صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په ملي او نړيواله كچه بايد د خطرناكې لوبې مخنيوى وشي

په ملي او نړيواله كچه بايد د خطرناكې لوبې مخنيوى وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ملي او نړيواله كچه بايد د خطرناكې لوبې مخنيوى وشي

كه له تېرو شپاړسو كلونو را په دې خوا نړيواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او هېواد يې د مرستو له بركته د پرمختګ پر لور تګ پيل كړى ،خو له بلې خوا د ګاونډ ،سيمې او يو شمېر نړيوالو قدرتونو پر افغانستان د نړيوالې ټولنې ملګرتيا او پرمختګ نه لورېږي. كه پخوا دا دښمني پټه وه ،خو نن يې د دې دښمنۍ لپاره ښكاره ائتلافونه رامنځته كړي او په ښكاره يې له افغانستان او د افغانستان تر څنګ ولاړې امريكا او نړيوالې ټولنې سره دښمني اعلام كړې ده ،دغه دښمنو هېوادونو په داسې حال كې له افغانستان سره دښمنۍ لاس اچولى ،چې له امريكا ،ناټو او د نړۍ له ګڼو نورو هېوادونو سره افغان حكومت امنيتي ،دفاعي او ستراتېژيك تړونونه لري او د نړيوالې ټولنې اوږدمهاله ملاتړ ورسره دى. افغان حكومت د امريكا په مشرۍ له نړيوالې ټولنې او ناټو هيلې لري ،چې هغه لاملونه له منځه يوسي ،چې د افغانستان - امريكا ، نړيوالې ټولنې او ناټو د ګډو دښمنانو ناوړې موخې پالي او د هغوى هدفي جګړه يې روانه ساتلې ده. دغه ګډ دښمن هڅې كوي ،چې په افغانستان كې د افغانانو پر ملك او د افغانانو پر سرونو د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې او په تېره د ناټو په وړاندې ستونزې را ولاړې كړي. دا هڅې كېداى شي ،چې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې مرستې او ملاتړ زيانمن كړي او افغانستان له يو او بله د غچ اخيستلو پر ډېر خطرناك ډګر بدل كړي، داسې لكه عراق او سوريه يې ،چې د دې ډول سيالۍ پر خونړي ډګر بدل كړى دى.

د تېرې سې شنبې په ورځ په مسكو كې د روسيې ،چين او پاكستان ګډه غونډه او دغه راز له طالبانو د ايران ښكاره ملاتړ د همدې موخې لپاره ښكاره حركتونه دي. په دې غونډه كې له طالبانو ملاتړ اعلام شو اوپرېكړه وشوه ،چې پاکستان، روسيه او چين به د طالب مشرانو، نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته باسي. طالبان هم داسې فرصت ته شنه ناست دي او هغوى سم دستي د دغه هوډ هركلى كړى دى. طالبانو ويلي چې د دوى په نظر دا درې هېوادونه، چې په افغانستان کې مهم رول او اغېز لري،پوهېدلي چې د افغانستان اسلامي امارت يو پوځي او سياسي قوت دى. خو دا غونډه د افغانستان له ملي حاكميته سرغړونه ،د افغانستان د نظام پرضد ګام او له افغانستان سره د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په وړاندې ښكاره دښمني ده. اوس به نړيوالې ټولنې ته هم مالومه شوې وي ،چې څوك يې د مرستو مخالفت كوي او دښمن يې ولې له افغانستان سره ملګرتيا نه شي زغلمى! افغان حكومت په هېڅ توګه د دغه راز حركتونو په وړاندې بې توپيره نه شي پاتې كېداى او باور دى ،چې د افغانستان دښمنان به لا نور انزوا ته ځي او په دې لوبه كې به ماتې خوري ،خو د دې تر څنګ لومړى له ملګرو ملتونو غوښتنه كوو او بيا پر امريكا ،ناټو ،نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د افغانستان پر دفاعي ،امنيتي او ستراتېژيكو ملګرو غږ كوو ،چې د دغه راز حركتونو مخنيوى وكړي، ځكه د دښمن دا حركتونه هم د دوى پرزيان دي او هم د افغانستان. افغان ولس بايد د دغه تاريخي او قسم خوړلي دښمن پر چل ول تېر نه وزي او له خپل نظام سره د پيوستون ليكې نورې هم پياوړې كړي. ځكه دلته د ولس سراسري او پراخ ملاتړ اړين دى او هر هغه وسله والې او ترهګرې ډلې ،چې د تاريخي دښمن له خوا اكمالېږي ، بايد ولس يې له خپل منځه وباسي او پرې په هېڅ توګه باور ونه كړي، ځكه ولس مكلف دى ،چې د ديني ارزښتونو ،هېواد او ملي ګټو د ساتنې لپاره ځان تېرېدنې ته چمتو وي او د هغې اورپكۍ او ترهګرۍ پرضد را پورته شي ،چې د تاريخي دښمن له خوا يې ملاتړ  كېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha