مخې افغانستان (( اسلامي هېواد )) دی او حکومت يې هم (( اسلامي جمهوري حکومت )) دی. همدا اساسي قانون دی ،چې د افغانستان بېلابېلې پرګنې يې پر يوه هويت ( افغان ) سره راټولې او متحدې کړې دي. د افغانستان هر وګړی افغان او اسلامي ارزښتونو ته پر ژمنتيا مکلف شوی دی.

دغه راز هر وګړی د هېواد په ساتنې او دفاع باندې مکلف ګڼل کېږي او لنډه دا چې له قانونه بې خبري خپله جرم بلل شوی دی. يعنې  د همدغه اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان وګړي او قومونه د هر بهرني يرغل په وړاندې سره يو موټی او متحد دي. د افغانستان په اساسي قانون کې همدا مکلفيت ستر ارزښت دی. خو له همدې ښېګڼو سره سره بيا د افغانستان اساسي قانون ،چې د ټولو فرعي قوانينو مور ده، له پامه غورځول شوی او ګڼ شمېر خلک او چارواکي ترې بې پروا دي. حال دا چې له قانونه سرغړونه ښکاره جرم بلل شوی دی. د دې ستر لاملونه هم مالوم دي، هغه چارواکي او په تېره بيا د وسله والو ډلو ټپلو خاوندان ،چې په ګډوډيو او انرشيو کې يې ګټې دي ،هغوی په لوی لاس قانون تر پښو لاندې کوي. همدا خلک دي ،چې قانون ورته ښه نه ښکارېږي ،ځکه د هغوی د ناوړو ګټو مخنيوی کوي، خو پوره باور لرو او ولس ته ډاډ ورکوو ،چې د زورواکو ،زور به که نن وي که سبا اوبه کېږي او هغوی به هرو مرو قانون ته غاړه کږوي. لکه څرنګه ،چې د افغانستان د اساسي قانون د زور او استبداد حکومتونو مخنيوی کړی او ولس ته يې واک او اختيار ورکړی ،چې خپل حکومت او ولسمشر په خپله خوښه وټاکي ،همداسې به د ظالم او مستبد مخنيوی هم کېږي. د افغانستان ستره محکمه او لوی څارنوالي ولس ته ډاډ ورکوي ،چې قانون به پر ټولو يو ډول پلی کوي او د ظلم مخنيوی به کوي. دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې ،چې هغه به اساسي قانون ته ژمن وي او قضايه او اجرائيه ارګانونه يې خپلواک پرېښي دي. د هغوی استقلاليت ته ژمن دي او تر اوسه داسې کوم څه نه ليدل کېږي ،چې د ولسمشر له خوا دې د اساسي قانون د پلي کېدا په مخ کې کوم خنډ ليدل شوی وي، خو ستونزه دا ده ،چې د قانون د پلي کولو لپاره تر اوسه سياسي او عملي جنبه مکمله نه ده،لکه څرنګه مو ،چې وړاندې يادونه وکړه ،يو شمېر ډلې لا هم په زور کې دي او پوليس او د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه په پوره توګه ملي نه دي، نو د قانون په پوره پلي کېدا کې ستونزې دي. ولس دې ډاډه وي ،چې دا ستونزې به له منځه ځي او له سرغړوونکو سره به سخت چلند کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha