صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | نوى ميلادي كال د سترو برياليتوبونو په هيله پيلوو

نوى ميلادي كال د سترو برياليتوبونو په هيله پيلوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نوى ميلادي كال د سترو برياليتوبونو په هيله پيلوو

د افغانستان د وياړلي، لرغوني او حماسه زېږوونكي هېواد پرضد د بشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه د داعش، القاعده، طالبانو او نورو تروريستي ډلو د وحشيانه بريدونو او د افغانستان په كورنيو چارو كې د پاكستان، ايران او روسيې په څېر د هغو د ملاتړو او مغرضو هېوادونو د بې شرمانه لاس وهنو، لمسوونكو، پاروونكو او تېري كوونكو عملونو له امله تېر ۲۰۱۶ زېږديز كال د افغانستان له پاره له ننګونو ډك و. د كندز ښار سقوط وكړ او د هېواد د تاريخي دښمنانو او په سر كې يې د پاكستان او ايران په څېر د سيمې او نړۍ د مغرضو استخباراتي شبكو په بې شرمانه لمسونو، هڅونو او لاسوهنو داعشيانو، طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو د هلمند، ننګرهار، نيمروز، ارزګان، فراه او زابل ولايتونو په ګډون د هېواد په ځينو نږدې او لرې پرتو سيمو كې خپلو وحشيانه بريدونو ته زور وركړ او غوښتل يې چې د هېواد د تاريخي دښمنانو د طرحه شويو ناوړو پلانونو له مخې د افغانستان شپږ ولايتونه او شپېته ولسوالۍ تر خپلې ولكې لاندې راولي او پر افغانستان د وخت د انګليسي استعمار له لوري د ډيورنډ د تپل شوې منحوسې او كرغېړنې كرښې هغې غاړې ته په كوټه او پېښور او آن په قطر كې د حقاني شبكې او طالبانو د شوراګانو اډې او مركزونه په كې ځاى پر ځاى كړي او له دې لارې د پاكستان د مغرضې استخباراتي ادارې يادو ناوړو پلانونو او شومو توطئو ته د عمل جامه ور واغوندي او په دې توګه له ترهګرو څخه د پاكستان له ملاتړه د امريكا او نړيوالې ټولنې پاملرنه بل لوري ته واړوي او د امريكا په وړاندې خپله بې باوري له منځه يوسي،

خو د پاكستان استخباراتي اداره او د هغې پېرودل شوي اجيران، مزدوران او ګوډاګيان له دې بې خبره وو چې د هېواد باتورو او اتلو امنيتي او دفاعي ځواكونو  په ډېرې بې صبرۍ  ورته لارې څاري، هغوى يې له غاښ ماتوونكو، خوله ماتوونكو او رېزمرېز كوونكو ګوزارونو سره مخ كړل او د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه يې د افغانستان پرضد د پاكستان د مغرضو، مخربو او محركو استخباراتو دغه ناوړه پلانونه او شومې توطئې د هغوى پر خوب او خيال بدلې كړې.  ددې ترڅنګ د افغانستان په اړه د وارسا او بروكسل او د هند په كوربه توب د آسيا د زړه د هېوادونو د غونډو مثبتو پايلو هم د افغانستان د ښې راتلونكې زېرى له ځان سره په ارمغان راوړ او په دې اړه يې د خلكو هيلې راوټوكولې او دغه راز ددې ترڅنګ په تېر زېږديز كال كې د حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوكړې لاسليك هم د حكومت هغه بله ستره بريا ده چې د پلي كولو له امله به يې په هېواد كې د تل پاتې سولې ډيوه پر ځلېدو راشي او په هېواد كې به ټولو تپل شويو ناخوالو ته د پاى ټكى كېږدي. د افغانستان د امنيتي ارګانونو د باوري خبر ځايونو او د داسې نورو بې پرې كورنيو او بهرنيو بنسټونو له قوله  ۲۰۱۷ روان زېږديز كال به چې سر له ننه پيل شو، له سترو او ښو لاس ته راوړنو څخه ډك وي او د حكومت د نه ستړي كېدونكو هڅو او له افغانستان سره به د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې د پوځي او مالي مرستو په پايله كې افغان امنيتي ځواكونه نور هم تجهيز او پياوړي شي او له لوړ پوځي مورال څخه به برخمن شي او په روان زېږديز كال كې به د افغانستان پرضد د سيمې او نړۍ د مغرضو استخباراتي شبكو روزل شويو تروريستي ډلو ته داسې خوله ماتوونكي ګوزارونه وركړي چې بيا سر راپورته نه كړي او بيا د افغانستان پرضد ورانكارو فعاليتونو ته زړه ښه نه كړي. غوښتنه داده چې د امريكا په مشرۍ دې نړيواله ټولنه د بشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه په هېواد كې د ترهګرو د ځپلو او د هغو د ملاتړو هېوادونو د لمسوونكو او پاروونكو عملونو د بېخي شنډولو او ناكامولو له پاره له افغانستان سره خپلو پوځي او مالي مرستو ته نور هم زور وركړي او دومره دې غښتلي او پياوړي كړي چې له امله يې د سيمې او نړۍ مغرض هېوادونه او د هغوى روزل شوې تروريستي ډلې آن په كږه سترګه هم د افغانستان لورې ته ونه ګوري او د افغانستان پرضد د هغوى ټول بريدونه بېخي شنډ او ناكام كړي او له خپلو ناوړو پلانونو او شوم توطئو سره يو ځاى يې د تاريخ تورو او ژورو كندو ته پورې وهي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha